
په ايمان سينګار ويښ افغان نسل ته پيغام
احمدشاه ابدالي جرګه
د ځوان افغان نسل ننګياليو خويندو وروڼو!
د افغانانو تاريخي قاتلان وپېژنئ
له خپل ناموس او مقدساتو څخه د دفاع په ليار کې د افغان ننګيالي ملت د ولس او خاورې غاصبانو پنجابي پوځ او بيروکراسۍ تر پښو لاندې ځمکه په تبۍ بدله کړئ
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
څلورمه برخه
د جلال اباد له جګړې څخه وروسته، چې په لويديزو کړيو کې د "لويې غوليدنې، سترې ماتې او غلطې محاسبې" په نومونو ونومول شوه، داسې فکر کيده چې ګوندې وضع د بدلون په حالت کې وه. خو داسېې نه وه. واقعيت دا و چې ددې ناولې لوبې هر پړاو او هر ګام مخکې له مخه ګڼل شوي وو اويوپر بل پسې پلي کيدل. له يوې خوا د امريکا پر حکومت د هغه هيواد کانګريس زور اچاوه چې د افغانستان او د افغانانو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کاندي، برخليک دې يې د ګاونډيانو [پاکستان اوايران] لاسوهنو ته خوشى کړي او د لندن ټايمز په وينا، ".. د روسانو له وتلو سره د لويديز موخه تر سره شوې، نور دې د افغانستان په قبايلي ټولنه کې د حکومت پر جوړونه وخت نه ضايع کوي."
داسې يونظر هم موجود و چې د افغانستان پر اړه د سپينې ماڼۍ کړنلاره يوه نوي پړاو ته ننوتلې وه. د ١٩٨٩ کال د جون مياشتى په ٦ نيټه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د يوې مقالې په ترڅ کې وليکل چې ".. د بوش اداره د يوې نوې کړنلارې پر لور په روانيدو ده. هغه د افغانستان د جنګ د پاى ته رسولو لپاره په سياسي حل ټينګار کوي.." د سپينې ماڼۍ يو وياند وايي چې اوس ".. ددې وخت رارسيدلى چې [په افغانستان کې] موږ خپلې کړنلارې ته له سره نوې کتنه وکړو.." د نيويارک ټايمز مقاله ليکي چې د امريکا په پاليسۍ کې ".. دا بدلون (د هغه هيواد) په کانګريس کې د مجاهدينو لپاره دملاتړ د کمښت او د افغانستان په اړه د بينظير بوټهو د حکومت د راتلونکې کړنلارې له کبله رامنځ ته شوى دى.."
د ١٩٨٩ کال د جون د مياشتې د لومړۍ اونۍ په بهير کې د پاکستان صدراعظمې، بينظير بوټهو، واشنګټن ته سفر وکړ. نوموړې د خپل سفر په موکه د امريکا له ولس مشر، جيورج بوش، او بهرنيو چارو وزير، جيمز بيکر، سره وکتل. امريکا ته تر خپل سفر د مخه، بينظير بوټهو، په افغانستان کې د پاکستان د کړنلارې د ظاهري بدلون، خو په واقعيت کې د نويو سياسي مانورونو د پيل پر لور خبرې کولې او يو څو "غوره ګامونه" يې پورته کړي وو: له جنرال ضيا څخه په ورپاتې شوې اداره کې يې د يو څه نسبي بدلونو د پلي کولو په ترڅ کې د آى اِس آى "سخت دريځ" مشر، جنرال حميدګل، ".. چې د مجاهدينو ټول مشران يې په جيب کې وو .."