
د ۲۰۱۱ کال نړیوال اقتصادي راپور چې لوږه او نیمګړي تغذیه يي تر بحث لاندي نیولې، لوږه او نیمګړې تغذیه دواړه د انسان هغه سر سخت ترین دښمنان دي چي حتی د زیږون په وخت کې د بېګناه کوچنیانو ژوند، فزیکی، ارثی او فکري وده د ګواښ سره مخ کوي. د لوږې څخه خلاصون د انسان د ژوند او بقا لپاره اساسی او ضروري تضمین شمیرل کیږې. دا انسان ژوند او بقا په ښه تولید، ګټورتوب، او د کرنیزو توکو ښه او دوامداره تولید پوري اړه لري. د هند د ولسی جرګی غړئ (سوامیناتن) وایی که چیري د خوراکی توکو او غذا پروګرامونه اغیزمن تمام نشي، نوددی پروګرامونو پرته به بل هیڅ شئ هم ښي پایلی و نلري.
. هغه کم ځمکو کروندګر اوبزګران چي د نړې سمه نیمه برخه خوراکی توکي تولیدوي د هغو یو ملیارد وګړو په شمار کی راځي کوم چي هره شپه په نیمه ګیډه وده کیږي. په میلونونو ماشومان د نه راګرځیدونکی غذایي ناورین سره لاس او ګریوان دی. د غذایی توکو نه خوندیتوب یا بی اطمینانی د خلکو قابلیت د افتونو او مرضونو په مقابل کی کمزوري کړي او بل دا چی دخوراکی توکو د بیو لوړیدل په دی ورستیو کی د خلکو د اندیښنی وړ کرځیدلي دي.
ددی راپور مهمه برخه د هغو علتونو او اغیزو تحلیل کوي چی په ملی او نړیواله کچه د بیړنیو او دبیړنیو حالاتو څخه وروسته او حتی د اوږد مهال لپاره د هغي اغیزي وڅیړی. دا راپور د هغو ګواښونو او غذایی توکو د سراسری طبعیت سره تړلی حساسیتونه، او په نړیواله کچه د همه جانبه تګلاری ضرورت یادونه کړیده.
نړیوال اقتصادی راپور