خدايه! خپل ښكلى دين د بې عقلو او غرضي مفتيانو له منگولو وژغوره!

 
حقمل

څو ورځي وړاندي مي تر دې عنوان لاندي يوه ليكنه درلوده (د ملي ژبي ستونزه او حل ئې)، دا د نن ورځي يوه درنه لانجه ده، بايد وڅېړل شي او حل لاره ئې ولټول شي. د ليكني په سر كي مي ليكلي وو: زه لومړى انسان يم، هر انسان مي ورور دئ، كه مؤمن وي او كه كافر، له كافر سره يوه او له مؤمن سره دوه اړيكي لرم. اطلاع راكړى شوه چي ځينو پر دې ليكني سختي نيوكي كړې دي، د هغوى نيوكي ئې راولېږلې، جدي، توندي او سختي ئې دا وې:
1- وای چہ ھرانسان می وروردی مسلمان وی اوکہ کافر.داخبرہ غلطہ دہ اودقران اواحادیثوسخۂ خلاف دہ .زکہ چہ کافردمسلمان ورورکیدای نشی .
2- نه د سایت چلوونکي د اسلام له اوصولو خبر دي او نه دا انسان چې لیکنه یې کړي
3- کافر دمسلمان ورور بلکل نشی جوڑی دی ستا داخبرہ قرآن مجید خلاف دہ لگ سوچ کوہ مابہ خہ پہ دلاءیل بیان درتہ کڑی وہ خوتہ پہ دلیل نہ پوھیگی ضرورت دلیل تہ نشتہ فقط توبہ اوباسہ دخدای ج بخنہ وغواڑہ
4- د کوم دینی اصل لہ مخی تہ کافر خپل ورور گنڑی؟حال دا چہ قرآن وای انماالمومنون اخوۃ او د لوط علیہ السلام د کافر زوئ پہ ھکلہ رب تعالی وای چی: انہ لیس من اھلک.چی د پیغمبر زوئ د ھغہ اھل او خپل نشی بللی کافر څنگه ورور بلل كيدى شي (غلط شوى دئ، د نوح عليه السلام پر ځاى ئې د لوط عليه السلام نوم ليكلى)
5- په قرن کریم کی ویل شویدی چه "واخونکم فی الدین"یعنی کافرورورنشی کیدای هیله متوجه شوی یی
6- ګرانه الله تعالى فرماىى ـچى کافر هىس کله د مسلمان دوست نشى جوړىداى
7- څوك چي كافر ته ورور ووايي هغه مرتد شوى!!
د دې معترضينو د كچه نيوكو او پرېوتو ادبياتو په ليدو سره مي زړە سخت ودردېدو؛ نه له دې كبله چي ولي ئې اعتراض كړى او هغه هم په داسي الفاظو سره بلكي له دې كبله چي د الله تعالى غوره دين د څنگه بې علمه او له تعصب ډكو وگړو په لاس كي پرېوتى، يو به پر خپل ځان د مولوي نوم ږدي خو نه به له قرآن خبر وي او نه له حديث، له خپلي گېډي به فتواگاني وركوي، د قرآن له لومړنيو اساساتو او بنسټيزو ويناوو به خبر نه وي، له داسي حقائقو به انكار كوي چي په قرآن كي په وار وار او په گڼ شمير آيتونو كي راغلي، يو مثال ئې همدا دئ چي قرآن وايي: ټول انسانان سره وروڼه دي، ټول د يوه نسل افراد دي، له يوه نيكه او انا پيدا شوي، يعني له نسلي پلوه سره وروڼه دي، خو دا جناب مولوي به له همدې حقيقت هم انكار كوي!!! واى پر داسي علم او عقل! قرآن په گڼ شمېړ آيتونو كي مختلفو كافرو قومونو ته لېږل شوي پيغمبران د خپل قوم د ورور په نامه يادوي او همدا كافران د پيغمبر د وروڼو په نامه يادوي خو جناب مولوي صاحب له دې خبر نه دئ او وايي: چا چي كافر د مسلمان ورور وگڼلو مرتد شو!!! دا خبره خو ما له ځانه نه ده كړې، الله تعالى كړې، د قرآن په لسگونو آيتونو كي ئې كړې، د قرآن له وينا خو ته انكار كوې، قرآن وايي: كافر او مسلمان دواړە د آدم عليه السلام اولاد (بني آدميان) دي او ته ترې انكار كوې، څوك چي وايي ټول انسانان له نسلي پلوه وروڼه نه دي هغه د قرآن له لسگونو آيتونو انكار كړى، هغه د الله تعالى وينا تكذيب كړې ده.
