
طنز
محمود نظری
ولار له درده طبیب ته یو سړی
ول مړ سوم له درده دا ګړی
په هر ځای یې چې ګوته ایښوله
اخ او وای يي له خولې ختله
طبیب چې ډیر و ازموده
هغه یې کړ سر تر پایه معاینه
د هغه ګوته يي کړه پانسمان
ول یوازې دا ګوته غواړي درمان
د بدن په هر ځای چې ګوته ایږدې
د ګوتي له درده وهې غلبلې
***
زموږ د وطن د بدن هر ځای کوی درد
ټول بدن سوی له درده خوار او زرد
هر غړي ته يې چې وګورې دی بیمار
درملنه د هغه لپاره ده اړینه په کار
طبیب يي پیدا کړ د بیماری علت
ټوله پسات دی په ګوټه یانی دولت
ځکه هغه سوی دی خرابه خسمار
درد کوي ایښول یې په هر ځای تیار
د ادګوته باید سي عملیات
یا پرې سي چې ورک یې سي پسات
داچې نن کشر نه منی دخپل مشر
مشر باید ځان مړکړی ولي کشر
ځان مه ختا باسه مه غولوه دنیا
د ټولو بدن دردونه نه دي رښتیا
نه چلیږي اوس دوګوني سیاسیت
نه چلیږي په وحدانیت کي ثنویت
په هوا کې ارمنیه وهل نه لري ګټه
د کالود اغوستلو ډول نه لري وټه
دسیاست د خولی درښتیا وتل دی لکه
د تمساح په خوله کې څوک ورکړی ګوته
نه لری سود دا غوندې منډي د بنو
چي غړي یې ټول دی پکان بې څڼو
نه ده لویه جرګه او کوچنی جرګه تدبیر
لمن نیول نه لري ګټه د صغیر اوکبیر
باید دا نظام سي له برزګانو سره نسکوره
که غواړې چې نه سي د وطن نوم کوره
ځان مه ختا باسه مه هغه او ما
دا نه ده د وطن د بدن د خوږ دوا
لس کاله تیر سوه سم نه سو سیاست
ټوله دنیا مو کړه پر ځان ملامت
ګټه نه کوي نور دا جلسې او جرګې
نه ژړا ،نه سترګګ نه بهانی نه پلمې
ټنبه پسه نه جوړیږی په یو ګوز
په نس کې وهل غواړي د جوال دوز
باید د نظام سیاست سی بدل
ارګ باید پاک سي د نفاق او هزل
دا نظام سوی دی د جولا ځاله
په کښي مښلی دی حشرات واړه
دا ځالی باید جاروسی له هر ه ګوټه
چې ورک سي له کوره د غڼی سټه