بی خونده خبری(۲۹): اختر مو مبارک!!!

\"\"
 کابل
نومبر۲۰۱۱،۳
د قربانی اختر بیا راورسید. اوس اخترونه او نور ځانګړي مراسم یوازی او یوازی عادتونه ګرځیدلي خوند یی نه وي. لکه چی مونږ عبادت نه عادت کوو همدا ډول مو مراسم در واخله. اوس خو د اختر له لمانځه هم مسلمانان ډاریږي. وایی هسی نه پکی ووژل شو. موبایل بم (انتحاری، خودکُش، استشهادي، ځانمرګی: هره بلا چی تاسو یی بولی!!!)  پکی مخکی له مخکی په صف کی ولاړ نه وي!!!
اوس خو زمونږ د ځانګړو مراسمو مبارکي مشر ورور!!! اوباما هم ورکوي. ځان مونږ سره په غم او درد کی شریک بولي!!!  کور یی اباد!!!
مونږ ته سړیتوب اهمیت لري!!! یوه ښه خبره کولای شي چی یو افغان له سرو ماله تیر کړي!!!
ملایان او نور دوستان وایی چی اسلام په ډیری تیزی سره په خوریدو دی او ډیر زر به اروپا کی سپین بیراغ ورپیږي. او د خپلی دعوی د ثبوت لپاره د ناروی پیښه یاده وي!!!
خو دی خوریدو زمونږ بیخ و بنسټ راوویست!!!
اوباما صاب هم له اسلامی اخلاقو متاثر دی!!! ځینی افغان سایټونو خو یو وخت لیکلي وو چی بلیر صاب—دانګریز پخوانی لومړی وزیر—خو دقران تلاوت هر سهار پرځان فرض بولي!!! تیر کوم کال خو کشر بوش لوی اختر په مناسبت د صدام قرباني وړاندی کړه. نه پوهیږو چی تور ورور به څه فرمایش لري؟
مشر ملا صاب ته به د چا قرباني منظوره وي؟ څومره چی مال قیمتي وي هغومره یی ثواب زیات دی!!! که دا ځل په قربانی لیست کی
۱.استاد عطا
۲.مولا قسیم فهیم
۳.ډاکټر صاب ډبل عبدالله
وړاندی وي نو بده به نه وي. ثواب یی له الله عزوجل ورته غواړو.
سل دی ومره یو دی نه!!! اوس خو دا متل بدل شوی!!! اپډيټ شوی!!! زر دی ومره یو دی نه!!! ثبوت!!!
 
ګیلاډ شیلاټ او د حماس او الفتحی مجاهدین!!! هلکانو که زړه مو ځان وژلو ته وي له مونږ ځان بچ ساتی!!! سخت غریبان یو!!! والله که مو ارمانونه پوره شوي وي. اوس، اوس هسی په ژوند پوی شوي یو!!! زما پیشنهاد به ای ایس ای او طالب جان ته بد نه وي!!!
که بره کسان ټارګټ کړی نو ان شالله اهمیت به مو هم زیات شي او نوم به لا اوچت شي!!!
که قذافي ژوندی پاتی شوی وای؛ دغه سرخوړلي اوښتونونه نه وای پیل شوي نو له کونډلیزا رایس سره به یی ددوستمال به یی تاسو ډیر زر اوریدلی وای او داختر په دی شپو کی به یی داختر برخه وروړله!!!
که د حُسنی مبارک زامن په زندان کی نه وای نو د جینکو د دُختري جزر به یی ویستلی وای!!!
تیر کال دا وخت دوی ټولو جشنونه لمانځل او نن تری هیر وو!!!
زمونږ سیاسی پنډتان دا وخت مصروف دي چی اختر مبارکيو کی ځینو ته ځولی وغوړوي ترڅو په نوو سیاسی ګوندونو کی ورسره یو ځای شي. د بون له کانفرانسه مخکی،مخکی به ډیر سیاسي ګوندونه ځان راجستر کړي ترڅو  د جرمني د بون زیارت اهتمام هیر نه شي. ځکه په دی کانفرانس کی واړه سوالونه نه باید غټ،غټ وشي.
