
څلور ورځنى
دوديزه لويه جرگه د شنبې په ورځ پاى ته ورسيده ماته دا سهولت ترلاسه وو چې د جرگې
ټول جريان مې ژوندى وڅاره، جرگې ٧٦ مادى يو پريکړه ليک تصويب کړ چې د مشورى تر
عنوان لاندې وو-
د جرگې په
شروع کې ولس مشر او مجددى صاحب خبرى وکړې په ډير وضاحت يې وويل چې دوه خبرى دي يوه
د امريکا سره ستراتيژيک تړون، نظام اډى او بل د طالبانو او نورو مخالفينو سره خبرى
اترې او روغه جوړه – پدې هکله دواړو خپل نظرونه هم واضح کړل ، دواړو
وويل د امريکا سره هم ستراتيژيک تړون ته اړتيا ده او هم د امريکا نظامي اډى زموږ
په خير دى ځکه پيسى به راکوى، اردو به راته مجهزه کړى او له پردې تجاوز څخه به مو
ساتى، حضرت صاحب خود پخوا په شان په ډير وضاحت سره پاکستان او د پاکستان د حکومت
استخبارات په گوته کړل چې که امريکا نه وى نو دا خلک بيا مونږ روغ نه پرېږدي.
دواړو وينا
کوونکو دا جوته کړه چې د امريکې سره تړون لازم او ضرورى دى او د دوى نظامى شتون ته
افغانستان اړ دي او دا يې د افغانانو مجبورى وبلله نو ځکه هم جرگه وال پوره يوه
شول چې چرگه توره خو هگى يې سپينى اوغوا هم زيړه خو شديى يې سپيني ) نو بيا خو به
خامخا اکثرو جرگه والو خپل بيانونه ويناگانې داسې تنظيمولى څه چې د هغه محيط او د
هغه ځاى د واکدارانو غوښتنه ده څه جرگه وال خو ړانده نه ول، د خيمى شاوخوا مسلح
قوتونه، ټول ارتفاعات امريکې او ناټو فوجونو اشغال کړي، ښه ټينگه تلاشى يې د راتلو
په وخت کې اخستل شوى چې د لنگوټى تلاشي پکې حتمى وه ، ځکه د لنگوټى څخه هغه بله
ورځ د استاد ربانې پرمخ گذار وشو پټکى خو اوس په کابل کې تر هر څه خطرناک شى دې
پخوا واسکټ وو او اوس بيا سپين پټکى خطرناک شئ بلل کيږي.
چې جرگه وال
دا هر څه وينى نو بيا خو به هرومرو هغه څهوايې چې په اول کې په گوته شوى او همداسې
وشول، عجيب او غريب جريان وو څلويښت کميټى جوړى شوى مشران يې څه ښځينه او څه
نارينه وټاکل شول خو فرق داوو چې د نارينوو په انډول د ښځينه مشرانو خبرې څه ناڅه
ټينگى وى او دا د افغانستان په تاريخ کې لومړى ځل وو چې د بيان په لحاظ زنانه تر
نارينوو د مخه وو.
يو سپين
لنگوټى، ملا صاحب ، چې ښه اوږده ږيره يې وه او ږېره يې تکه توره انگولى وه ، ځکه
بياخو په تلويزيون کې ښه نه ښکاريده، هغه يوه خبره په ډېر ډار ډار وکړه چې هر تړون
او پرېکړه چې کېږي نو په سر کې به يې بسم الله الرحمن الرحيم ليکل کېږي ماته د
کمونستانو هغه دور راياد شو چې د پوهنتون د محصلينو د اتحاديې د يوه تفاهم ليک په
سر کې يې بسم الله ليکل نه منل او بل دا چې ماته د حديبي د صلح هغه تړون
راياد شو ، چې د مسلمانانو له خوا په ليکل شوى تړون کې ليکل شوې وو چې د (محمد رسول
الله ص او د مکى د قريشو ترمنځ عهدنامه) چې د مکې مشرکينو ورته په کلکه وويل چې دا
ليکل ړنگ کړى اوداسې وليکي ( محمد بن عبدالله) مونږ خو هغه د الله د رسول په صفت
ندې منلى او حضرت سيدالمرسلين (ص) هم حکم وکړ چې څه چې قريش وايې همغسى وليکي
.
