بی خونده خبری(۳۰): تباه شوو!!!

 


وسیم سجاد،کابل
نومبر۲۰۱۱،۰۴
امریکایان وځي!!! له ۲۰۱۴ مخکی،مخکی!!!
امریکا: نه وځو!!! افغانستان یوازی نه پریږدو!!! مونږ به له افغانانو سره اوږه پر اوږه د تروریزم خلاف جنګیږو.
بلیر د بی بی سی پښتو له لیمی سره په مرکه کی ویلي ول چی افغانستان به بیا د شوروی له وتلو وروسته ځان ته، یوازی او بی انډیواله نه پریږدي.
خبره بس همدا ده: وځي او نه وځي!!!
ومو باسل او ویی باسلو!!!
دا به غلطه نه وي چی تاریخ تکراریږي. تاریخ تکراریږي!!! او ښه په درز کی!!!
چارواکي له پرونه عبرت نه اخلي. نن ګوري سبا نه!!! او نه پوهیږم ولی؟
د سیاسي چارومتخصصین بیخي ډیر شول!!! د روسانو د وخت په دویم پوزیشن کی؛ د ظاهر شاه دمهال چی ټولی دوری یی لیدلي په اول او دغه اوسني یی بیا په دریم کی قرار لري. د سیاسي علومو پوهنځي ته هیح اړتیا نشته چی څوک یی ووایی؟ له کلیواله تر ښاري او له ښاري تر غرني او بیا له ماشومه تر لویه او له هغه تر سپین ږیري ټول متخصصین دي. کوټه وسوه، که کور وسوو خو دیوالونه یی پاخه شول!!! مونږ هم هغه دی؛ افتخار دی؛ ټول متخصیصین شولو!!!
خلکو سره بیا یو ډول ویره پیدا ده. د ځمکو نرخونه بیا مخ په ټیټیدو دي. د غټو توکو قیمتونه هم مخ په غورځیدو دي. ځینی به دغه تشویش لري چی دویم واده وکړي او کنه؟ نور زامن را وزیږه وي او کنه؟
تشویش!!!
تشویش هم ویشل شویدی!!! هره چاته یی د وس په اندازه رسیدلی. پیسه دار خو له ټنونو تشویشونو لاندی دی: چیرته کور ویسم؟ کار و بار چیرته پيل کړم؟ سرمایه کوم بانک ته انتقال کړم؟ د لته په اخیستل شوو ځمکو څه وکړم؟ او بلا نوری پوښتنی؟
پاکستان د کمپو اوسیدونکي په دی فکر دي چی کوم یو ته یی بیا لاړ شو؟ ولی مو کارتونه له لاسه ورکړل؟ د حزب اسلامی د شمشتو اوسیدونکي کامیاب دي!!! اوس هم هلته دي!!! د حکمتیار کمپ ړنګ نه شو!!! حکمتیار نور څه نه وي کړي دغه کمپ یی هم بس دی!
د کوهاټ د کمکول مهاجرین، د درسمندو، دوابی، ټل (لطف الله مشعل به د ټل په خوړونو کی څومره لوبیدلی وي!!! نمک حرام!!!)
صدی، پاړاچنار، زاخیلو، پنډی او نورو کمپو مهاجرین او پاتی ټول یی د یادولو وړ دي.
روسان ووتل؛ د حکومت د لیبیا، لبنان، ټونس او بغداد خبری د قذافی، ولی خان، او د صدام  منځګړیتوب!!!
امریکایان وځي؛ د مالدیف، استانبول، بون خبری د عبدالله ګل، شاه عبدالله، انګیلا میریکل وساطت!!!
د تیر واسط ټول وفات او یا وژل شویدي!!! افغان جهاد په فساد بدل شو!!! او خبره د فاحشی شوه چی جومات یی جوړ کړی وو.
څوک چی ووژل شول؛ خدای دی وبخښي. څوک چی پرهرژلي شول خدای دی اجر ورکړي څوک چی ورک شول هغه دنیا یی ښه کړی او څوک چی پاتي دي خدای دی توفیق ورکړي.
ټول خلک اوس په دی هڅه کی دي چی څنګه وکولای شي ځان تر مازدیګره ملیونر کړي!!! ټیکسي والا به د له پروان۲ تر سیاسنګه په ۳۰۰ افغانی بیایی. خو بیا همدا مسیر له بورد تر نوی اډی مقایسه کړی.
که په سروبي کی کوم خوړ راغی او تیږو لار بنده کړه نو د سمنټو بیه له ۲۵۰ څخه تر ۳۸۰ پوری له سهاره تر مازدیګره رسیږي. ازاد بازار دی!!! او دی ته ورته بازار په امریکا کی هم شته!!!
له واړه ماموره احمدی وردګه او بیا تر لوړ پوړي اصف ننګه ټول په دی لټه کی دي چی څنګه لوټل وکړي. هر سړی غل دی خو موقع ګوري. چارواکي په دی فکر کی دي چی په کوم هیواد کی پناه واخلي؟ ځکه که امریکا نه وي نو دنیا به نه وي!!! ژوند به نه وي!!! اخرت خو بیا بیله خبره ده!!!
په افغانستان کی د لوټ ۱۰ کاله وشول خو لوټ مار ماړه نشول!!! ځکه چی دوی قناعت نه کوي!!! که لږ قناعت وکړي نو مطمین یم چی د زړه سکون به ورته پیدا شي؛ په ذهني ډول به ارام وي؛ د وینی فشار به یی کنترول وي؛ شکر به یی ټيټ وي او...
په ټول ملک باندی د بی اعتمادی او بی باوری پراخه څادر غوړیدلی دی. رسنی هم دی ویری ته پکه وهي!!! کله چی امریکا نه وه نو ژوند څه ډول وو او که لاړه شي څه ډول به وي؟
مونږ خو ددی په شتون کی حتی خپل ولسی او ټولنیز اخلاق له لاسه ورکړل؛ شی،شی لاړ او دین دین. مونږ د زرکی تګ کاوه خپل مو هیر کړ. نه امریکایان شولو او نه هم پخواني هغه پاتی!!!
خلکو خدای (ج) هیر کړی. هماغه ذات خیرالرزاقین دی!!! قناعت د زړه سکون لپاره مهم دی!!! امریکا میره خو سوراغیش میمانه!!! دا وطن زمونږ دی ترڅو چی مونږ یی اباد او ښاد نه کړو باندني متخصیصین او له لویدیځه دغه راغلي مشران یی نه شي ابادولی. دوی به تښتي ځکه دویم تابعیت او دویمه ښځه یی اوس هم په جیب او په اړخ کی ده!!!
که تاسو څه لری شریک یی کړی!!!
leekwal@yahoo.com