ويستلی يم بازار ته چې مې نن په چا خرڅوي
غوبل دی پر ما ګډ ظالمان مې چې بيا خرڅوي
چا مې لاسونه کړه آره څوک مې پښې غوڅويځينې ځينې په يو نوم بل نوم مې جلا خرڅويزما پر مرۍ بلا روسۍ برچې شولې پڅېبې ننګه بچی مې نن بل ته په خندا خرڅويد غليم ټانګونه زما پر سينه لارې کاږيکلی ګودرونه وران شول اوس مې صحرا خرڅويشنه باغونه،غرونه،رغونه په اور وسوځېدلزخمونه ژاړي دغه انګار چې ما خرڅويزه ټاټوبې يم مدام د شملورو پښتنوناځوانانو بې پته کړم ما په رښتيا خرڅوي
جاويد احمدزی له بلجيم څخه
وروستي