کاذب مشران دې پر افغان ملت د ځان تپلو له تکل څخه ډډه وکړي

 احمدشاه ابدالي جرګه
 
کاذب مشران دې پر افغان ملت د ځان تپلو له تکل څخه ډډه وکړي
 
پريږدئ چې ځوان افغان نسل خپل مشران په خپله ومومي
 
 
ليک: غلام محمد زرملوال
 
 
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ......  هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ......  وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
                                                  
 
 د افغان تاريخ د څيړنې په بهير کې دا واقعيت په جوته په ډاګه شوى چې پداسې حال کې چې زموږ مومن ولس د هرې زمانې د يرغلګر پرضد په ناساري توګه خپلې وينې ورکړې او خپل سرونه يې نذرانه کړي، زموږ د هيواد په راتلونکې او برخليک کې د پرديو نخچ تر افغانانو زيات پاتې شوى و.  افغان ولس د لرې او نږدې پرديو موخو د په لاس ته وروړلو اوګټو ساتلو لپاره يواځې او يواځې د خپلو او پرديو له خوا د توپ د خولې باروت ګرځول کېده.  زموږ له هيواد څخه د روسانو له وتلو او د خلق- پرچم د رژيم له وروستي پاى څخه وروسته هيواد او هيوادوال مو په خپلو وينو کې لمبيدل.   هيواد عملاً په ګڼ شمير ټوپک ځواکيو، ستم ځواکيو او سمت ځواکيو اړول شوى و.  هر ځواک په بهر کې خپل پلويان او پوځي- مالي مرستندويان لرل چې ورسپارل شوې دندې يې زموږ د هيواد ماتول، زموږ د ملت او تاريخ سپکاوى او په ګونډو کول،  د روسانو په ضد د افغانانو مقاومت او جهاد پيکه کول او د هغوى له وياړونو څخه يې د محرومولو پرلور هڅې وې. 
 
د هغې زمانې د پاکستان صدراعظمه، بينظير بوټهو،   د ١٩٩٦ کال د اګست په ٢٣ نيټه په جده کې له خپريدونکې "سعودي ګزيت" خپرونې سره په مرکه کې وايي:   ".. افغان مجاهدينو ته د جنګ زدکړه پاکستان ورکړيده.  پاسپورټونه مو هم ورکړي وو او  په فکري، جسماني او جزباتي توګه مو د جهاد لپاره چمتو کړي وو.  اوس د دغو مجاهدينو اکثريت دا دعوى کوي چې روسانو ته دوى ماتې ورکړيده.  دا خلک اوس داسې تصور کوي چې پدې احساساتو سره به لويديځ او د هغوى همفکره هيوادو ته هم ماتې ورکړي."
 
خو له نيکه مرغه پاکستاني بيروکراسۍ د افغانانو وياړ خپل نکړاى شو.
 
افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له کبله د تاريخ په اوږدو کې د شمال- سهيل او لويديځ- ختيځ ترمنځ د پُل حيثيت لرلى او له همدې کبله د هرې زمانې  نړيوالو سترځواکونو د حريصانه ګټو د پر لاس ته وروړلو په لار کې د پوځي، سياسي او نظرياتي شخړو ډګر ګرځيدلى.  په اتلسمه پيړۍ کې، کله چې انګريزانو د هند پر نيمه وچه باندې د خيټې اچولو نيت وکړ، د افغانستان ابدالي سلطنت له ختيځ او لويديځ لوري د انګريزانو تر فشار او توطيو لاندې ونيول شو. په ١٧٩٣ کال کې د تيمورشاه له مړينې وروسته پرنګي له قاجاري پارس سره په سلا او لاس يو کولو د زمان شاه پرضد توطيې پيل او عملي ګامونه پورته کړل.  د هغوى په لاس کې پرته پلمه د روسانو له تيري څخه د هند خوندي ساتل وو.  د پرنګيانو او تزاري روسيې په دې سيالۍ کې د افغانانو په کور کې کورګي جوړ شول؛ هيواد يې تر بيلابيلو نومونو لاندې ورڅخه پريکړل شو، حاصلخيزې ځمکې يې ورڅخه وشلول شوې، سمندر ته لار ورباندې وتړل شوه او لدې کبله لرې او نږدې ګاونديو ته محتاج پريښوول شو. 
 
