دازمازه عجب زړه دی
وچه دښته ده صحراده
هرڅه خړ،وچ اوبې رنګه
هره خوا ګریځ اوغوغاده
دازمازه عجب زړه دی
وران،ویجاړه،ماته ګوډه
یوه سپیره شان هدیره ده
په سلګونوپه زرګونو
ځواني مرګه اونیمګړي
نیمه خواټپي ویشنلې
ارمانونه پکې ښخ دي
سوې هیلې ویرژړلې
امیدونه پکې ښخ دي
لږ خوږه،ډیریې تراخه دي
سل یادونه پکې ښخ دي
دازمازړه عجب زړه دی
زړه مې ندی کنډوله ده
هره خواکنډر،کنډردی
دغمونویولوی تندر
رالویدلی یې پرسردی
هرڅه سوي لوغړن دي
تورلوګي ترینه راخېژې
ماتمیزه یې فضاده
وچ زګیروي ترینه راخيژې
دازمازړه عجب زړه دی
څه پردوپه لمبووسوو
څه هم خپلوپه اوروریت کړ
پاک لمنوپرې داغ کیښود
هم ناولوپه اوروریت کړ
دازما زړه عجب زړه دی
له اسمانه یې ګیله ده
له دنیانه مروردی
دپرون ورځې ارمان کا
نن سبانه مروردی
چې تیاره روښانه نکړي
هغې رڼانه مروردی
دې بې پته عزتدارو
له حیانه مروردی
دسپین مخو تورو زړونو
له ریانه مروردی
دثواب ترنامه لاندې
له ګناه نه مرور دی
چې ترشایې دروغ پټ وي
له رښتیانه مروردی
تا،هغه ،تاسو،هغوی نه
هم له مانه مروردی
بس بیزاردی له هرڅه نه
له هرچانه مروردی
دازمازړه عجب زړه دی
4/3/2011
جلال اباد
وروستي