
د اندونيزيا په لوېديځه (جاوه) کې داسې هرمونه موندل شوي، چې د لرغون
پېژندونکو په اند ښايي د مصر تر هرمونو هم زاړه وي. د هغو ازمويښتونو له مخې چې د
دغو هرمونو پر کاربن ترسره شوي ، داسې ښکاري چې زړښت يې د مصر تر هغو ډېر دی.
د مصر درې ګوني هرمونه د نړۍ تر ټولو لوی او پخواني
هرمونه ګڼل کېږي، چې د شلو کلو په موده کې له ميلاد څخه 2560 کاله وړاندې جوړ شوي
دي.