امير عبدالرحمن په تاج التواريخ کې خپلو اخلافو ته سمندر ته د لارې لرلو لپاره د اړينتوب او په افغانانو باندې د پرنګي په نارواو اوږدې خبرې کړې او غليم ته د خپلې خاورې په اړه د عجز لاس وړاندې کوي وايي: ".. براى ترقى تجارت و تمول مملکت ... افغانستان بايد به درياى محيط دسترسى داشته باشد ... زاويه جنوبى و مغربى افغانستان به ګوشه خليج فارس و بحر محيط هند خيلى نزديک ميباشد.  يک قطعه زمين کوچکى مسطح  و مرتفع بين نقطه مذکور و دريا و قندهار و بلوچستان و ايران و بندر کراچى مى باشد ... اگر دوستى که حالا بين دولت انگلستان و افغانستان مى باشد محکم تر و يک جهت شوند و انگلستان به افغانستان اعتماد کامل (!) حاصل و بخواهند افغانستان را سد محکمى بين روسيه و هندوستان بسازند، به جهت انگلستان خيلى سهل است که اين قطعه زمين را به دولت افغانستان به عوض خدمات آن يا به عوض قطعه زمين ديگرى به عوض امتيازى بدهند ... و به جهت اين امتياز (افغانستان) هرگز حق شکر گذارى دولت انگليس را فراموش نخواهد کرد.." (!!)
 
ګوره چې د افغانانو پرمرۍ چا او څه وخت چاړۀ ايښوولې وه.
 
په دې لوبه کې وروسته ورباندې له شمال څخه د تزاري امپراتورۍ ښکيلاکي سيلاب او بيا د کمونيزم نظرياتي توپان ښکته راروان و.   د شلمې پيړۍ په اتياومو او نوييمو کلونو په بهيراو د يوويشتمې پيړۍ په پيل کې په افغانانو تپل شوې جګړې هم د هماغو جګړو کړۍ وه چې زموږ پر هيواد باندې له دوه نيمو پيړيو څخه په اوږده موده کې په بيلابيلو بڼو تپل شوې وې.  او همدا جګړه وه چې د مرحوم محمد داودخان په حکومت کې توده او د ١٩٧٨ کال د  خلقي کودتا په نتيجه کې په اور بدله کړل شوې وه.
 
افغانستان يو غرنى هيواد او د استاد علامه عبدالحى حبيبي په وينا د "دوه مدنيتونو او دوه فکري ډولونو- هندي او ايراني- او درۍ لويو هيوادونو- هند، ايران او ماوراالنهر- په منځ کې پروت دى" نو د خپل دې ستراتيژيک موقعيت له کبله د تاريخ په اوږدو کې د تاړاکګرو ځواکونو د جګړې ډګر ګرځيدلى دى.  "پر دې اساس کله چې د نړۍ نيوونکو او فاتحانو له دې خاورې سره سروکار پيدا شوى، د خلکو له ټولنيز خوى او د پوړيو د عيني او قانوني توازن له نښتوالي څخه يې ګټه پورته کړې او د هغوى په منځ کې د توپير د راپورته کولو او کورنيو جګړو ته د لمن وهلو له لارې يې ددې ولس ملي ځواک کاواکه کړى او زموږ ټولنيز خاصيتونه يې زموږ پر ضرر کارولي دي.  له همدې کبله ده چې په عين حال کې چې له بهرنيو امپريالستي لاسونو څخه ګيله کوو، له ځان سره دا بايد ووايو چې:
 
آتش به دو دست خويش در خرمن خويش
چون خود زده ام، چى نالم از دشمن خويش
 
له دې ټولو ترخو واقعيتونو سره- سره، تر ټولو اړين واقعيت دا دى چې موږ بايد ټوله پړه د پرديو په اوږو وانه چوو او خپل ځان له دې لارې، چې تر ټولو نورو اسانه لار ده، تبريه نه کړو. بايد ومنو چې زموږ په هيواد کې د بهرنيانو توطيو، تيريو او لاس وهنو ته په لار برابرولو او ورونو پرانيزلو کې د افغانانو نخچ کيلييز و.  دا مو بايد په ياد وي چې په افغانستان کې د "ښي" او "کيڼ" افراطيت ترمنځ د لګول شوي اور په پاى کې افغانانو خپل شته وطن او لرغونى تاريخ د نشت له ګواښ سره مخامخ کړى و.  هيواد ته د بدمرغۍ  د راوړلو په ليار کې په اجنبيانو پورې تړلو ټولو ځواکونو ځانګړى رول لارۀ او هيڅ يوه يې هم  ځان بري الزمه کولاى نه شو.  که له يوې خوا د کمونيزم او "پرولتاري ديکتاتورشيپ" نظرياتي مُريانو، روسانو ته د هيواد د دروازو کيلۍ په لاس ورکړې وې، نو له بلې خوا د اسلام تر نامه لاندې دافغانانو ځان توږلي مشران، قوماندانان او رياکار لوى او کوچني تنظيمي پلويان يې زموږ پر هيواد باندې له خپلو او پرديو داړه اچوونکو سره مل وو. 
 