، له کاره ګوښه کړى و؛ او واشنګټن ته يې خپل اتباري سړى، ذالفقارعلى خان، د سفير په توګه ټاکلى و. نوموړى سفير لا پخوا په افغانستان کې د سولييز حل پلوي و او حتى په ١٩٨٤ کال کې يې "له کابل سره پر مخامخ خبرو" ټينګار کاوه. له انګريزي ژبې، "انډيپينډينټ"، ورځپاڼې سره له اسلام اباد څخه په يوه تليفوني مرکه کې ذالفقارعلى خان وايي چې: ".. له چريکانو څخه دا هيله نه شي کيداى چې له جنرال نجيب او لا په کابل کې له نورو لوړرتبه کمونستانو سره خبرې وکړي ... خو که چيرې نجيب خپل ځاى په اروپا او امريکا کې اوسيدونکو بې پرې کډوالو ته پريږدي او که چيرې له حکومت څخه د کمونست ګوند سرسخته غړي ګوښه کړاى شي، نو بيا چريکان کولاى شي چې له کابل سره د ټول ټاکنو پر اړه خبرې وکړي.." يو لړ شواهد ددې ښکارندوى وو په "امريکا او اروپا کې ميشت بې پرې کډوال" د افغانستان د حل لپاره د يوه اتباري بديل په توګه منل شوي وو او د ليارو چارو موندلو په لور يې فکر کيده. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، صاحبزاده يعقوب خان، چې د افغانستان پر اړه د جنرال ضيا د "سخت دريځو" کړنلارو پلوي نه و، د واشنګټن له غونډې څخه وروسته د وينا په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې د پوځي حل "خوښوونکى نه دى".[1] او په هغه هيواد کې دې د قدرت "په سولييزه ليږدونه کې دې امريکا مرسته وکړي.."
خو د بوټهو دا ظاهراً خپل کړى دريځ د ډيرې مودې لپاره پرځاى پاتې نه شو. سي آى اَى او د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې ځينې کړيو نيت لاره چې په افغانستان کې ".. مجاهدين جګړې ته چمتو وساتي." له همدې کبله و چې بوټهو هم، چې په خوله يې د سولې خبرې کولې، په عمل کې هغه څه کول چې د واشنګټن له خوا ورته ويل کيده. د جون د مياشتې په ٨ نيټه د امريکا کانګريس ته د وينا په ترڅ کې يې وويل چې ".. پاکستان او امريکا مانوي او سياسي ملګري دي ... امريکا بايد د بيصبرۍ له کبله د افغان مجاهدينو داعيه خوشې نکړي .."
د پاکستان صدراعظمه، بينظير بوټهو، او جيورج بوش موافقې ته ورسيدل چې په افغانستان کې "دوه اړخيزه کړنلاره" تعقيب کړي: له يوې خوا مجاهدينو ته د وسلو ورکولو ته دوام ورکړي او له بلې خوا "د امريکا او پاکستان په شرايطو" د سياسي حل په خبرو هم خبرې وکاندي. سپيڼه ماڼۍ چمتو نه وه چې "... له خلق ګوند سره، تر هغه پورې چې د مجاهدينو لپاره پرانستې پوځي لار موجوده وي، د خبرو کول وهڅوي.." دا ځکه چې "مجاهدين له کاواکه دريځ" څخه بايد له کابل رژيم سره خبرې ونکړي. ".. د امريکا په باندنيو چارو وزارت کې د نږدې ختيز بيورو په افغانستان کې د هغه هيواد د روانې کړنلارې د بدلون مخالفه وه." له همدې کبله مجاهدينو ته د "يوه بل جنګي موسم" موکه هم ورکړ شوه چې ځان ثابت کړي.