دلته په چورستان کی هم سخت د موټرو بیروبار دی. د احدي ازاد بازار خو د خلکو ... ور وشلولی.  تیر اختر غریبانه کلچی ۸۰ افغانی خو نن مونږ په سل اخیستي. قربانی لپاره به مال په څو وي؟
حزبی اصف رحیمی به څومره مال روزلی وي!!! چی په ارزانه پیدا شي؟ بیا هم پاکستان ته سلوټ چی میښی را سپلای کوي؟ که د پاکستان مالداري نه وای نو زمونږ د نیکتایی والو خو بیخي خوند نشته!!!
قربانی کیږي خو مونږ کوم ایدهی نه لرو!!! چی قربانی سره منسجم کړي!!!
دلته د جماعت اسلامي الخدمت فاونډیش نشته!!! د لته زمونږ په اسلام کی یوازی او یوازی وژل شته نور دغه خدمات په فروعاتو کی راځي!!!
جهاد زمونږ په اسلام کی تل لومړی!!! زمونږ پنج بِنا له نورو هغو توپیر لري!!!
زمونږ پنج بِنا د کلیمی طیبی پرځای په جهاد پیل کیږي!!! کلیمه طیبه اخرینی دی!!! که زده دی وه، زده ؛ که نه وه نو جهاد او حج دغو ټولو شیانو لپاره پرده پوښ دي.
د حزب  شمشتو ته به بیا کشمیری ډلی خپل خوله ور کسان لیږي ترڅو له وچ نهریانو صدقی ټولی کړي. په وچ نهر کی به بیا د شهیدانو عکسونه چی په دغو تیرو میاشتو کی له منځه تلي غټ کسانو لګیدلي وي ترڅو یاد بود برقرار شود!!!
 د حکمتیار پیغام چی تل په ومن الله توفیق او ستاسو مجاهد ورور حکمتیار پای مومي هم وړاندی شي!!! حکمتیار به په دغه پیغام کی بیا په وچ نهریانو غږ وکړي چی امریکایانو ماتی خوړلی؛ ډیر زر به په ۵۲ ایالتونو لکه څنګه چی شوروي اتحاد په پنځلسو ټوټه شو وویشل شي؛ خپلو پلویانو باندی به غږ کوي چی جوماتونو او مدرسو کی چاودنی مه کوی!!! د حکمتیار دغه پیغام به په پښتو کی وویل شي!!! ځکه د قربانی ورغومی پښتون دی نه پاړسک!!!
پاړسک به حکومت کا او پښتون به جنګ!!!
جنت از پشتون و دنیا از دیګران!!! نو له دی نه غټ افتخار چرته دی!!!
تاسو به هم اختر ته تیاري نیولی وي خو عرفی ته پوره توجو وکړی ځکه کال مخکی او کال وروسته ګناوی مو بخښل کیږي!!!
له خفه ملګرو او خپلوانو سره یی مه هیره وی. تاسو قدم واخلی او اختر ورته مبارک کړی!!! تاسو پری وار لومړی کړی!!! مونږ چی دومره نفرت وکړو څه ګټه مو وکړه؛ راځی خپلو خپلوانو سره یی بیا وګنډو او تیر په هیر کړو!!! خپلو مړو ته دعاوی وکړی او افغانستان هیر نه کړی!!! ددی در بدر (در په در) لپاره دعا وکړی!!!
له طالب، امریکایی، ای ایس ای څخه امان وغواړی!!! او دعا وکړی چی له دی شر او له ملګرو مو خدای(ج) زر خلاص کړي!!!
مسافر مو هیر نه دي!!! هغوی ته هم اختر مبارک وایو!!!
leekwal@yahoo.com