په نظرياتي توګه د افغانستان د کيڼ او ښي افراطيت ترمنځ خورا زيات ورته والي موجود و.  افغان چپيانو د هيواد سياسي لنګر افراطي کيڼې خوا د کمونيزم او روسانو په ګټه کوږ کړى و؛ او تنظيمي چارواکو بيا هغه د اسلام په جامه کې د پرديو افراطي نظرياتو پر ګټه واړاوه.  دواړو خواو يې له افغان ولس سره په مشابه ډول چلند کاوۀ.  که کمونستانو هر يوه افغان ته د "تنګ نظر، فيوډال او د کارګرې طبقې د غليم"  په سترګه کتل، نو په مقابل کې يې د اسلامي حکومت مدعيانو پر هرچا،  چې د دوى تنظيمي انډيوالان نه وو، د "کافر او مباح الدم" فتواوې ورکولې.  دواړو خواو د دولت اډانه له بيخه ويجاړه کړې وه.  د مجربو او مسلکي کارکونکو پرځاى يې د خپلو ګوندونو او تنظيمونو غړي چې د دولت د ادارې په الفبا هم خبر نه وو، ټاکلي وو.  که له يوې خوا کمونستانو، حتى د د وى د بهرنيو ملاتړو د سلا پرخلاف، په قدرت او د پريکړو کولو په پروسه کې نور هيوادپال ځواکونه ورسره ځاى نه کړل، له بلې خوا تنظيمي مشرانو قدرت ته له رسيدو وروسته له هغوى هم يو ګام پرمخ تللي وو او له تنظيمي او ځانګړيو تړاونو پرته يې د هيواد وګړيو ته د هيڅ ډول حق ورکولو اراده نه لرله، د جماتونو په ګډون يې د کابل ښار له بنسټ څخه د ايستلو فتواوې ورکړې وې.  د هغوى په نظر له کابل څخه د کمونيزم او کُفر بوى پورته کيدۀ نو بايد ويجاړ شوى واى.  دواړو خواو د عامه اذهانانو د يوې خورا کوچنۍ برخې استازولي کوله او له همدې کبله يې مشروعيت نه لارۀ.  که په لومړي سر کې يې د خلکو له خوا ملاتړ هم کيدۀ، خو د ځواک له غصب څخه وروسته يې ډير ژر اصلي څيرې څرګندې شوې او خلکو ورباندې د بُطلان ډير غټه کرښه وايستله.  دواړه نظرياتي ډلې، چې د ١٩٦٠ کلونو  د ديموکراسۍ په موده کې منځ ته راغلې وې او وده يې کړې وه،  له بهر څخه خړوبيدې.  چپي افراطيونو له مسکو او بيجينګ څخه الهام اخيست او ښي اړخو د مصر له اخوانيانو، د سعودي له وهابيانو او د پاکستان له جماعت اسلامي او جماعت علماى اسلام څخه اوامر تر لاسه کول.   افغان شيعهګان د ايران په غيږ کې پراته وو.  سياسي ځواک ته د رسيدو په لار کې دواړو په ولس غولوونکو شعارونو لاسونه پورې کول.  کمونستانو د "خلکو" له حقوقو څخه د دفاع ټټر ډباوه  او تنظيمي سروالانو د "تر ستم لاندې اُمت" د دفاع غاړې وهلې، خو په واقعيت کې يې يوۀ هم په پرديو تورو او د پرديو پر بولۍ، نه د خلکو او خپل ولس له سرونو پريکولو څخه پرهيز کاوۀ او نه يې د هغوى رايې او فريادونه اوريدل.  کله چې خلقيان د سياسي قدرت پر ګدۍ کيناستل نو نه يواځې چې نورو سياسي ځواکونو ته يې د فعاليت اجازه نه ورکوله، بلکې پرضد يې هيڅ يوه کوچنۍ نيوکه هم نه شوه زغملى.  په همدې ډول کله چې تنظيمي ډلو د پرچم د وروستي واکمن له راپرځيدو وروسته په کابل کې قدرت ونيو نو نه يواځې يې "نا اسلامي تنظيمونو" ته د کار کولو او سا کيښلو اجازه نه ورکوله، بلکې په خپل منځ کې له يوۀ بل څخه د قدرت او حتى ژوند په غصب  کولو بوخت شوي وو.  له قدرت نيولو څخه وروسته د دواړو فريقو استبدادي څيرې بربنډې شوې.  کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ او د افغانانو خپلواکي عملاً پاى ته ورسيده، نو کمونستانو يواځې هغه څه کول او کولاى يې شول چې روسانو ورته ويل.  او په خپل وار تنظيمي مشران د پاکستان، ايران او عربستان د اوامرو تابع وو.  دواړو خواو د افغانانو ترمنځ د ايتنيکي، ژبنيو، سمتي او مذهبي شخړو اور ته لمن وهله او د هيواد مقدرات او راتلونکې يې له ګواښ سره مخامخ کړي وو.  ستمي کمونستانو د لينين د "مليتونو" کړنلاره په افغانستان کې پلي کول غوښتل او په نتيجه کې يې تر زياته حده د افغانانو دوديز يووالى له ستونزو سره مخامخ کړى و.  او همدې ستمي کړيو د تنظيمونو په چوکاټ کې لا يو بل ګام نور هم له هغوى څخه مخ ته پورته کړى و، او هغه دا چې ګرد  افغان ولس يې د مذهبي، ژبنيو او سکتريستي جګړو په سين  لاهو کړى و.  "د گلبدين حکمتيار او بُرهان الدين رباني؛ سُني سياف او شيعه مزاري؛ مسعود او هزاره ګانو؛ دوستم او نجيب او دوستم او مسعود" ترمنځ جنګونو د افغانانو هيواد د نابودۍ کندې ته نږدې کړى و. 
 
له کابل څخه هره ورځ د نويو سياسي ګوندونو اوسياسي ائتلافونو تاوده خبرونه خپرېدل. د دې نويو خوځښتونو توپير له پخوا سره دومره و چې دا ځل يې د سروالانو خولۍ بدلې شوې وې، له استثنا پرته د  هريوه پيلوند او پسوند د "عدالت" او ورته نورو توکيوسره يوځاى او د پخوانيو حزبونو سره چې هر يوه سره د "اسلامي" توکى موجود و، نور يې "نا اسلامي" اود غندنې وړ بلل، بشپړ توپير لاره. عجيبه دا وه چې دې ډلو پدااسې حال کې چې افغان ملت د خپل تارخ په خورا حساس پړاو او د مرګ و ژوند ترمنځ حالت کې لالهاند و، هيڅ کوم يو پروګرام نه لاره. نوره نړۍ د هرې ورځې له تيريدو سره بدليدله، خوافغان سياستوال په هماغو زړو  شعارونو شوند  واهه څاى پرځاى ولاړ وو.  
 
که په لنډه توګه دپورته ياد شويو ټولو علتونو ټوليزه راټوله شي، نو هغه به د اسلامي دولت د جوړولو مدعيانو او تنظيمونو په وينا او عمل، عمل او ايمان کې تضاد وي.  دا جوته خبره ده چې "بې عمله ايمان او بې ايمانه عمل" هغې شاړې او پرښينې ځمکې ته ورته دى چې د زړيو شيندل پکې د زرغونيدو له شونتيا څخه وتلي وي.  هغو چا چې ځانونه  يې د نبي (ص) "وارثان" بلل، د خداى د پيغامبر پر يوه عمل هم پل نه کښېښود (له ږيرې پرته)، او نه يواځې دا چې خپلې ټولنې ته يې داسې لارښوونه نه وه کړې چې د ښه او بد ترمنځ توپير وکړي او د يوه اسلامي دولت د اصولو د پلي کولو جوګه شي، بلکې په ډيرو مواردو کې يې د اسلام لارښوونې هم - که به يې په ګټه نه وې - له عام اولس څخه پټولې. 
 