د همدې موخې لپاره و چې د افغانستان مهاجرين بيا خپلو کورونو ته له ستنيدو څخه منع کيدل. يوه امريکايي ورځپاڼه، فلاډلفيا انکوايرر*[2]، له پيښور څخه په يوه راپور کې ليکي چې د مهاجرينو ګڼ شمير کورنۍ په افغانستان کې خپلو کورونو ته د ستنيدو په نيت پولې ته روانې دي: ".. خو مجاهدين وايي چې ددې کورنيو نارينه د ننه د جنګ لپاره د تللو اجازه لري او ښځې او ماشومان بايد بيرته پاکستان ته ستانه شي.." ورځپاڼه په دې اړه بيا ملګرو ملتو د مهاجرينو د ادارې، يو ان ِاچ سي آر*، د ناخوښۍ ښودلو پر هکله د هغه سازمان د مامورينو له قوله زياتوي چې: "... موږ پدې عقيده يو چې د مهاجرينو ازاد تګ راتګ خورا ضروري دى. د هغوى مخه بندول د ملګرو ملتو له اصولو څخه بربنډه سرغړونه ده.."
د سي آى اَى له خوا نور "سټينګر توغندي" هم پاکستان ته رسيدلي وو چې د افغانستان پرضد ".. د تعرض له پيل سره سم به ډګر ته واستول شي. او پردې سربيره ".. (د کابل) رژيم ته د سخت ګوزار ورکولو په مقصد ١٢٠ ملي متري هاوانونه، خاصې ګولۍ او غونچه يي بمونه*.." تيار شوي وو. د دې "جنګي موسم" د جګړې د لګښت په هکله هم پوره تيارى نيول شوى و. دې لګښت ته د مټې ورکولو پر لور، چې پکې د امريکايانو خپله ونډه ".. د ١٩٨٩ کال لپاره شپږ سوه مليون ډالره اټکل شوې وه، سعودى عربستان چمتو و چې د هغه هيواد (امريکا) ډالر په ډالر مقابله وکړي.."[3]
د دې پروګرام د پلي کولو لپاره ".. يو پاکستانى پوځي پلاوي واشنګټن ته پټ سفر وکړ چې د ١٩٩٠ کال په پيل کې د بريد (( يو عملياتي پلان)) چمتوکړي. پدې پلان کې به د حکمتيار د لښکر ايثار په بڼه جوړ شوي يوه دوديز پوځ ته مرسته ورکول هم شامل وي. خپلو موخو ته د رسيدلو پر لور، پاکستاني استخباراتو دا مليشا ځواک په پښو درولى و، توپونه او ترانسپورت يې ورکول چې په شمال کې له نامنظم مليشايي پوځ سره سيالي وکړاى شي. د حکمتيار پوځ د آى اِس آى په ملاتړ په پاکستان کې د اخوان المسلمين د شبکې په يوه داسې خورا ځواکمن پوځ بدل شوى و چې نه يواځې يې په افغانستان کې عمليات تر سره کول، بلکې په زياتيدونکې کچه په کشمير کې هم په جګړه کې ښکيل و. په اسلام آباد کې د سي آى اَى ادارې د هماغه [١٩٩٠] د ژمي په اوږدو کې د افغانستان پر لويو ښارونو او لارو د بريدونو په پلان کولو کې مرسته کوله. د دې پلان په جوړولو کې آى اِس آى هم شامل و، خو سي آى اَى له خپلو سري او د ځانګړو شبکو له لارې د قوماندان مسعود په شمول د يوه شمير کيلييزو قوماندانانو پر مټور کولو لګيا وه ... هماغه ژمى مسعود د سي آى اَى په پلانونو کې مرکزي ځاى لاره. د جنورۍ په مياشت کې [د سي آى اَى يوه مشر)، ګاري شروين، پيښور ته سفر وکړ چې له مسعود سره د يوې خوندي راديو له لارې خبرې وکړي چې د نوموړي د ورور، يحيى، له خوا تامينيدله. شروين له مسعود څخه غوښتنه وکړه چې له شمال څخه کابل ته راغزيدلې د سالنګ لار پرې کړي. مسعود د دې کار لپاره پينځه لکه ډالر وغوښتل او شروين دا پيسې د هغه د يوه ورور له لارې د ١٩٩٠ کال د جنورۍ په ٣١ نيټه ور ورسولې.."[4]
