
ځانمرګي برید کونه په افغانستان کي یوه نوې پدیده ده چي سر چینه یې د روسي اشغال سره لګیږي. د روسانو د اشغال پر مهال د اسلامي نړۍ ټوله ترهګر، مجرمین، جاسوسان، قاتلان، مجاهدین او نور... د غرب او عربي امیرانو په اجازه افغانستان ته د سره پوځ سره د مقابلې لپاره راواستول سوه. له منځني ختیځ څخه د راغلو کسانو په منځ کي درې کسان غورا مشهور دي چي دوو یې اوس ابدي نړۍ ته کډه کړې لکه عبدالله عظام او اسامه بن لادن خو ایمن الظواهري چي لا تر اوسه ژوندی دئ فکر کوم د پاکستان په کوم نظامي چوڼۍ کي به یې فنا اخیستي وي.
په لومړی ځل په افغانستان کي ځانمرګی برید د همدغو ښاغلو د ډلي له خوا یا په بله وینا د القاعدي له خوا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر پر ۹ د شمالي ټلوالي پر مشر احمدشاه مسعود د دو عربو له خوا چي د خبریالانو په نامه یې تر ده پوري ځانونه رسولي وه وسو او هغه یې وواژه. تر هغه وروسته په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ م کلونو کي یو یو ځانمرګي برید تر سره سو چي وروسته نو د افغانانو او لویدیځوالو لپاره د سر خوږی او د پاکستانیانو لپاره خورا ښه او ګټور تجارت سو.
لومړی ځان مرګي او دا وروستي دوه چي یوه یې احمد ولي کرزی وواژه او بل یې پروفیسر رباني د افغانستان په معاصر تاریخ کی خورا د اهمیت وړ دي چي د افغانستان او د سیمي اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او کلتوري لور یې وټاکه. دا چي دا لوری به د افغانانو په ګټه تمام سي که په تاوان زه نه په پوهیږم خو دونه ویلای سم چي د سیمي او افغانستان لپاره یې تر اوسه ښه زیری نه دئ راوړئ.
د ۲۰۰۸ م کال په اخیرو کي چي کله زه د جمهوري ریاست د تاریخ او تحلیل د امریت امر وم یوه ورځ د امنیت شورا د دفتر له رییس سره دده په دفتر کي ناست وم چي سکرتر یې دروازه وټکول او دفتر ته را دننه سو او د رییس مخ ته یې پر میز یوه دوسیه کښېښوله. رییس دوسیه خلاصه کړه او په لوستلو یې شروع وکړه او تر یو څه ځنډ وروسته یې مخ ما ته راواړاوه او په موسکا يې ویل:
ډېر جالب راپور دئ. ما ور څخه وپوښتل د څه شي په اړه؟ ده وویل په وزیرستان کي یوه ملا دونه ځانمرګي تولید کړي دي چي د یوه ځانمرګي بیه یې دوه سوه زره پاکستانۍ کلداري ایښې ده او په همدې دوه لکه کلدارو کي د ټرانسپورپ مصارف هم شامل دي او د افغانستان په هر ګوټ کي چي یې غواړي هلته یې در رسوي. راپور رښتیا هم جالب او هم زړه دردونکی وو. تر هغه وروسته چي کله مي د یوه ځانمرګي خبر اورېدلی دئ نو سترګو ته مي هغه راپور درېدلی دئ.
حاجي جانان زموږ تربور دئ د کندهاریانو په اصطلاح ښه خان دئ، د دوبۍ کاروبار کوي او د کوټي په لیاقت بازار کي خورا ښه او لوی دوکانونه لري. دده شپاړس کلن زوی په کوټه کي د کالج محصل وو او تر درس وروسته به یې له خپل پلار او ورونو سره په دوکانونو کي مرسته کوله، خو پلار ته یې فکر پیدا سو چي نور به د دوکان پر ځای مدرسې ته د دیني زده کړو لپاره ځي. پلار یې له خپلو دوکانو سره په نژدې مدرسه کي شامل کړ، هلک هره ورځ مدرسي ته تلی او راتلی خو تر دوي میاشتي وروسته یو ناڅاپه ورک سو. پلار او نورو دوستانو چي هر څه لټاوه درک یې نه وو خو یو چا ورته ویلي وه چي هغه د جهاد لپاره افغانستان ته تللی دئ.
زه له کابل څخه په رخصتي کندهار ته تللی وم له پلار سره مي ناست وم چي د پلار ټلیفون ته مي زنګ راغئ. تر ټلیفوني خبرو وروسته مي پلار وویل چي حاجي جانان له پاکستان څخه راغلی دئ اوس زموږ کور ته راروان دئ وایي زوی یې افغانستان ته د جهاد لپاره راغلی دئ او د هغه په پیدا کولو کي له موږ څخه مرسته غواړي. حاجي جانان شپه زموږ کره تیره کړه او د شپي مي له بابا سره د زوی د لټولو پر لارو چارو ږغېده او سهار نو د خپل زوی په لټولو پسې کېدئ. د سهار پر نهاري ناست وو چي د غبرګو چاودنو ږغونه مو واورېده او ورپسې د سپکو توپکو ډزي. موږ ټوله حیران او خواشني سو او د خیر خیر دعا مو کوله، خو درویش صاحب وایی:
چي مور یې لاس پورته کوي د زوی ځیګر زخمي سي
کله په منډه کي سي غشي تر دعا له مخي
دا وخت نو غشي تر دعا مخکي سوی وو او لا د وړاندي د څو افغانانو له سینو وتلی وو. تقریبا نیم ساعت وروسته حاجي جانان ته له کوره (کوټي) څخه ټلیفون وسو چي یو کس موږ ته د طالبانو د ویاند په نامه ټلیفون وکړ ویل یې چي په خپل زوی پسي نور مه ګرځي هغه نن په کندهار کي د هغي ډلي غړی وو چي نن سهار یې د خاص نظم د پولیسو پر قوماندانۍ حمله وکړه او په شهادت ورسیدئ.
د حاجي جانان د مخ بڼه والوته او ستونی یي ومښتئ په سلګو یې دغه غمګین خبر موږ ته ووایه. ما ورته ددغه ملا کیسه وکړه چي د یوه ځانمګري قیمت یې دوه لکه کلداري ایښی دئ. ده تر شونډو لاندي وویل کاشکي یې زما زوی راکولای سوای ما به ورته میلیونونه ورکړي وای.
غلام ولي نوري
کاناډا
aracozia@yahoo.com