مهرباني وكړە ما ته په ټول قرآن، د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ټولو احاديثو كي، د فقهاوو په كوم كتاب كي، د كوم امام په مذهب كي دا راوښيه چي څوك كافر د مسلمان ورور وگڼي مرتد شو!! تا خو اصلاً نه قرآن لوستى او نه له حديث خبر يې، ټول علم به دي د قدوري او كنز يوه وړە برخه وي؛ له ليكني او استدلال دي معلومېږي چي ديني پوهه او د سواد كچه دي څومره ټيټه ده. دومره دي زده كړي چي په يوه جومات كي امامت وكړى شې او د كليوالو هغو پوښتنو ته ځواب ووايې چي د لمانځه او اودس په اړە ئې كوي، په همدې كنز او قدوري كي ئې راوښييه!!
خو كه تا اشتباه كړې وي او وينا دي د قرآن مخالف وي او زما وينا سل په سلو كي د قرآن مطابق وي نو آيا دومره شهامت لرې چي پر خپلي اشتباه اعتراف وكړې؟! دا خبري واوره بيا قضاوت وكړە: قرآن وايي: ټول انسانان له يوه نيكه او انا (آدم او حواء عليهماالسلام) پيدا شوي، له دې پلوه ټول وروڼه دي، قرآن د لوط عليه السلام قوم د ده وروڼه گڼي او وايي: و اخوان لوط، دا په داسي حال كي چي لوط عليه السلام له دې قوم سره هيڅ قومي اړيكي نه درلودې، هغه د ابراهيم عليه السلام وراره وو او له عراق دې سيمي او خلكو ته رامهاجر شوى وو، قرآن وايي: په ټول قوم كي د ده له خپلي كورنۍ پرته بله مؤمنه كورنۍ نه وه، خو سره دې قرآن همدا كافر قوم د لوط عليه السلام د وروڼو په نامه يادوي!! ما د قرآن دغو آيتونو ته په پام سره ويلي: زه تر هر څه وړاندي يو انسان يم، هر انسان مي ورور دئ، كه مؤمن وي او كه كافر، له مؤمن سره دوه او له كافر سره يوه اړيكه لرم.
تاسو سخته اشتباه كړې، له خپله ځانه مو فتوى وركړې، د قرآن په لسگونو آيتونو ته مو پام نه دى كړى، قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي د كافر او مؤمن تر منځ د وروري يادونه كړې، تاسو متوجه نه يئ چي ورورولي دوه ډوله ده: نسلي او اعتقادي، په يوې كورنۍ كي كېدى شي يو ورور كافر وي او بل مؤمن، دا وروري نسلي ده، كه ستا ورور كمونست شي نو بيا هم ستا ورور دئ، الله تعالى او دين ئې ته له دې نه يې منع كړى چي همدا كمونست د ورور په نامه ياد كړې، له دې ئې منع كړى يې چي له هغه سره موالات (داسي دوستي چي يو له بل دفاع هم ورسره وي) وپالې، ستا او د همدې ورور تر منځ دي نسلي اخوت شته خو ديني اخوت نشته، ديني اخوت دي يوازي له مؤمنانو سره دئ. د كافر او مؤمن تر منځ نسلي وروري طبيعي خبره او عامه ده، د آدم عليه السلام اولاد كي له نسلي پلوه ورورلي قائمه ده، دا يوه لويه كورنۍ ده، كافر او مؤمن دواړہ بني آدميان دي، او د يوه نيكه او انا اولاد؛ يعني وروڼه، خو د مؤمنانو تر منځ د دې وروري تر څنگ اعتقادي وروري هم شته، قرآن په اخوانكم فى الدين سره همدې ته اشاره كړې، دا فقره په خپله ښيي چي له اخوت فى الدين علاوه بل اخوت او وروري هم شته، چي هغه نسلي وروري ده، كه داسي نه وى نو بيا خو به يوازي اخوانكم راغلى وو، بيا خو به د قرآن په لسگونو آيتونو كي پيغمبر د خپل كافر قوم د ورور په نامه نه يادېدو او كافران به د پيغمبر د وروڼو په نامه نه يادېدل.
لطفاً دغو آيتونو ته لږ ځير شئ، په ټولو كي پيغمبر د خپل كافر قوم ورور او كافر قوم د خپل پيغمبر وروڼه گڼل شوي:
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ نُوحٌ أَلاَ تَتَّقُونَ الشعراء 106: هغه مهال چي د دوى ورور نوح هغوى ته ويل: آيا تقوى نه كوئ؟!
