بلجيم کې افغانانو لوی اختر ولمانځل

  بلجيم کې افغانانو لوی اختر ولمانځل
دلوی او بخښونکي څښتن په نامه

اختر د هغه چا نصیب شه
چې کم تر کمه خپل وطن کې دېره وينه
...
د يکشنبې په ورځ د سهار په 08:30 بلجيم کې د انتورپن ښار ميشتو افغانانو ته لمړۍ د اختر د لمانځه په اړه بشپړ معلومات د قاري صاحب حسين احمد لخوا واورول شو تر څو لمونځ په ښه تريقه تر سره شی ٠
د ښاغلی امان الله ساپي لخوا په زړه پورې خبرې د اتحاد، ورورولۍ، نيکو اخلاقو او اسلامي چلند توسعه وشوه٠
ښاغلی جليلي هم ډېرې ګټورې خبرې وکړی په ځانګړی ډول د جومات ته د راتلو او د افغانانو تر منځ د يووالی ، اتحاد په اړه خوږې خبرې وکړی ٠
په 09:30 د اختر لمونځ ادا کولو نه وروسته د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دعا او د افغانستان جنګ ځپلو خلکو ته بېله دعا وشوه ، تر څو زمونږ په وطن کې سوله او ارامي راشی او مونږ خپل هېواد کې خپلو خلکو سره یو ځای اختر ولمانځو٠
دعا نه وروسته د جهان ټولو مسلمانانو ته او د لراوبر وطن ټولو افغانانو ته اختر مبارکي وويل شوه،او لو اختر په خوشالي د تيريدو هېله وشوه٠
اخره کې ټولوته د چايو ځانکړی ترتيب نيول شوی وو، تر څو د مساپرۍ په دې دنیا کې په قراره د زړه خواله وکړي ، او په دې پلمه به د يو او بل له حال اواحوال نه هم ځانونه خبر کړي ٠
انځورونه او ويديوګانې به وروسته په دغه پته خپرېږي (www.accantwerp.webs.com)
په مينه او ادب جاويد احمدزی