د "ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش" تر سريزې لاندې د ګل پاچا الفت پر کتاب، چې په ١٣٨٤ (٢٠٠٥) کال کې د درييم ځل لپاره خپور شوى، د تقريظ په ٥ مخ کې ويل کيږي چې:  " په افغانستان کې تر اوسه چې د اسلام په باب په پښتو ژبه کې څه ليکل شوي اکثراً په فرايضو او واجباتو يا د دين د ارکانو په باب دي او د صالحو اعمالو په برخه کې په اجتماعي وجايبو او مکلفيتونو باندې څه نه دي ليکل شوي.  ځينې کتابونه داسې هم دي چې د آياتو او احاديثو ترجمه يې دومره مغلقه او پيچيده وي چې د جامعې ډير لږ خلک يوازې خواص يې په مطلب ښۀ پوهيداى شي او عام خلک ورنه بې برخې پاتې دي ... داسې کتابونه هم شته چې د يوې واقعې او مطلب په افاده او بيان کې د هغې واقعې په عملي روش يا تاريخي جنبې باندې چې د اسلام په صدر کې هم پيښ شوي وي او د حضرت محمد (ص) او د هغه د يارانو او اصحابو عملي تجويز او تصميم هم په هغه مورد کې معلوم او مشهود وي، څه نه وايي او جريان مجهول پريږدي."
 
په خپل وار تنظيمونو او د تنظيمونو غټو او وړو رياکارو پلويانو که څه هم د خداى په لار کې په جهاد کولو تظاهر کاوۀ، خو په عمل کې يې هغه ته توپيري او طبقاتي جامه ورکړې وه.  د بيوزله کونډې او بيکسه تنکي ځوانان به يې د پرديو د ګټو ساتلو لپاره د دښمن د ګوليو په سکروټو ورخيژول او د "شهادت مو مبارک شه" په اعزاز به يې نمانځل، خو خپل زامن، لوڼې او خپلوان به يې "کفري نړۍ"  ته د سيل، تفريح او تعليم لپاره استول.  دا ځکه چې د پرديو په چوپړ کې يواځې دوى خپل ځان د "اسلامي حکومت" د ادارې جوګه بالۀ.  دا کار د اسلام د پيغمبر او د هغه د صحابه له عمل سره، چې د اسلامي دولت د جوړولو مدعيانو يې د وکالت ټټر وهلى و، په تباين کې و.  رسول الله (ص) خو په عمل کې"په دسته جمعي چارو کې له نورو سره مساوي برخه اخيسته ... په غزاګانو کې يې عملاً برخه اخيسته او د جنګ په ميدان کې له هرچا نه زيات صابر و.  له شاقه خدماتو نه يې ډډه نه کوله او په معيشيت کې يې برخه له نورو نه خواره وه، خپل نفس يې ډير خوار ساتۀ، تن اساني يې پرځان حرامه کړې وه، پر داسې فرش به څملاستۀ چې تغمې به يې ددۀ په مبارک وجود کې څرګندې وې.  د اوربشو په ډوډۍ به يې هم نس نه مړاوۀ او د ډير لږ وخت لپاره به يې هم په کور کې د دنيا مال دومره نه ساتۀ، چې موقتاً په بډايانو کې حساب شي.."
 
نو پداسې حال کې چې د جهاد يونيم مليون برحق شهيدان په خاورو کې پراته وو او وروسته پاتې کورنۍ - لوڼې، ميندې خويندې -  يې د بيکوريو او لوږې له بيشماره ستونزو سره لاس و ګريوان وې؛  د ملت له زړۀ نه راوتلي په لسګونو زره رښتيني غازيان، چې د وطن د ازادۍ په لار کې يې لاسونه او پښې له لاسه ورکړې وې لا هم په لرې وچو ډاګونو  او يا په خپل هيواد کې د يوې  وچې مړۍ ډوډۍ په ارمان وو، د تنظيمونو چارواکي، خپلوان او انډيوالان يې د قصرونو په جوړولو بوخت او له هر خپل او پردي سره يې د ملت پر سرونو معامله کوله.  له همدې کبله وو چې خپل ځانونه يې د بيساري ذلت کندې ته غورځولي وو، او زموږ ملت يې د لرې او نږدې غليمانو چړې ته پرېيښى و.
 