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ هُودٌ أَلاَ تَتَّقُونَ الشعراء: 124: هغه مهال چي د دوى ورور هود هغوى ته ويل: آيا تقوى نه كوئ؟!
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَالِحٌ أَلاَ تَتَّقُونَ الشعراء: 142: هغه مهال چي د دوى ورور صالح هغوى ته ويل: آيا تقوى نه كوئ؟!
إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ لُوطٌ أَلاَ تَتَّقُونَ الشعراء: 161: هغه مهال چي د دوى ورور لوط هغوى ته ويل: آيا تقوى نه كوئ؟!
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا النمل: 45 او يقيناً چي ثموديانو ته مو د دوى ورور صالح ولېږو.
وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا العنكبوت: 36: او مدين ته مو د دوى ورور شعيب ولېږو.
وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُوداً الاعراف: 65 او عاديانو ته مو د دوى ورور هود ولېږو.
وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا الاعراف: 73 : او ثموديانو ته مو د دوى ورور صالح ولېږو.
وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا الاعراف: 85 او مدين ته مو د دوى ورور شعيب ولېږو.
وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ وَإِخْوَانُ لُوطٍ ق: 13 او عاديانو، فرعون او د لوط وروڼو (پيغمبران تكذيب كړل)
دا او گڼ شمېر نور آيتونه د كافرانو او د دوى د پيغمبرانو تر منځ د ورورۍ خبره كوي. كافران د پيغمبر وروڼه او پيغمبران د كافرانو د وروڼو په نامه يادوي!!
مفتي صاحب! آيا دا آيتونه دي له نظره تېر شوي؟ آيا د فتوى وركولو په وخت كي دي اعتناء ورته كړې؟ آيا اوس دې ته چمتو يې او دومره شهامت لرې چي پر خپلي اشتباه اعتراف وكړې او خپله غلطه خبره تصحيح كړې؟
يوه مخلص ورور له اعتراض وروسته د دلائلو په اورېدو سره ليكلي وو: خبري دي د قرآن په رڼا کي کړي، زياته مننه الله ج د ستا په علم کي نور هم برکت واچوي. زما نه په ليکلو کي اشتباه شوي، زه خپله اشتباه منم، پدي کي هيڅ شک نشته چه د ټولو انسانانو سره نسلي وروري لرو، مګر زما مقصد په کمنټ کي فقط اعتقادي وروري وه او بس. الله ج دي عفوه راته وکړي او ټولو ته د الله ج د نيکي هدايت وکړي آمين.
آيا ته هم د دغه ورور په څېر پر خپلي اشتباه د اعتراف همت لرې؟!!
يوه بل معترض ليكلي: زہ خو لومڑی مسلمان یم زکہ پہ فطرت د اسلام پیدا شوی یم او ھغہ وخت چہ انسانی وجود، قومیت ، ژبی او ... لا وجود نہ درلود پہ عالم ارواح کی می د رب ربوبیت او وحدانیت منلی و بلکہ دا د ھر مسلمان دریز دی.
دې جناب ته وايو: ستا دا خبره غلطه ده، حقيقت دا دئ: په فطري اسلام كي كافر انسان هم له تا سره شريك دئ، عالم ارواح كي كافر هم ستا په څېر شهادت وركړى، تر بلوغ پوري د كافر او مسلمان ماشومان يو حكم لري، كه په ماشومتوب كي ومري دواړە به جنت ته درومي، (ښايي له دې به هم بې علمه وگړي د نيوكو يوه مسئله جوړە كړي)، خو موږ د حق په ويلو كي د هيچا د مخالفت او تبليغاتو پروا نه لرو، هغوى دي د خپلو نيوكو او اندېښنو ځواب د محترم حكمتيار په دې كتاب كي وگوري (متضاد روايات او مذهبي اختلافات او تر دې عنوان لاندي: د كافرانو ماشومان به جنت ته درومي كه دوزخ ته)، هغه اسلام چي د اعتبار وړ دئ او دلته ورته اشاره شوې هغه له بلوغ وروسته په خپله خوښه او اراده اسلام د دين په توگه منل دي، ته كه قومي مسلمان يې نه فكري او اعتقادي مسلمان نو بيا بېله خبره ده؛ خو كه اعتقادي مسلمان يې نو لومړى انسان يې بيا مسلمان!! دا اسلام دي هغه مهال غوره كړى چي په ښه او بد پوه شوى انسان درنه جوړ شوى.
څوك چي انسان وي هر انسان خپل ورور گڼي او څوك چي انسان نه وي نو مسلمان ته هم د ورور په سترگه نه گوري! خدايه! له موږ مسلمان انسانان جوړ كړې!
حقمل