د اروپا اقتصادي ځوړتيا او په منځنی اسيا باندې ېی اغيزې

 \"\"
لیکوال: حفیظ الله
د نړیوال اقتصاد فعالیت په څرګند ډول په ۲۰۱۱کال کي کمزوری شوي. په اروپا کې د اقتصادي پورونو د بحران پایښت، د امریکا د پورونو د ورکړی درجی لهAAA  څخه AA+ ته ټیټیدل، د نړیوال اقتصاد مقداری اسانتیاوی شړیدل،  په هغو هیوادونو کې چي لوی اقتصاد لري د پرله پسی ناوړو پالیسیو جوړول ، د دی لامل شوي چي په نړیوالو بازارونو کي شک او بی اعتمادی خپره کړی. چي په حقیقت کې د نړی اقتصاد ورسره یو ویروونکی حالت غوره کړې.         
په اوسنی دور کی ددی ترمخه پالیسی جوړونکی کله هم د دومره ستونزو سره نه وو مخ شوي لکه نن چي ورسره مخامخ دي. نړیوال اقتصاد د داسی ستونزو سره مخ دی چي پالیسی جوړونکی ېی د ګوتو په شمیر لاری چاری په مخ کی لری تر څو دغه ځوړتیا تر کنترول لاندی راولي. که څه هم پدی ورستیو دریو کلونو کی د سود بیه (interest rate) ټیټه اود مالی پراختیا پالیسی(expansionary fiscal policy) هم په پراخه پیمانه پلی   شوه چي په پایله کی  ېی د امریکا او اروپا اقتصاد یو ځل بیا ځوان کړ.            
ولی د مالی پراختیا د پالیسی پروګرام د اوږدی مودی لپاره اغیزمن ثابت نه شو او اروپا یو ځل بیا په پورونو کي ډوبه شوه. په ۲۰۱۱ کال کی د زیات مالی لګښت له کبله د اروپا یو شمیر هیوادونو لکه یونان، هسپانیي، ایټالیا، ایرلنډ،او پورتګال د اروپا بانکی سیستم په خطرناکه توګه د ګواښ سره مخ کړ. د G20 هیوادونو د څو میاشتو خبرو اترو نه وروسته د ۱.۴ تریلیونه ډالر په ارزښت یو پلان جوړ کړ چي له مخی يي یونان د پورونو د بحران څخه و وځی او ځنی نور هیوادونه د دغه مرض څخه وژغوری او همدارنګه د اروپائي بانکونو سره  یو ځل بیا پولی مرسته وکړی.
که څه هم د پرمختګ پرلور دا یو ښه ګام دی ولی سوال دا را پیدا کیږی چي دا ۱.۴ تریلیونه ډالر به څوک نوموړو  هیوادنو ته ورکوی او له کومه به يې کوي؟ لکه څرنګه چي چین د نړي د ۳ تریلیونه ډالره څخه زیاته سپما یا ‌ذخیره لری نو پر همدي بنسټ د نړی سترګی هم د چین پر لور دی، چین یواځنی هیواد دی چي اروپا د دغه بحران څخه ژغورلی شي. همدا لامل دی چي د فرانسی جمهور ريس نیکولاس سرکوزی د چین جمهور ریس هو جنټاو فرانسی ته وغوښت تر څو دغه ستو نزه ور سره و څیړي.            
ډیره د حیرانتیا خبره ده چي چین هم اوس د امریکا او اروپا سره د اقتصاد په ډګر کي ښکر جنګوی. خو تر اوسه لا په ډاګه  شوی نه ده چی چین به د اروپا دغه وړاندیز ته څرنګه ځواب ووايي ولی یوه خبره په ډاګه  ده چي چین یواځنی هیواد دی چي اروپا له دغه بحران څخه ژغورلی شي. نړیوال اقتصادی سیستم تړلئ بڼه لری د کوم له کبله چي اسیا ئي هیواونه په عمومی توګه او د منځنی اسیا هیواونه په ځانګړی توګه اغیزمن کیدلای شي.            
هغه کوم لاملونه دی چی د اروپا د پورونو له کبله به د منځنی اسیا هیوادونه  هم اغیزمن کړي؟                                                       
د پرمختللو هیوادونو د اقتصادی ځوړتیا له کبله د هغو داخلی تقاضا کمه شوې چي په پایله کې يې د اسیائي هیوادونو په عمومی توګه او د منځنی اسیا، هندوستان او چین هیوادونو په ځانګړی توګه صادرات کم کړې، خلک بی کاره شوی او فقر زیات شوي. د اروپا د پورونو د بحران له کبله يورو ټیټه شوې او ډالر لوړ شوی چي په پایله کی ېې د منځنی اسیا هیوادونو پیسی تر فشار لاندی راوستی او په ځانګړی توګه يې د پاکستان او هندوستان روپی ټیټي کړې دي.     
د روپی(کلداری) ټيټوالی د انفلاسیون لامل کیږی او کیدای شی چي د پولی پراختیا پالیسی                      (Expansionary Monetary Policy) ته اړتیا پیدا کړی د پولی پراختیا  د پالیسی له کبله د سود بیه لوړیږی، پانګه اچونه او وده( Growth)  ټییتیږی. د اروپا د پورونو بحران په چین هم ناوړه اغیزی کولای شي.
 
دا ځکه چي د چین هیواد صادرات ۲۰ په سلو کی اروپا ته کم شوي که د چین صادراتي کچه کمیږی نو د هندوستان هم ورسره اغیزمن کیدلای شی ځکه چي چین د هندوستان تر ټولو لوی سوداګیز برخه وال دی.   
د هند او چین د سوداګری کچه اوس مهال ۶۲ ملیارده  ډالره ده او اټکل کیږی چي دا کچه به په ۲۰۱۵ کی۱۰۰ملیارده ډالره ته ورسیږی. همدارنګه د چین او پاکستان، چین او بنګلدیش سوداګری هم مخ پر ودی روانه ده نو د چین د اقتصاد د اغیزمن کیدو له کبله د نوموړو هیوادونو اقتصاد هم اغیزمن کیدلای شی.
ددی لپاره چي د منځنی اسیا هیوادونه ددی ناورین نه وژغول شي نو د سیمي لوی هیوادونه باید د سوداګری او پانګه اچونی په برخه کی له یو بل سره همکاری وکړي. په مالیو کی کموالی او د نورو هیوادونو په مالونو باندی بندیز نه لګول به دهمکاری لپاره یو بنسټیز ګام وی تر څو وکولای شې د سوداګری او پانګه اچونی په برخه کی اسانتیا را پیدا کړي. دا به د هغو کوچنیو اقتصاد لرونکو هیوادونو لپاره ډاډ پیدا کړی  او هیله ده چی د منځنی اسیا هیوادونه به له ناورین څخه وژغورلای شی.