په سوچ کې
شوم چې آيا پر افغانستان د ترکيې په شان د مصطفى کمال اتاترک په څير دور راغلى چې
د هغه لعين حکم داوو چې نور به الله اکبر نه وايي آذان ممنوع دي او په عربى حروفو
ليک لوست هم د قانون څخه تيروتنه وبلل شوه، دا سپين پټکى ملاصاحب دومره وارخطا وو
چې که دا د کلميى ليکل ومنل شي، نور خو هسې هم کار لا دمخه تمام شوى، دا به هم ستر
کاروى بياهر يو د کميسون مشر خبرى کولى دا خو هر چا ويل چې ستراتيژيک تړون د
امريکا سره ضرورى دي او اډى هم زموږ په خير دى خو د خداى لپاره دا زموږ، ملى او
اسلامى شعايرو، ځمکنى تماميت ته لږ څه پام وشى يوازې دا آرزو لرو نور مې دخوله
ماته شي چې دا به وايم چې تړون نه منم او يا د امريکا نظامي اډى نه منم زه دومره
ليونى خو نه يم چې د منل شوى او پيل شوي عمل سره به مخالفت کوم دې ته وايي
زړورتوب، مېړانه او پښتونولى!
ځکه په پيل
کې ولس مشر صاحب ورته وويل چې ( مابشر هستيم و مثل بشر هم توافق را مى پذيريم و هم
حضور نظامى امريکائي ها را) خو بيايې ورپسې دا هم وويل چې ( شير شير است و لوکه پير باشد)
يعنى د ځوان او تکړه زمرى خبره يې بيرته واخستله، او خپل ولس يې زوړ زمرى وباله
هغه زوړ او انځور زمرى چې گيدړ خو لاڅه چې د پشو څخه هم بيريږى، رښتيا يې ويل هغه
کسان چې په خيمه کې ناست ول، هغه خو ډيرئ زاړه او ناروغ زمريان ول، پدې خبره کې
رئيس صاحب جمهور ريښتونى وو ځکه هغه ځوان تکړه او د تيزو پنجو واله زمريان خو په
خيمه کې نه وو هغه خو ټول په ځنگلونو او غرونو کې دى د علامه اقبال لاهورى شعر را
ياد شو :
نهنگى بچې
خود را چې خوش گفت
به دين ما
حرام آمد کِرانه
به موج آويز
و از ساحل بپرهيز
همه درياست
ما را آشيانه.
کله چې نهنگ
يا غټ ماهى د درياب څخه ساحل ته راشى نو هلاک کيږي نو ځکه هم نهنگ خپل بچى ته
نصيحت کوى چې گوره د بحر او سمندر ساحل ته ولاړ نشى هلاک به شى د چپو او امواجو په
مينځ کې اوسيږه. نو ځکه هم زمريان د دشتو او باغونو پر ځاي په ځنگلونو کې اوسيږي
او زمرى ته ځکه هم د ځنگل بادشاه وايي.
افغانان
رښتيا هم زمريان دى زمريان ول او زمريان به وي خو نه د کابل په هوټلونو او د جرگې
په خيمه کې.
آنکه شيران
را کند روبه مزاج
احتياج است
احتياج است احتياج.
بل اهم ټکى
داوو چې تړون له امريکا سره لاسليک کيږي، او پدې هکله مشوره غوښتل کېږي خو د تړون
محتويات نشته چې آيا امريکا څه غواړى او يا څه مني د تړون اصلي طرف خو امريکا ده
هغه واضح وايې چې دا اشد محرم اسرار دى يوازې دومره ووايې ستراتيژيک تړون مني او
که نه ستاسو يوازې هو او يا نه مونږ ته پکار ده !
ځينې د جرگې
غړي خو په دې هم قانع نه ول چې د امريکا لس کاله پاته کېدل دا ډېره لږه موده ده دا
موده خو کم له کمه دومره دې چې زما دا عمر په خوشحالي تير شي ولې پنځوس کاله او يا
ولى شپيته کاله نه وى چې نن بچې پيدا شي بيا ځوان شى او بيا زوړ شى بيا د هغه وخت
دا سره امريکايان ځي.
