
ځوانان د یوه
هیواد تر ټولو غنی برخه ګڼل کیږی ، مطلب دا چی د دوی د انرژۍ ډیروالی او سالم صحت نسبت نورو ته د کار د ظرفیت
وړتیا ډیره لری ، نو ځکه موږ ویلی شو چی د
هر هیواد راتلونکی د ځوانانو ښه کاری محصول ته ډیره اړتیا لری .
او هر ځوان
باید دا احساس ولری چی دوی صرف د خپل ځان په اړه مسولیت نه بلکی د خپل هیواد په
وړاندی هم ډیر مسؤلیت لری ، خصوصآ په پرمختللی هیوادونو کی د ځوانانو په سالمه روزنه
دولت ډیره انرژی مصرفوی او د دی امکانات هم ورته برابر وی چی تر څو دی ده ځینی قابل او وطن پرسته
انسان جوړ شی .
مګر د
افغانستان دولت لا دی جوګه نه دی چی د ځوانانو په اړه د دوی اړین
ګامونه پورته کړی وی ، ځکه چی په
افغانستان کی نه تنها د ځوانانو په حق کی ظلم شوی دی بلکی دلته د هر چا په برخه کی
ظلم شوی دی ، دا که ماشوم دی ، ځوان دی او که بوډا دی .
مګر زما پیغام
د یوه ځوان په صفت د افغانستان ځوانانو ته دا دی چی موږ باید نور ته انتظار ونه
باسو ، موږ باید له ډیرو کمو امکاناتو عظیمه استفاده وکړو ، ځکه چی ځانوژنه زموږ
مشکل نشی حل کولی ، هر وخت انسان باید د مشکلو په اساسی حل باندی فکر وکړی ، که
چیری یو ځوان د ازادۍ په فکر کی وی ، دا په ځانوژنه نه بلکی دهغی لپاره موږ کولی
شو چی خپله علمی سویه لوړه کړو او د خپل وطن په هره رنګه حالاتو فکر وکړو او عملی
ګامونه پورته کړو .
ځکه چی ننۍ
جهان بهانو ته ارزښت نه ورکوی ، نو زه دا ډیره اړه ګڼم هغه ځوانان چی د علم له ثمری برخمن دی ، په خپل کور کی د
خپلو نورو خویندو او وروڼو په سالمه روزنه کی د خپل مور او پلار سره کافی کوشش
وکړی تر څو چی دوی هم دی علم په ګټه پوه شی ، او له دی وروسته د دی ګاونډی په اړه
هم فکر وکړی چی زما تر څنګ ځوانان په کومو مصروفیتونو بوخت دی .
ځکه چی زموږ په
هیواد کی اوس د علم په اړه عمومی پوهاوی ته ضرورت دی ، نو اوس د دی وخت رارسیدلی
دی چی عملی ګامونه پورته کړو او له دغو ناورینونو څخه ځانونه را بهر کړو ، کنه ځان
ته د بهانو جوړول به بیا یوه لویه تیروتنه
وی ، چی بیا به له افسوس بیغیر هیڅ بل محصول ونه لری .
هلمند پردیس
د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښار