بی خونده خبری(۳۳):فاتحه

وسیم سجاد، کابل
احدی صاب، ډاکټر عبدالله، دلیلی صاب او فکور انجینر ته په ډیری خواشینی خبر ورکوو چی د هندوستان په نوي ډیلي کی د خواجه سراوو په قومی کنونشن کی چاودنه سوی او لږ تر لږه ۱۴ خواجه سرا پکی له منځه تللي دي. د قومی کنونش غونډی ته کم تر کمه ۱۰۰۰ خواجه سرا راغلي وو. څه ناڅه ۴۰ نور ژوبل شویدي.
پولیس فرمایی چی د مړو شمیر کی زیادت راتلی شي. اور په اشپز خانه کی لګیدلی وو او بیا له اشپزخانی بیرون کنونش سنټر ته خپور شوی وو.
دا مهال په چورستان کی هم منډی ترړی روانی دي چی ځانونه د بون کانفرانس لپاره کاندید کړي. له خدایه هیله من یو که کوم دا ډول پیښه یی په ناستو کی رامنځ ته شي او یو ځل مو ددوی له شره خلاص کړي. که څوک د ځانمرګي اشتها لري، کولای شي خپلو عالی موخو ته په اسانی او په غوره ډول سره ورسیږي.
د خواجه سراوو غونډه د دریوو ورځو لپاره وه چی نن یکشنبه به ختمیده خو اور...
د افغانستان خواجه سراوو لپاره می دا مضمون لیکلی که اتحادیه نه لري نو کولای شي چی بی له مشکل، او رقیبه په احدی صاب چی لوړی زده کړی هم لري ګوته کیږدي او ځان مطرح کړي. زه مطمین یم چی دوی د وطن خاموش اکثریت دی چی باید بروز ورکړل شي. د فاتحی ورځ او ځای ته تر امر ثاني پوری منتظر اوسی!!!
په درناوي
leekwal@yahoo.com