پرونى مجاهد چې نن د صليبيانو په چوپړ کې دې: يو مخ او دوه څېرې

ليکنه : قطب الدين هلال
ډيرئ  مجاهدين، قوماندانان او د جهادى ډلو مشران د کمونيزم او د اتحاد شوروى د سرو لښکرو پر خلاف په مقدس جهاد بوخت ول، شعار يې ډير سپيڅلي او هغه يوازې اسلام او د کمونيزم او روسى اشغالگرو پر ضد جهاد وو نه يې دنيا مقصد وه نه يې کوم منصب ته پام ووهميشه به يې غوښتنه داوه چې زما مجاهدين به څه ډول مجهز شي او په څه ډول به دجهاد لپاره وسايل پيدا کړي په خپله هم قربانى ته چمتول ول او مجاهدين يې هم ډيرئ او بې شميره موجودول ښه مي په ياد دى چې يو ځل دورسک په کمپ کې يوازې د حزب اسلامى افغانستان په يوه وخت کې څلويښت زره مجاهدين ميشته ول دا يوازې مجاهدين ، مهاجرين خو په نورو کمپونو کې بسيا کيدل زه چې د حزب اسلامى په اډانه کې يو دفترى مامور وم چې کله د پل چرخى له زندان څخه را خلاص شوم او پيښور ته راغلم چې دا ١٣٥٨ کال وو نو د فقير آباد په دفتر کې مى د حزب د امير محترم حکمتيار صاحب حفظه الله تعالى سره ملاقات وشو هغوى په همغه اوله ورځ ماته د مجاهدينو داکمال چارى وسپارلى او په فردوس کې يې يو سلاح کوټ چې يوازې يوسل ميله (٣٠٣) ټوپک پکې وو ماته تسليم شول چې محترم حکمتيار صاحب په خپله هم هملته ميشته ول.
مقصد مې دادى چې زما هميشه د مجاهدينو او قوماندانانو سره سروکار وو د ټولو ولايتونو قوماندانان او تکړه مجاهدين مى ډير ښه پيژندل، د حزب څخه پرته مې هم د ټولو جهادى ډلو له قوماندانانو سره پيژندگلوى وه ځکه مونږ هره هفته د ټولو تنظيمونو نظامى شورى درلوده او شريک جنگى پروگرامونه به موجوړول د ټولو تنظيمونو نظامى مشرانو او کله کله به د قوماندانانو گډه جلسه هم کيده. ټول جهادي قوماندانان او نامى مجاهدين مى پيژندل چې اوس يې هم پيژنم چې ډيرى يې ژوندى دى او ځينى يې شهيدان يا مړه شوى.
ډير مشهور او تکړه قوماندانان زما دفتر او کله کله به زما کور ته هم راتلل او يوازې غوښتنه به يې داوه چې زما د مجاهدينو لپاره امکانات را پيدا کړه دادى د محترم امير صاحب ليکل مى هم راوړى دادى ساړه شو مجاهدين مې بوټ، جمپر نه لرى، اسلحه نه لرى او يا مهمات نه لرى. زه هم چې همدا دنده راته سپارل شوى وه او د ډير ستر اعتماد او باور څخه برخمن وم نو د هر مسلمان او يا نا مسلمان دروازه به مى ټکوله چې دجهاد لپاره څه را پيدا شى د خپلو مجاهدينو جهادى او جنگىکارنامى او برياوى مى په هر ځاى بيانولى ترڅو د کمک کوونکو مراجعو توجه راجلب شى کله به مو د خپلو مجاهدينو کرامات بيانول د نقشى او تختى پرمخ به مى د جهادى عملياتو تشريح کوله او مشيت الهى داسى وو چې هرڅه ډير وو د هيڅ شى کمى هم نه وو ترڅو داسى مرحله هم راغله چې د پک اپو لاريو، شتينگرو، بلوپايب  SAM-7 – ميلان او 75 mm, 82mm توپونو وار راغى او دا وخت بيا د کچرو او آسانو وخت تير شو، د نړۍ مسلمانانو د اسلام د حاکميت او د کمونستانو او روسى کفارو د شکست لپاره دا مرستى کولى چې غير مسلحو هم د خپلو ځانگړو موخو لپاره ښه پوره تعاون نه سپمولو.
ښکلى مجاهدين او قوماندانان ول چې سړى به يې مخ ته کتل نو په مخونو کې يې نورانيت وو ښکلى خو غريبانه لباس پرمخ ښکلى ږيره او وچې شونډى به يې زړه راښکونکي وى چې شهيدان شول هغوى خو اخروى بريا ترلاسه کړه، خو اوس ځينى داسې دى چې باور به دى رانشى چې دا هماغه پرونى مجاهد او يا قوماندان دى، څيره او قيافه بدله، ږيره نشته او که شته نو په صفر ماشين کارول شوى، خبرې يې له پرون سره غوڅ توپير لرى، د آزادى، ديموکراسى، پيشرفت، ماډرنيزم څخه غږيږى څه انگريزى الفاظ يې هم اوس زده کړى او د غربى اشغالگرانو او د صليبيانو په چوپړ کى دى. که ورځنى وپوښتى چې هغه ستا پرونى جهاد، هغه ستا پرونى د اسلام چيغه او هغه ستا د ملک د آزادى ترانى رښتيا وى؟ که رښتيا وې نو دا اوس ولى د صليبيانو ، اشغالگرانو او کافرانو سره يې ته خو چپ هم نه يې ناست د دوى په چوپړ کې يې د دوى سره اړخ په اړخ د مجاهدينو خلاف په ناروا جگړه بوخت يې، بس هغه چپ شي او يا څه احمقانه دلائل ووائى خو يوازې خپل ځان او خپل شيطان قانع کيدل غواړى لکه چې زما په آند پرونى ريا کار مجاهد وې هغه چې د خپلو وينو د توئيدو وروسته هم دوزخ ته ځى او دا د حضرت صادق الامين صلى الله عليه وسلم فرمان دى، خوږه پيغمبره رښتيا هم چې ريښتونى يې بس صحيح هغه دي چې تا ويلي!
يوه ورځ پرونى رياکار مجاهد او ننى صليبي چپړاسى د ماښام لمانځه ته د مخه شو ځکه دا خو اوس مشر دى والى صاحب دى او رئيس دى نو د سورة بقره آخرى آياتونه يې د امام په ډول په لمانځه کې قرائت کړل چې آخر يې (وانصرنا على القوم الکفرين) دى، چې لمونځ تمام شو يوه تن مقتدي ورڅخه تپوس وکړ تا خو لمونځ پردى دُعا تمام کړ چې (يا الله مونږ ته پر کافرانو بريا راکړه) دا کافران څوک دى؟ دا امريکايان او انگريزانو چې دلته راغلى او زموږ خلک وژنى دا کافران ندى؟ او که دى نو بيا زه او ته خو ددوي په چوپړ کې ولى يو؟ لکه چې په لمانځه کې مونږ د الله جل جلاله په وړاندې دروغ وويل! دروغجن امام ورته وويل چه هلکه بيا ته چيرى ملا شوى اوس ته راته مولنا جوړشوى ته په قرآن څه پوهيږى لکه چې د شمشتو يا اکوړى څخه راليږل شوى يې.
خو دده هير دى چې دې هم يو وخت په شمشتو،ورسک، جلوزو، کچه کړى يا ناصر باغ کې وو چې اوس ددى ځايونو پريادولو هم شرميږى دا خو شو ځينې پرونى رياکار مجاهدين او قوماندانان. د مجاهدينو او د تنظيمونو مشران هم په همدې نرخ وى ، الا ماشاء الله، زما په آند په ژونديو پرونى مشرانو کې يوازې يو تن مستثنى دى چې نوم سره يې هر يو اشنا دې او پرى الله جل جلاله خپل فضل او رحم کړى.
اوس به د دوى څخه وپوښتو تاسو ويل چې کمونستان او سره روسان او کافران راغلى جهاد او مقابله درباندې فرض ده، ستاسو ولس ستاسو خبره ومنله را اوچت شول، د تورى، تبر، بوتلى گرنټ او چخمخى ټوپک څخه يې په جهاد او مقابله پيل وکړ ترڅو الله جل جلاله د امکاناتو، فتوحاتو او بريا څخه برخمن کړل بيا دې مجاهد ولس خپل برخليک، د راتلونکى نظام جوړول، هم تاسو ته وسپارل تاسى خو نه اسلامى حکومت جوړ کړ او نه مو ددې مجاهد ولس برخليک وټاکه د دوى وينى مو په اوبو لاهو کړى دا خو لا څه چې نن د کفارو، صليبيانو او مشرکانو په چوپړ کې ياست د دوى خبره تاسو کوى، ستاسو د تائيد له وجي نن بيا د روسى کفارو پر ځاى غربى بي دينان په ولس بمونه اچوى او تاسو په کابل کې ورته من من چاغيږى اوس ښه شوه مزې تاسو کوى، هرڅه تاسو لرى او جگړه هم بهرنيان درته کوى. پرونى مشره تاته کفار وائى چې صرف غلئ شه تائيد وکړى او فتوى گانى ورکړى نور جگړه او د مجاهدينو وژل اوس زمونږ دنده ده، تاسو هم د خپلو راديوگانو،تلويزيونو او ورځپاڼو له لارى، همدا دنده په ډير ښه شکل ترسره کوى، نو زمونږ فتوى هم اوس داده چې ته پرونى ريا کار مشر وي او اوس دې اصلي څيره بربنډه شوه خو دا واورى که تاسو په تير جهاد پښيمانه ياست او اوس د بي دينانو حمايت کوي خو مجاهد ولس نه په تير جهاد پښيمانه دى او نه د ننې جهاد څخه ستړى شوي په هماغه پرونى احساس دا مظلوم ولس د جهاد لار يوځل بيا خپله کړي او يوځل بيا دا افغانى ولس د الله جل جلاله د يو بل آزمون سره مخ کړي او ستر رب تعالى د يوه بل سوپر پاور د ماتولو دنده ورته سپارلى ان شاء الله چې د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه وړاندوينه به رښتيا شي چې که دين غرونو ته هم پورته شى نو زموږ سره سړى شته ( لنا رجال من هاهنا) او حضرت رسول پاک صادق الامين صلى الله عليه وسلم د افغانانو د ټاټوبي په طرف اشاره کړې.
اوس هم لا وخت شته توبه شئ د صليبيانو ملگرتيا پريږدئ او د افغانستان د مجاهدينو او انقلابيونو په قطار کې ودريږئ خو گورى چې بيا به د مشرى دعوي نه کوئ اوس ستاسو څيرى داسې بربنډي شوي چې په غرونو هم نه پناه کيږئ او نه پټيږئ، يوازې د انقلابيونو په قطار کې شامل شئ چې دا به هم ستاسو د دنيا او آخرت بريا وي، دا د رب العزت وعده ده او دا ورځ به راځى.
(وما علينا الاالبلاغ)
د انقلابي مجاهدينو خادم