ګل پاچا الفت "د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش" په ٢٧ مخ کې ليکي چې: "رښتيانى ايمان او اسلام له خداى او رسول او في سبيل الله جهاد سره داسې ټينګه مينه غواړي چې نورې مينې يې په مقابل کې د وجود اظهار ونکړاى شي؛ ځکه الله تعالى فرمايي: "... که ستاسې  پلرونه، ستاسې زامن، ستاسو وروڼه، ستاسو ميرمنې، ستاسو خپلوان، او هغه مالونه چې پيدا کړي مو دي او هغه تجارت چې د بازار له سړيدو څخه  يې په ويره کې ياست او هغه استوګنځي چې خوښ مو دي، له پاک الله، له رسول الله او له في سبيل الله جهاد څخه محبوب دي؛ نو بيا د خداى عذاب ته سترګې په لار اوسئ."  توبه/٢٤
 
له هيواد څخه بهر هم ځينو د افغانانو پرضد پر خپله په هيواد کې د "صلح" تر عنوان لاندې زموږ د ننګيالي ولس پر سترګو د وړيو غوړول په خورا شدت سره روان وو. د افغان قاتلانو پر پلوي په لندن، واشنګټن او اروپا کې کنفرانسونه جوړيدل او د کشمير د ازادۍ لپاره له کشميري لاردانو سره پر تالي ناست وو. افغانان د خپل هيواد د سمبالولو جوګه نه وو او د پرديو مرستې او لاسنيوي ته يې شپې- ورځې تيرولې.  له ځان او جهان څخه  ناخبره ساتل کېدل.  په هيواد کې ملي شقاق او د پرديو په بيلابيلو لومو کې بنديدل له ځان او جهان نه د همدې ناخبرۍ نتايج وو.
 
پدې ځاى کې غواړم په ځانګړې توګه  د "خپلواک افغانستان" د متصدي او  ملګرو فعاليتونو ته يې پام راواړوم.  له شينوارى صاحب، چې پخپله نوموړى او ملګري يې د "پښتونستان" خبرې کوي، د افغان ملت پر خاوره د غاصب له رڼدېدو سره څه اړه لري؟ دا داعيه خو د ټول ملت داعيه ده، نه يواځې د شينواري صاحب او د ملګرو يې. ولي خان هم پدې خبره تل نيوکه کړې وه او په خپلو ويناو او ليکنوکې په جوته توګه وايي چې د پښتونستان دعوا خو موږ هيڅکله نه وه کړې، بلکې راباندې تپل شوې وه. پداسې حال کې چې پر  افغانانو دا نن ورځنى ناورين د "ډيورند لاين" پر لانجه روان دى او افغانان وژل کيږي، دا ډله دې سوچ وکړي چې هيڅوک هم د "پښتونستان" خبره نه کوي، افغانان له اموتر مارګلې د خپلو خاورو غوښتونکي او وارثان دي. شينوارى صاحب دې د سکايپ کانفراانس له لارې د ده د يوه اڼديوال (هغه ٥٤ کلن ځوان) خبره تشريح کړي چې ويل يې موږ نه غواړو چې پاکستانيان پر موږ حکومت وکړي)! ايا له پاکستانيانو څخه يې هدف څوک  وو؟  نو د "خپلواک افغانستان" متصديان کټ- مټ هغه عمل کوي لکه په تيرو تاريخي زمانوکې به هم د دې ملت د ويشلو لپاره داسې مدعيان پيدا کيدل. د داسې سکايپ کنفرانسونو په بهير کې شينوارى صاحب دا خبره هم کوي  چې، د پنجاب او پرنګي له سوچ سره سم چې ګواکې افغانان خو پر خپلوپښو د  دريدلوتوان نه لري، نو چاته به يې سپارو، هندوستان ته؟ دا هماغه خبره ده چې په لندن کې ناست پرويز مشرف او "پښتانه"  چوپړيان يې – د پنجاب ناجي کرکټ کپتان، عمران (پشمينه خان) او جمعه خان يې هم کوي. مشرف هم وايي چې له سيمې څخه د  بهرنيو ځواکونو له وتلو څخه وروسته به افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ مقابلې ته خوشى شي!  خو د شينواري صاحب په شمول ټول بايد پدې پوه شي چې د ٨٠ مليوني افغان ملت شمزۍ نه دومره کمځواکه اونه دومره کږه ده چې خپل ځان ونه ساتلاى شي.  احمدشاه ابدالي جرګه به په ټول قوت د داسې خوځښتونو پرخلاف مبارزه وکړي. دا  د ٨٠ مليونه افغان ملت د برخه ليک مسئله ده او پر هغې به هيڅوک له هيڅ چا سره معاملې ته پرېنښوول شي. ان شا الله
 
يا ربه توفيق!
غلام محمد زرملوال