
دکونړ په اسمارولسوالى دوسله والو مخالفينو په ويشتل شوو توغنديو کې دملي پوځ يوسرتيری وژل شوی او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دکونړ امنيه قومندان عوض محمدنذيري وايي ديکشنبې په ورځ له غرمې وروسته په اسمار ولسوالى دوسله والو مخالفينو له لوري اته توغندي ويشتل شوي اوپه ترڅ کې يې دملي يو سرتيرې وژل شوى اودرې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي ،نوموړى وايي په دې توغنديز بريد کې درې موټرې او يو دوکان هم ويجاړشوي.
دکونړ دمرکزي روغتون ريس ډاکټر فاروق سهاک وايي دوی ته د دې پيښې درې ټپيان راوړل شوي اوپه وينايې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
تراوسه د دې پيښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي