
وطن پلورني او وطن پلورو ته بايد نوي تعريفونه ولټوو!!
24-11-2011
حقمل
په مسخره او خندوونكې لويي جرگې كي د جرگې مشر وويل: ځيني موږ د وطن پلورو په نامه يادوي او دا لويه بې انصافي او لوى ظلم دئ، موږ وطن پلوري نه يو، د روسانو په ضد ما د جهاد فتوى وركړه او د انگرېزانو په ضد جهاد كي امان الله خان زما پلار ته د شمس المشائخ لقب وركړ!! له امريكا سره سټراټيژيك تړون زموږ په گټه دئ، دې كار ته گاونډيو اړ كړي يو!!
له دې به تېر شو چي د دې جناب ونډه د روسانو په ضد جهاد كي څومره وه او پلار ئې كله او له كوم هېواد او د چا په وينا افغانستان ته راغلى، آيا هغه د انگرېزانو په ضد جهاد كړى كه د جهاد په ضد ئې د انگرېزانو ملگرتيا كړې او پر افغانستان د انگرېزانو د تسلط په دوران كي د دوى له لوري له هند افغانستان ته راوستل شوى وو؟ خو دا منو چي نن د ده دريځ كټ مټ همغسي دئ لكه چي د انگرېزانو د سلطې په دوران كي د ده د پلار وو.
خبره دا ده چي وگورو وطن پلورنه څه ته وايي؟ آيا د كابل چارواكو ته د وطن پلورو نوم وركولى شو؟ آيا دوى كولى شي افغانستان وپلوري؟ له امريكا سره د سټراټيژيك تړون معنى څه ده؟ آيا دا تړون له هغه سره كوم توپير لري چي ببرك كارمل له شوروي اتحاد سره كړى وو يا يعقوب خان په گندمك كي له انگرېزانو سره؟ آيا دا تړون څه ارزښت لري؟ آيا د كابل د اوسنيو چارواكو او كمونيستانو تر منځ په وطن پلورني كي څه توپير شته؟
حقيقت دا دئ چي د كابل اوسنيو ذليلو چارواكو په وطن پلورني كي د ټولو مخكنيو وطن پلورو مخ سپين كړى، دوى د كابل له اشغال وروسته د اشغالگرانو په جهازونو كي كابل ته راوړل شوي، په كابل كي ئې د ځان ساتني لپاره هم په كوم افغان اعتماد نشو كولى، د كور او دفتر امنيت ئې د پرديو په لاس تأمينېدو، د هېواد زمكه او فضاء، سړكونه، دفترونه او زندانونه د اشغالگرانو په واك كي دي، د كابل لاسپوڅي حكومت د بهرنيو او كورنيو چارو وزيرانو له اشغالگرانو سره دا اسناد لاسليك كړي چي افغانستان ته د دوى د فوځيانو، وسلو، ټانكونو او جهازونو تگ راتگ هر وخت او هر ځاى ته آزاد او د دوى په خوښه ترسره كېدى شي، نه وېزې ته اړ دي او نه اجازې ته، د شپې او ورځي، په هر ځاى كي پر هر كور، كلي او ښار، عمليات ترسره كولى شي، هر افغان نيولي او وژلى شي، په خپلو نظامي اډو كي زندانونه درلودى شي او زندانيان په كي ساتلى شي او له هېواد بهر د گوانتانامو په څېر زندانونو ته ئې لېږدولى او تر هغه ئې په زندان كي ساتلى شي چي دوى ئې غواړي!! كه دا اسناد تر پرون پوري د خلكو له نظره پټ وو نن د ټولو په وړاندي جوت شوي، د كابل ذليلو او وطن پلورو چارواكو دا ادعاء خوشې او خندوونكې ده چي امريكايانو ته په دې شرط اډې وركوو چي شپني عمليات به نه كوي، د افغانانو كورونو ته به نه ننوځي او متوازي ادارې به نه جوړوي!! دا په داسي حال كي چي همدا نن د دې حكومت د بهرنيو او كورنيو چارو مخكني وزيران په ټوله بې شرمۍ سره وايي چي دا شرطونه صحيح نه دي، شپني عمليات ضروري او گټور دي!!
د لاسپوڅي حكومت جمهور رئيس وايي: افغانان زمريان دي، په خپل كور كي پردى نه مني!! بهرنيان دي ځنگل وساتي خو د زمريانو كور ته دي نه ننوځي!! نه پوهېږو په دې مسخره خبري له ځان او د ځان په څېر وطن پلورو پرته څوك غولولى شي!! هو؛ افغانان رښتيني زمريان دي، پردي په خپل كور كي نه مني، هغه چا ته د ذليل ځناور په سترگه گوري چي په پرديو خپل كور ساتي، آيا هغه څوك څه شرم، حياء، عزت او ايمان لري چي د خپل كور دړه د پردي په وړاندي پرانيستې پرېږدي، د كور پر بام ئې داسي پردي مورچل جوړه كړې چي په وژونكو وسلو سمبال دئ او پر هغه چا ډزي كوي چي د هېواد اصلي خاوند دئ!!
عجيبه ده!! جمهور رئيس له متوازي ادارو سره خپل مخالفت څرگندوي په داسي حال كي چي دا متوازي ادارې، انجوگاني او امنيتي شركتونه ټول د هغو لوړ پوړو چارواكو او د دوى د خپلوانو له لوري جوړ شوي چي يا د كابينې غړي دي يا د جمهور رئيس مشاورين او نږدې خپلوان او همكاران!!
پوښتنه دا ده چي دا شرائط به په هغه صورت كي څه ارزښت ولري چي بهرنيان زموږ په هېواد كي نظامي اډې ولري، د هېواد د امنيتي ځواكونو روزنه او تجهيز د دوى په لاس كي وي، معاش ئې هغوى وركوي او اكمال ئې د هغوى له لوري وي؟!! كه د همدغو اجيرو ناافغانانو په لاس هر څه كولى شي، هر وخت او په هر ځاى كي ئې له افغان ولس سره جنگولى شي، هر افغان پرې داړلى شي، د هر افغان كور پرې تلاشي كولى شي... نه د دوى فوځيانو ته كوم تلفات اوړي او نه ئې د هغو جناياتو له كبله نړۍ وال محكوموي چي دغه اجير فوځيان به ئې ترسره كوي؛ نو آيا دا حالت دوى ته تر دې ډېر په زړه پوري نه دئ چي په عملياتو كي د دوى خپل سرپلوري ووژل شي؟!! كه د كابل د لاس پوڅي حكومت هره اداره د دوى خپله اداره ده او د هر وزير او رئيس خوا ته د دوى واكمن او ځواكمن مشاور ناست دئ نو دوى متوازي ادارو ته څه ضرورت لري؟!!
حقيقت دا دئ چي څوك ايمان، عزت او شرف له لاسه وركړي، د بنده بنده شي، د هوس په لومي كي ونښلي، د پرديو د غلامۍ كړۍ په غوږ كړي، د خپل وطن او د خپلو وطنوالو د عزت او ناموس سودا ته چمتو شي، د دې پروا ئې نه وي چي پردې د شپې له لوري د ده د وطنوالو د كورونو ډري د باروتو په زور پرانيزي او د كور له خاوندانو سره هر هغه څه كولى شي چي زړه ئې غواړي، او همدا كار ضروري او گټور گڼي، اشغالگرانو ته د همداسي كولو اجازه وركوي او اړوند معاهده ئې امضاء كوي، داسي ذليلو ايمان پلورو او سپكو وطن پلورو ته هر څه جائز برېښي، د غيرت رگونه ئې داسي تخدير شوي وي چي په هيڅ څه نه خوځي!!
افغانانو يو مهال داسي گمان كولو چي غربپال به تر كمونيستانو څه نا څه ښه وي، خو اوس ورته جوته شوه چي ژېړ سپى د شغال ورور دئ، دوى په وطن پلورني كي تر كمونيستانو وړاندي دي!! موږ يو وخت داسي انگېرله چي ښايي كمونيستان به د خاص فكر او باورونو خاوندان وي او له مسكو سره به ئې ملگرتيا او خواخوږي فكري عوامل لري، خو اوس راته جوته شوه چي دوى د هر يرغلگر ملگري دي، پرون ئې قبله د مسكو په لوري وه او نن د واشنگټن په لوري، پرون ئې روسانو ته پر افغانستان د بريد بلنه وركوله او نن له امريكايانو غواړي چي په افغانستان كي مزيد پاته شي!! پرون د روسي افسرانو تر قومندې لاندي له افغان ولس سره جنگېدل او نن د امريكايي افسرانو!! ځينو ساده افغانانو داسي انگېرله چي د ملتپالو او قومپالو په نامه ډلي به څه ناڅه د ملتپالني او وطنپالني احساس او جذبه لري او د وطن او ملت په اړه د دوى شعارونه به له همدې جذبې او احساس راولاړ شوي وي خو اوس څرگنده شوه چي دوى له غربپالو او كمونيستانو هيڅ توپير نه لري، دغو ملت پلورو ملتپالو پرون او د شوروي اتحاد د تېري په دوران كي د هغوى ملگرتيا كوله او د هغوى لپاره ئې سرې جنډې خوځولې، او د مجاهدينو مخالفت ته ئې ملا تړله؛ او نن د امريكايانو ملگرتيا كوي، د مجاهدينو په ضد هر څه كولو ته چمتو دي، د پښتنو پر كورونو نه يوازي د امريكايانو د ډرون جهازونو راكټي بريدونه تأييدوي بلكي په الحاح سره له هغوى غواړي چي دې لړۍ ته دوام وركړي!! عجيبه ده!! دا ملتپال ځان ته پښتون وايي خو د پښتنو په ضد د هر يرغلګر ملاتړ کوي، هغه که انګريزان وي که هندوان، روسان وي که امريکايان!! د قومپالو په نامه ډلي تل د استعماري ځواكونو له لوري او په دې موخه جوړي شوې او پالل شوې چي ستر اسلامي امت په قومي او ژبني بنسټ ووېشي.
څوك چي د وطن خاوند نه وي، وطن ته د پرديو په جهازونو كي راوړل شوى وي، د وطن په اړه به د هغه پرېكړه او په پرديو ئې د پلورلو سند څه ارزښت ولري؟!! كوم احمق به هغه ته اهميت او اعتبار وركړي؟! دوى د وطن خاوندان نه دي چي د پلورلو واك ئې ولري، دوى خو ذليل دلالان دي، د وطن اصلي خاوندانو دوى ته د وطن پلورلو واك نه دئ وركړى. كه د كمونيستانو د وطن پلورني اسنادو مسكو ته گټه ونه رسوله، نو د غربپالو وطن پلورنه هم واشنگټن ته هيڅ گټه نشي رسولى.
دغي مسخره جرگې د داسي سركاري جرگو څرنگوالى ښه په ډاگه كړ، داسي جرگې چي چارواكي ئې جوړوي، د خپلي خوښي څېرې په كي راغونډوي، د خپلي خوښي د پرېكړو په پاى كي لاسليك ترې اخلي او په بدل كي ئې كڅوړي په ډالرو ورډكوي، تل ئې ماهيت او پرېكړي دې ته ورته وي، زموږ په نږدې تاريخ كي ډېرو د همداسي مسخره جرگو جوړولو لوبي وكړې او دې ته ورته پرېكړي ئې ترې راوايستې، خو نه ئې د دوى ستونزي حل كړې او نه ئې د دوى د اقتدار دوام تضمين كړى شو، اوس بايد ټول په دې پوه شوي وي چي نه هغه جرگه څه ارزښت لري چي غړي ئې د واكمنو له لوري انتصاب كېږي او نه هغه چي د پرديو د جهازونو تر وزرو لاندي جوړېږي.
آيا دا خندنۍ خبره نه ده چي څوك ووايي: يو كمزورى او په كورنيو لانجو كي نښتى گاونډى مو تهديدوي نو ځكه مو پنځوس زورور پردي راغوښتي چي موږ او زموږ كور وساتي!! كوم ماشوم به دا استدلال ومني؟!! ته چي پنځوس پردي خپل كور ته دربلې، د خپل كور واك هغه ته سپارې او ځان پرې ساتې څنگه ومنم چي ته د گاونډي په وړاندي د سيالۍ احساس لرې؟!! څنگه ومنم چي ته پر خپل كور او ناموس غيرت كولى شې؟!
حقيقت دا دئ چي يوازي حقيقي اسلام او اسلامي نظام كولى شي خلكو ته واقعي آزادي، خپلواكي او عزت ورپه برخه كړي او سرلوړى او د پرديو له غلامۍ آزاد ژوند ورته ډالۍ كړي او يوازي پر الله تعالى رښتيتى ايمان انسان ته د خپلواكۍ او عزت درس وركوي او له ذلت او سپكاوي ئې ژغوري، څوك چي ايمان نه لري هر ذلت او سپكاوي ته غاړه ږدي.
خدايه! له هغو مو مه كړې چي له تا پرته د بل چا په درشل كي عزت لټوي او ستا له حمايې پرته د بل په حمايې كي ځان خوندي گڼي!! ستا وينا حق ده چي داسي كس هغي غڼې ته ورته دي چي خپل سست كور ډاډمن پناه ځى گڼي!!