له واشنګټن څخه د جولاى په ٥ نيټه احمد رشيد په يوه راپور کې ليکي چې د ".. بوش په اداره کې لوړ پوړي چارواکي وايي چې مجاهدين لږ تر لږه د دريو افغاني ښارونو- خوست، ګرديز او جلال اباد- د نيولو لپاره د بريد تيارى نيسي ... د امريکا په کانګريس [ولسي جرګه او مشرانو جرګه] کې د مجاهدينو څو کيلييز ملاتړي به په پاکستان کې وي چې د جګړې څارنه وکړي ... سي آى اَى به، په ځانګړې توګه د سټنګر توغنديو د ويشتلو په برخه کې، تر هر بل وخت د مخه پدې بريد کې غوره ونډه لري.."[5] د همدې راپور په وينا د پاکستان پوځ او جاسوسي سازمانونو، په ډګر په افغانستان کې د مخامخ مداخلې خبرې کولې. که څه هم بوټهو د مخامخ لاسوهنې پلوي نه وه، خو د هغه هيواد ".. پوځ او بنسټ پال ګوندونه پدې عقيده وو چې پاکستان بايد د چريکانو په پلوۍ پوځي مداخله وکړي.." برتانيا او امريکا د پاکستان له نيت سره همغاړې وه. يو امريکايي مامور وايي چې: ".. زه د پاکستان پوځي مداخله نه شم ردولاى. که چيرې د نجيب الله وضع د ناهيلۍ کچې ته ورسيږې، نو نوموړى به د موضوع د نړيوال کولو هڅه وکاندي او د شوروي د نورو مرستو غوښتنه به وکړي.."[6]
پدې توګه لندن او واشنګټن غوښتل چې په افغانستا کې د ١٩٧٩ کال د دسامبر (غبرګولى) له مياشتې د مخه حالات بيا وزيږوي.
[1] Robert Pears, 'International Herald Tribune', 6 June 1989
[2] (*) Philadelphia Inquirer (*) UNHCR
[3] "… Saudi Arabia was expected to match dollar for dollar the US aid, estimated at 600 million dollars budgeted for 1989…", 'The Independent', 20 June 1989 (*) Cluster Bombs
[4] "… A Pakistani military team traveled secretly to Washington to lay out an "Operation plan" for an early 1990 offensive. The plan would include support for a new conventional rebel army built around Hakmatyar's Lashkar-i-Isar, or Army of Sacrifice. Pursuing its own agenda, Pakistani intelligence had built up this militia force, equipping it with artillery and transport, to compete with Massoud's irregular army in the north. Hekmatyar's army was becoming the most potent military wing of the ISI-backed Muslim Brotherhood networks based in Pakistan – a force that could operate in Afghanistan but also, increasingly in Kashmir.
The CIA station in Islamabad helped that winter to coordinate broad attacks against Afghanistan's major cities and roads. Some of the planning involved ISI, but the CIA also reached out to its secret unilateral network to build up key Afghan commanders, including Massoud. Massoud figured centrally in CIA's plans that winter. Schroen traveled to Peshawar in January to talk to Massoud on a secure radio maintained by his brother, Yahya. Schroen asked Massoud to cut off the Salang Highway as it entered Kabul from the north… Massoud negotiated for a $500,000 cash payment, and Schroen delivered the money to one of Massoud's brothers on January 31, 1990…", Steve Coll, 'Ghost Wars', pp210-211
[5] "… Highly placed sources in Bush administration had said that the mojahedin were planning an offensive against at least three Afghan cities: Jalalabad, Khost and Gardez. A number of key mojahedin supporters from Capital Hill will be in Pakistan to monitor the war… The CIA will have much more leverage over the offensive than it had ever before, especially in the distribution of Stinger Missiles…",Ahmad Rashed, 'The Independent', 5 July 1989
[6] "… I do not rule out Pakistani military intervention. If Najibullah's position becomes disparate he will try to internationalize the conflict and drag in more Soviet support…"