بی خونده خبری(۳۲):۳۹

 
وسیم سجاد،کابل
نومبر۲۰۱۱،۱۸
لویه جرګه زمونږ په ملک کی تل د حکومت چمچه ګرځیدلی. حکومت چی کله هم غواړي خپلو کارونو ته چاکلیټي پوښ ورکړي نو بیا لویی جرګی ته مخه کوي؛ د حیرانی خبره خو داده چی لویه جرګه داسی کسان را غواړي چی په هیڅ صورت کی جرګی ته معتقد نه دي—یو له دوی هم سپنتا دی.
خاوران کی خو یو چا لیکلي وو چی لویه جرګه، فرهنګ چادر نشینی!!! نو هلکه که ته څه کلتور هم لری هغه د پښتون برکت دی نو ولی ورته کم ګوری. ستا نیکتایی خو زمونږ کلتور نه دی؛ ستا د خور پتلون خو زمونږ کلتور نه دی! ددی وطن کلتور نه دی نو بیا څنګه یی رده وی؟
حکمتیار په مرګ هم له جرګی بد وړي. حکمتیار یو وار سیاف او ربانی ته په دی پیغور ورکړی وو چی په جرګه کی ورسره عبدالله مقری ناست وو.
خو فکر کوم دا ځل یی  ښاغلی امین وقاد نه وو لیدلی. قاضی امین مخکی له دی چی وقاد شي، ملتیار وو. حزبیانو ورباندی انتقاد کاوه چی تخلص یی له افغان ملتیانو سره اړخ لګوي. قاضی صاب بیا هماغه وو چی تخلص یی بدل کړ. افغان ملتیان نام دارد خو نان نی. میر خطا جمله خطا؛ ایجړا مشر لري نو دوی به څه ټل ووهي. هغه بل یی د سیمیزو اورګانونو په اداره کی هړتال وکړ، موټر وواهه.
شهرت ننګیال قاضی صاب ته د سیبازول ګولیو خطاب یو ځلی کړی وو. د قاضی پرون د نن په سنګ چارکی څيره کی لیدلی شو. د یو تلویزون په افتتاح کی می قاضی ولید چی ورسره یو بل تور اوږد ږیری هم وو. قاضی به چی شور وخوړ نو جناب به ځان ورساوه؛ وروسته پوی شوم چی جناب د قاضی صاب صاحبزاده وو؛ ږیری یی پړک کاوه؛ ښه شامپو او خپل دایمی سنت شړشمو تیل یی پری لړلي وو.
د قاضی ځوی یو وخت له کوره چی په بورد کی د قوماندان سید کمال په ګاونډ کی اوسیدل د ښځو ګیڼه پټه کړی وه. سړی به څه وایی ددوی وجود له حرامو جوړ دی؛ حرام حرامی زیږه وي.
قاضی له شمشتو بره، په پروژی کی جومات او تیوب ویل د فرزانی په میړه داور بد معاش خرڅ کړل. کله چی خلک ورغلل نو ده ورته فرمایلی ول چی جومات هم په خپل ځای دی او ټیوب ویل هم په خپل ځای دی. چیرته نه دي تللي. هو! دواړه هیچ چیری نه وو تللي!!!
خبری اوږدی خو سر یی یو دی! قاضی دجرګی په اوله ورځ د دوو ډیرو ښکلو لطیفه اجسامو په څنګ کی ناست وو. د قاضی اوږده ږیره د عیسویانو د هغه سپین ږیري چی سنټه کلاس ورته وایی ورته ده.
نو سړی ویلی شي چی هر سړی غل دی خو موقع ګوري. او یا هم باید سړی مرتجع شي: د حالاتو او خلکو مطابق باید ځان بدل کړي او یا هم له ځانه ۳۹ جوړ کړي.
۳۹=دله خو بی بی سی اردو او بی بی سی فارسی خپل دلیلونه لرل. د ۳۹ کمیټی په لغوی کیدو باندی هغوی هم بحث کړی وو او خپل تحلیلونه یی وړاندی کړي وو خو غلط وو.
بی بی سی اردو لیکلی وو چی یو دلال په ټکسی کی ناست وو او دهغی لمبر ۳۹ وو نو ځکه دا لمبر بدنام شو. بی بی سی فارسی بیا په بی ناموسی تحلیل کړی وو. خو هر څه چی وو نن څلور ورځی د ناموس د ګټلو او بایللو ورځ وه. دوی د داسی څه په اړه بحث کاوه چی تر دریمی ورځی ورته مبهم وو. د جرګی غړي په دی نه پوهیږي چی د امریکی غوښتنی ددی تړون څخه څه دي. 