دا خو مې د
دوديزى لويي جرگې انځور وړاندې کړ اصلي خبره مې داده چې ماته خو د لسو کلونو لپاره
د ستراتيژيک تړون او د امريکايي اډو د شتون د منلو څخه سرو وينو بوى راځي او دا
ځکه چې :
هغه څوک چې
يا پوه نه وو او يا په تگ او تردېد کې ول چې گويا په ٢٠١٤ کال کې نور د امريکايانو
ټغر ټولېږي، هغه نور اقتصادى ستونځي لري او نور خپل وطن ته روان دى هغوى هم اوس په
ډېر وضاحت سره پوه شول چې امريکايان (دوستان امريکايي ما) نور ددې وطن څخه نه ځي
اوس نو ويده افغان را وېښ شو، مونږ خو بار بار ويل چې دا خلک نه ځي د ملک څخه نه
وځي، مونږ پوره خبر يو ډېرو عالي رتبه چارواکو هم مونږ ته ويلى خو چا دا خبره نه
منله. اوس پوره
وضاحت وشو چې مخالفينو به ويل چې تر څو يو امريکايي فوجى هم دلته وي نو جهاد به
جارى وي پدې خبره کې لوى وزن دى هغوى پوهېږي چې امريکا سره د نظامي اډو خبره مطرح
ده او د وتلو مفهوم يوازې دادې چې ځي او بيا به راځي .
يعنې يو زر
تنان به ځى او دوه زره به عوض راځى که د امريکايانو د وتلو خبره رښتيا واى نو پدې
خو خبرې کيدى شوي بيا خو مخالفين بايد جگړه د جگړې لپاره ونه غواړي په جگړو کې خلک
وژل کېږي جگړه خو مجبوريت دى څه خوشحالې خو نده.
زما په آند چې
پاور يې تيل وپاشل دا اور به نور هم خور شى دجگړې انگيزه به لا پياوړي شي او د
دنيا ځنيې لوي او واړه ملکونو به هم اوس د خطر زنگ په دواړو غوږو اوريدلي وي او
جگړې ته به په پټه يا بربنډه لمن وهي ځکه هغوي هم پوهېږي چې نظامي اډې خو به د
هندوکش او پامير په څوکي جوړي شي خو د بلاستيک ميزائيلو مخ به د هغوى خواته وي،
امريکا به زما په ټټر اډى جوړوي خو هدف به يې نور وي، گاونډې ملکونه چين او روسيه
د داواوري.
د افغانستان
ځمکه به تنور شي دا به دومره توده شي چې ډوډي به پرې پښيږي موږ خو هسې هم تباه
شوو، دا ديرش کاله تباه شويو اوس به ستاسو وار راځي.
د حکومت تر
اړخ به د امريکايانو بربنډ موازي حکومت جوړ شي، ټولې پريکړي به هغه کوي د سولې په
لار کې به خنډان اچوى ځکه چې سوله راغله بيا خو د دوي پاته کېدل توجيه او مبرر نه
لري – نه به په افغانستان کې په خپلو پښو ودرېدلي حکومت راشي او نه به
اداري او نظامي مستحکم نظام جوړ شي همدغه افغانى بى چاره په ،،،،،،،،،، او عسکر به
وي چې يوازې عادي ټوپک به يې پر مټ وى نه به هوايي او دفاع هوايي ځواک جوړ شي او نه به زموږ
ملک د ترقي، پيشرفت او سوکالى په لار روان شي بس د گوتو په شمار کسان به مزي کوى
خو د غلام په شان ژوند به تيروي چې وزير، رئيس او وکيل به هم د يوه امريکايي عسکر
په وړاندې به د توت اهميت هم نه لري نو ځکه مې هم دا دعوى ده چې د ستراتيژيک تړون
د منلو څخه د وينو بوي راځي. زما دا خبره او دعوى په احساساتو نښتې نه ده ښه په
عقل او هوس يې ليکم دا خوب ندې دا حقيقت دي، امريکايانو اوس د اږوده جنگ.
اعلان وکړ او
ددې اعلان تائيد يې هم له ٢٥٠٠ افغانانو څخه ترلاسه کړ اوس نو يوازې يوه لار پاته
شوه او هغه دا چې:
طارق چو
برکنار اندولس سفينه سوخت.
گفتند کار تو
به نگاه خِرَد خطاست.
دوريم از
سواد وطن باز چون رسيم
ترک سبب زروى
شريعت کجا رواست
خنديد و دست
به شمشير برد و گفت
هر ملک ملک
ماست که ملک خداي ماست
اوس نو د
حضرت طارق بن زياد (رض) په څېر خپلو کثيتو ته اور واچوي او بس.