بی خونده خبری(۳۵): شیری الرحمان، قلعه اسلام کا نیا سفیر!!!

 
وسیم سجاد، کابل
نومبر۲۰۱۱،۲۶
شیری الرحمان په امریکی کی د پاکستان نوی سفیره ده چی د حسین حقانی ځای ناستی یی هم بللی شو!!! شیری الرحمان یوه ورځ وروسته له هغی چی حسین حقانی خپله کتبی استعفی لیک تسلیم کړ، دی لوړ مقام باندی فایزه شوه چی ډیری ډیپلوماټیکی کړی خولی ویتی کړی.
 شیری الرحمان نری شونډی لري، خپله هم نری ده او بیخی سمارټ اینډ سلیم. دا د بی بی شهیدی!!! همکاره پاتی شوی او دهغی د مقاومت ملګری!!!
یو وخت ګرمی اوازی وی چی زرداری به ډیر زر شیری الرحمان د بی نظیری پرځای د خپل خوب- تخت لپاره نامزد کړي خو بیا دا ډول خبری په خاموشی بدلی شوی!!!
شیری الرحمان د زرداري چی جیو تلویزون یی زورداري بولي د حکومت پرمهال د اطلاعاتو وزیره وه چی په جیو او نورو رسنیو باندی د حکومت د بندیزونو له امله یی استعفی وکړه. شیری الرحمان داسی څوک نه ده چی د دتعارف اړتیا ولري؛ تاسی به یی په فیسبوک کی ویډیو کلیپ لیدلی وي چی وزیر اعظم ګیلانی یی په تی لاس وهي.
شیري د نن ورځی په تول پوره ده: ښه ملا!!! شنډی!!! مار ته ورته زلفی!!! نخری، انګریزی او د بی بی شهیدی سره د مقاومت شالید!!! همدا ډول امریکایی-پاک نوم: شیری-الرحمان!!!
دا ټول چی سره یوځای شي نو بیا یی د چا پلار هم نشي ردولی. شیری بی بی د پاکستان د پارلمان غړی ده او قانونی ډول باندی، دا یی حق نه کیږي چی په دی پوست تعین شي ترڅو استعفی ور نه کړي.
محمد اظهر صدیقی، یو پاکستانی وکیل په دی اړه قانونی کیس هم کړی دی چی ګورو څه به کیږي.
شیری خانم د زرداری وطنداره سندهۍ ده او مور یی دپاکستان د مرکزي بانک لومړنۍ ښځینه معاونه پاتی شویده. د سسیکس پوهنتون څخه یی  په سیاسی چارو کی لوړی زده کړی ترسره کړیدي او په ژورنالیستیکو پوستونو یی د اوږده عمر لپاره کار کړی دی. شیری الرحمان د خپلو ژورنالیستیکو کارونو په خاطر ایوارډونه ګټلي دي.
شیري د پاکستان دسری میاشتی ریسه هم پاتی شوی؛ د حنا ربانی کهر له وزیر کیدو مخکی داسی هم ویل کیدل چی کیدای شي شیری د باندنیو چارو وزارت په ګدی کیني خو د ربانی کهر ښکلا دا هر څه په صفر کی ضرب کړل.
ګومان نه کیده چی شیري به ددغه پوست لپاره ګرمه کاندیده وي. ډیر ګرم کاندیدان د بهرنیو چارو وزارت معین سلمان بشیر او یو بل تقاعدی فوځي اظهار الحق وو خو د شیری زلفو هر څه ته غوټه ورکړه.
په ۲۰۰۹ کال کی د زرداری او شیری ترمنځ د رسنیو په سر لانجه راغله چی په ټس کی شیری استعفی ته مجبوره شوه. دا چی څنګه دومره لوی پوست ته دا په ناڅاپي ډول کاندیده شوله نو د ګیلانی رول او له فوځ سره ښی اړیکی نظر انداز کیدای نشي. د ددی په تعین کی د ګیلانی، لومړي وزیر او فوځیانو لاس اوږد بلل شوی؛ او باید وي چی په تیو لاس وهي نو جبرانوي به یی!!!
د شیري په دی پوست تعینیدل مولوی فضلو، سمیع الحق او قاضی حسین احمد ته د زړی له کومی مبارک باد وایم، که زمونږ ملایان په دی بارزو نقطو پوهیدای نو هم به یی په دنیا حوری کولی او هم په اخرت. هم به امریکا خوښه وه او هم به یی حکومت باقی پاتی وو. عقل افغان پسان میاید!!!
شیری رحمان د توهین رسالت مسودی په ملاتړ کی هم ده. د پنجاب پخوانی والی سلمان تاثیر او د اقلیتونو وزیر شهباز بهټي
هم د ورته ملاتړ له امله  دخاورو خوراک شول. پاکستاني چارواکی غواړي چی داسی یو څوک د امریکی لپاره وټاکي چی:
۱.هم ددوی په ملاتړ کی وي
۲.هم کور دننه له ورته پيښ-ډار څخه بچ شي
۳. هم یی د فوځ سره اړیکی ښی وي
دغه دری شرایط او کوایف یواځی په شیری رحمان کی دوی موندلی شول او بس خو په یاد ولری چی اعلاناتو کی دری شیان د جذب او جلب صلاحیت له ځان سره لري:
الف: ماشومان
ب: واړه حیوانات
ج: سیکس
اړیکو کی هم دغه اخری ټکی د ګټلو او منلو دی. د امریکی د باندنیو پخوانی وزیری کوڼډلیزا رایس چی کوم کار کولای شو، شونډو کولن پاول نشو کولی. توری کونډی خو زمونږ کوچی قضافی هم ولړزاوه. یوه ورځ یوی جلکی زمونږ فینانس منجر ته زما په حضور کی یوه بودیجه وړاندی کړه او هغه ورته عندالموقع لاسلیک کړه؛ وروسته زمونږ د اداري ملاتړ عمومی منیجر راغی او ورته ویی ویل چی دغی جلکی ته دی دهغی بودیجه ولی لاسلیک کړی هغه خو غلطه ده. پوی شوم چی د جلکی زلفو د منیجر زړه وړی او قلم یی بی له کوم فکره په بودیجه کی ورته وهلی!!!
په اړیکو کی باید تل له ښځو کار واخیستل شي ځکه چی ښی اړیکی تامینولی شي. زمونږ خو یی چشماټو راوستلی، هلکه شکریه بارکزی را وړاندی کړی چی څنګه اړیکی درته تامینوي. لږ له عقله کار واخلی!!! د ښځو زور هیڅوک هم نه لري او مُلا یی خو غلام دی. کوم خوند چی خدیجه کی ده، نه په قدری نه په شرح وقایه کی!!!
خدیجه د شرحی وقایی خوند وړلی شي نو مشر ملا صاب ورته څه شی دی؟ او بیا چی د شکریی غوندی مال وي نو...
هیله ده چی شیري الرحمان به د فوځ او ملکی حکومت ترمنځ ښه ارتباطي پول وي او هڅه به وکړي چی د امریکی او پاکستان ترمنځ اړیکی نرمی او ګرمی کړي خو ځان به پکی خراب کړي!!! په یاد ولری چی شیري الرحمان تراوسه د ویشتو نه ده یعنی شپیته کلنه شوی نه ده. دا مهال په ۵۰ کی چلیږي!!!
مونږ یی ښه غواړو!!!
leekwal@yahoo.com