
دنورستان په کامديش ولسوالۍ کې دافغان اوبهرنيوځواکونوپه ګډوعملياتو کې څلويښت وسله وال مخالفين وژل شوي ،شل تنه ټپيان او اتلس نورژوندي نيول شوي دي ، په ختيځ کې دسرحدي ليواوياندوايي په دې سيمه کې اوس هم عمليات دوام لري او په نيول شوو ځايونو کې سرحدي پوليس ځاى په ځاى شوي دي .
په ختيځ کې دسرحدي ليوا وياندادريس مومندوايي دنورستان دکامديش ولسوالى په ميرديش سيمه کې دافغان اوبهرنيو ځواکونودطوفان په نوم ګډو عملياتو کې څلويښت وسله وال مخالفين وژل شوي ،شل تنه ټپيان اواتلس يې ژوندي نيول شوي دي چې په کې دوسله والويوشميرمهم مشران هم ګډون لري ،نوموړى وايي دعملياتوپه ترڅ کې دکونړ په ناړۍ اونورستان ولايتونو کې دوسله والو څخه ګڼ شمير سيمې نيول شوي اوپه دغو سيمو کې سرحدي پوليس ځاى په ځاى شوي دي .
مومندزياتوي چې په دې سيمه کې ډيرۍ پاکستاني ،عرب او چنچن وسله وال ځاى په ځاى شوي ووچې له تيرې يوې اونۍ په دې سيمه کې دافغان اوبهرنيوځواکونو لخوا ګډپوځي عمليات پيل شوي دي چې په وينايې دوي به دوسله والو مخالفينو دمرکزونو دله منځه وړولو په موخه عمليات نور هم وغزوي ،نوموړى وايي تراوسه په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوولسي خلکوته کوم زيان نه دى اوښتى .
خودوسله والو طالبانو وياندذبيح الله مجاهدبيادعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې افغان اوبهرنيوځواکونو ته دروند زيان اړولى خودکره شميرې په اړه يې څه نه وايي .
دناړۍ اونورستان دغه سرحدي سيمې دپاکستان چترال سيمې سره پوله لري اودپاکستاني طالبانو دتګ راتګ مهمه لارده چې ددې لارې څخه په استفادې په کونړ اونورستان کې په افغان اوبهرنيوځواکونوبريدونه کوي.