کرزي خو ځان شیر وباله ، ما شیر استیم. خو هر څه چی دی بیا هم شیر چهار پای دی. د پښتنو یو منلی او غښتلی لیکوال دی چی دوه ځلی چهار پای دی: هم په سر کی او هم په پای کی!!! خدای(ج) دی وکړي چی ما ادبی کافر و نه بولي.
غونډه د مدبر په تدبیر برابره شوی وه او ګوډه ماته پښتو یی هم پکی فرمایله! د مدبر د خبرو انداز څخه سړی پوهیږي چی مدبر صاب څومره مدبر دی او څومره ګرمو اوبو کی لامبي!!! څومره شاغلی دی!!! یون مو پکی ونه لیده!!! د جرګی په ریاست کی نه یون وو او نه هم پښتون!!!
کرزي بیا حرامیتوب کړی وو؛ پیر حضرت چی خود خواه کس دی یی د جرګی مشر وټاکه. شهرانی جرګی ته پیر د ریس په حیث ور وپیژانده؛ پیر شهراني خپل ځان ته مرستیال و ټاکه!!! بس تو مره حاجی بګو مه تو را مولا!!! خبره جوړه شوه!!!
کرزی چی کله هم ډاکټر عبدالله ته کنځل کوي نو د پیر لاسونه ښکلوي. عجیب  سړی دی!!!
معنوي هم په اول صف کی ناست وو. ترڅنګ یی لودین هم وو؛ یو د فساد په تور کی برطرف د فساد سره د مبارزی ریس وټاکل شو او بل د تزکیی نفس سرټیفیکټ سره چی سیاف صاب، ربانی صاب او نورو ټیکدارانو لاسلیک کړی وو ریس شو چی حرامی وخوت!!!
            د افغانستان نوین مشر قانونی صاب هم وو؛ پيران هم په اول صف کی وو؛ دوی اوس په ۳۹ کی رقابت کوي خو نورو ته ددین چاړه په خیټه ورمنډي. کرزي خو د کمونیستانو خبره هم وکړه خو متاسفانه زمونږ د ملی تلویزون کیمره مین سیی انځور!!! نشي اخیستلی. ما یی کرغیړنی څیری و نه لیدی!!! وړوکی ربانی هم د رشاد سره اړخ لګاوه.
ربانی هیټل هوټل لري؛ چی لوی واړه ۳۹ کارونه پکی ترسره کیږي!!!
ویل کیږي چی د جرګی امنیت هم ډیر ټینګ نیول شوی وو!!!  خو د کریکټ احمدزی له کمری سره ګیر شوی وو ځکه چی د وزیر په موټر کی راغلی وو!!! نو قضاوت تاسو ته پریږدو!!! وزیر دی چی باید ګیر شي هسی د خوار پړکی ځوی ملامت دی!!!
نور ډیر غټ واړه هم وو خو زیاترو ته ملت د ۳۹ په سترګه ګوري. ملت یی نه مني خو دوی یی په اړه تصمیم نیسي هغه هم د دیموکراسی د چتر لاندی.
ثریا پیکان هم پکی وه؛ ثریا پیکان د تحصیلاتو عالی ۳۹ ده!!! د ډیر اداري فساد له امله له وزارته وشړل شوه!!! سړی حیران شي چی دوی به څنګه تصمیم ونیسي؟ دوی خو د ملت او وطن په اړه یوه نقطه لری نه!!! نو بیا دومره غټ تصمیم څنګه نیولی شي!!!
دداسی یو هیواد غړي یو چی هر څه پکی ۳۹ دي!!! نن سبا ۳۹ خپل اغیز ښندلی او خپل ځای یی موندلی. د ۴۲۰ رنګ او اثر کم شویدی؛ خو دا چی
69
به خپل ځای څه وخت مومي کم وخت پکار دی؛ اوس مهال د
 69عملي کارونه روان دي او بانو غضنفر یی پالیسی سازی کوي.
بس دهغی ورځی په هیله چی له ۳۹ بره هم مونږ د اعدادو په ابجد پوی شو!!! زه هم د ۳۰ په نمبر کی لیکل کوم؛ نه پوهیږم چی ۳۹ مضمون به می څه او په کوم ۳۹ به وي!!!
leekwal@yahoo.com