د ملي ژبي ستونزه او حل ئې

 
 
 زه لومړى انسان يم
زه تر هر څه وړاندي يو انسان يم، هر انسان مي ورور دئ، كه مؤمن وي او كه كافر، له مؤمن سره دوه او له كافر سره يوه اړيكه لرم، له هر مظلوم انسان سره خواخوږي لرم، له هر ظالم انسان كركه لرم، له مظلوم دفاع كوم او د ظالم د ظلم مخه نيول خپله ايماني او انساني دنده گڼم.
بيا يو مسلمان يم، اسلام زما دوهم هويت دئ، د نړۍ هر مسلمان خپل ورور بولم، د هغه غم او ښادي زما خپل غم او ښادي ده.
زه افغان هم يم، هر افغان مي ورور دئ، افغانيت مو گډ ملي هويت دئ، همغسي لكه چي افغانستان مو گډ كور دئ، د دې كور تر چت لاندي بايد ټول افغانان د وروڼو په څېر، له برابرو حقوقو سره ژوند وكړي، نه يو تر بل ځان لوړ وويني او نه يو بل ته په ټيټه سترگه وگوري.
زه پښتون يم، پښتو مي مورنۍ ژبه ده، په خپلي مورنۍ ژبي خبري كول او زده كړہ كول مي حق دئ، خو نه خپله ژبه تر بل غوره گڼم، نه ئې پر بل تحميلوم او نه بل ته دا حق وركوم چي زما د ژبي سپكاوى وكړي او پردۍ ژبه كه څه هم زما د بل افغان ورور ژبه وي پر ما تحميل كړي. هيڅوك دي له ما نه غواړي چي د ده په ژبه خبري وكړم، كه زما په خبري نه پوهېږي دا د ده عيب دئ چي يوه ملي ژبه ئې نه ده زده كړې او نه پرې پوهېږي، په ځانگړې توگه كه هغه په بهرنۍ ژبي خبري كولى شي خو په پښتو نه!! او دا خو به د لوى شرم ځاى وي چي څوك په يوې بهرنۍ ژبي پوهېدا او غږېدا فخر كوي او په پښتو يا بلي افغاني ژبي غږېدا كي د حقارت احساس كوي!!! زه دا د ځان لپاره سپكاوى گڼم چي د بل په ژبه غږېدا مي يو مجبوريت وي. د افغان ملت د هري پرگنې او توكم ژبه زما د ورور ژبه ده، د خپلي ژبي په سترگه ورته گورم، هڅه كوم چي تر هري بهرنۍ ژبي وړاندي د خپل ولس د داسي توكم ژبه زده كړم چي تر پښتنو وروسته زيات افغانان پرې پوهېږي، دومره ئې زده كړم چي هم خبري پرې وكولى شم او هم ليكنه.
زما دا نه خوښېږي چي كوم سياسي مشر د سياسي اغراضو لپاره په خپلو ويناوو كي گډہ وډہ ژبه كاروي، دوه درې جملې په پښتو او ورپسې دوه درې په دري!! او ځيني خو بيا داسي دي چي په ټولي اوږدې وينا كي دوه درې بې خونده، غلطي او گډي وډي جملې په پښتو ووايي او وروسته خپله ټوله وينا په دري!!! د نړۍ هيڅ سياسي مشر دا مداري گري نه كوي. پښتون دي په پښتو خبري كوي او تاجك په دري، كه ژباړہ ئې ضروري وي نو د ژباړونكي په واسطه دي دا كار وشي. 
په متحده ايالاتو كي چي 52 داسي ايالتونه لري چي اكثر ئې د افغانستان په اندازه مساحت او نفوس لري، څو كالونه وړاندي په هر ايالت كي دومره توكمونه او دومره ژبي وي لكه نن په افغانستان كي، خو هلته نن د ټولو ژبه يوه ده، انگرېزي، د انگرېزي استعمارگرانو له لوري تپل شوې ژبه. نن د امريكا متحده ايالاتو په پراخ هېواد كي داسي اصلي امريكايي هم نشته چي په خپلي مورنۍ ژبي وينا او ليكنه كولى شي!!! اوباما، مېرمن او اولاد ئې هم يوازي يوه ژبه لري، انگرېزي ژبه، د خپلي افريقايي ژبي څو الفاظ هم نشي ويلى!!! خو همدا امريكا نه پرېږدي چي افغانان يوه ملي ژبه ولري!!! دا ځكه چي امريكا زموږ تفرق خوښوي او خپل يووالى.
راشئ له نن وروسته لږ تر لږہ دا د يوه منل شوي اصل په توگه ومنو چي هر څوك دي په خپلي مورنۍ ژبي خبري كوي، مخاطب ئې بايد دا غوښتنه ترې ونه لري چي وينا به ئې د ده په ژبه وي. همدا د دې باعث كېږي چي يو د بل په ژبه د پوهېدو هڅه وكړو، هر افغان به ځان اړ گڼي چي په ملي ژبي او د خپل بل افغان ورور په ژبه پوه شي. هر هغه سياسي مشر چي د خلكو د غولولو لپاره گډہ وډہ ژبه كاروي، يو پراگراف په پښتو او بل په دري، دې ته بايد د يوه ټگمار په سترگه وگورو نه د ملي وحدت د اتل په سترگه.
راشئ دا هم د يوه اصل په توگه مراعات كړو چي تاجك دي په خپلي وينا او ليكني كي يوازي دري او په دري ژبي كي دخيل عربي الفاظ كاروي، نه له ايران وارد شوي الفاظ او اصطلاحات، او پښتون دي يوازي پښتو او په پښتو كي دخيل عربي الفاظ كاروي، نه د بلي ژبي تر اغېز لاندي د هغې الفاظ. د هېواد په ځينو برخو كي هم دري ژبه ډېره د ايران تر اغېز لاندي تللې او هم پښتو ژبه ډېره مسخه او بدرنگه شوې. دواړہ ژبي بايد له دې بد حالت وژغورو. په هرات، غور، فراه او نيمروز كي ډېرو اصلي استوگنو پښتنو خپله مورنۍ پښتو ژبه په بشپړہ توگه هېره كړې او په كابل كي مېشت پښتانه ډېره بدرنگه گډہ وگډہ پښتو كاروي، په هري جملې كي به ئې څو فارسي او دري الفاظ وگورئ.    حقمل