پتیال زما د قدري یار!

 
د کندهار ښار د دویمي ناحیې د بنایانو په کوڅه کي د ملا عبدالباري او ملا عبدالغني اخند په نامه دوه ورونه اوسیدل. ملا عبدالباري یې یوازي امامت کاوه او ملا عبدالغني د امامت تر څنګ خورا ښه خطاط و او په ښکارپور بازار کي یې د ګاز خرڅولو دکان هم درلود. د همدې ملا عبدالغني اخند د ګاز خرڅولو په دوکان کي به زیات شمېر د خطاطۍ او دیني زده کړو شاګردانو زده کړي هم کولې. هغه ورځ مي په یاد ده چي د شهید پتیال پلار دی د ملا عبدالغني اخند دوکان ته د قدري زده کولو لپاره راوست. شهید پتیال د خطاطۍ سره خورا زیاته مینه درلوده او دلې یې پر ملا عبدالغني اخند خطاطي هم زده کول. دده د ښه خط په لیدلو سره زه هم د خطاطۍ زده کولو ته تشویق سوم خو مزه مي پکي نه وه. د طالبانو په وروستیو کلونو کي ما په کندهار کي د کمپیوټر زده کړي کورس درلود او دی به هم کله کله هلته راته او دا هغه وخت و چي پتیال په شعر، نثر لیکلو او تحقیق کي خپل ځان په ډېرو پښتنو فرهنګیانو پېژندلی وو. د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته بېنوا فرهنګي ټولنه د زیاتو کندهاري فرهنګیانو د ناستي او زده کړي ځای وو. دلته به همېشه ځوان فرهنګیان د ښکلا مجلې په کمپوز او ایډیټ او یا به د کوم بل ادبي، علمي...کتاب په کمپوزولو اخته وه او که به دا نه وه نو د ځوانانو د ټوکو ټکالو بانډار به ښه ګرم وو. زموږ د بېنوا ټولني په ټولو ملګرو کي دئ د خورا ډېر احترام او درناوي وړ ځوان وو، ما به همېشه ویل چي کاشکي مي دده په شان دروند شخصیت درلودای خو پتیال په رښتیا هم له ټولو بېل وو. همېشه به یې پر شونډو موسکا خپروه، خورا ظریف او ښه طنزیه طبع یې لرل، کله چي به یې خبري کولې د ټولو حاضرو کسانو پام به یې ځان ته را اړوه. زه چي به په کومه ورځ رخصت وم نو هغه ورځ به مي تقریبا ټوله په بېنوا ټولنه کي چي د خاد په کوڅه کي یې موقعیت درلود تیرول او په همدې کوڅه کي دده د لوحه لیکني دوکان هم وو. د خپل دوکان څخه د یو کړي دپاره راغئ زه او عبدلجبار فراز سره ناست و او موږ ته یې وویل (اښه! ګوره دا پلانی هم تر یوې ډیګرۍ اخیستلو وروسته دا دئ والي سو، ګورئ که موږ ډیګري واخلو موږ هم کېدای سو). پدې ورځو کي زموږ یو پښتون لیکوال د کوم ولایت والي مقرر سوی وو.
پتیال خو د والي تر معاونیت پوري ورسید خو د ډیګري اخیستلو په لاره کي یې سر هم بایلود.
زه یو وخت په یو اوږد سفر د کندهار څخه تللی وم خو چي کله بیرته راغلم نو د بېنوا فرهنګي ټولني د غړو په منځ کي د اختلاف له کبله پتیال، جبار فراز او نور ملګري د ټولني څخه بېل سوي وه. کله چي زه بیرته کندهار ته راغلم د کندهار ښار د خاد په کوڅه کي د پتیال د لوحه لیکني په دوکان کي به له ملګرو سره مازیګر کښېناستلو. زموږ شمېر ډېر سو او وروسته مو د وېښ ملګرو فرهنګي ټولني په نامه یوه ټولنه جوړه کړه چي په هغه کي زه (نوري)، شهید پتیال، عبدالجبار فراز، خالد حبیب، مطیع الله روهیال، جانان مومن، محمود مرهون، حمید فراز او د وطنه لیري ګران سعید لودین وو. دې ټولني د (بریا) په نامه یوه مجله چاپول چي شهید پتیال یې مسول مدیر او زه یې مرستیال وم. زموږ ددې ټولني مرکز د ډېرو کندهاري ځوانانو لپاره زما په شمول د زده کړي ځای وو او موږ به همېشه بېله ناغې مازیګر دلته راغونډېدلو او تر ناوخته به مو یا ادبي کارونه کول که به ادبي کارونه نه وه نو د ټوکو ټکالو بانډار به مو ښه ګرم وو چي زموږ ددې بانډارونو مالګه پتیال وو. د جمعې په شپه به مو خامخا تر سهار په وېښ ملګري فرهنګي ټولني کي بانډار کاوه. یوه شپه مو سري ماښام پر یوه مسله بحث شروع کړ او تر سهاره مو بحث پر وکړ او په نیمه شپه کي د پتیال پام سو چي دا موضوع په لومړي ځل چا رامنځ ته کړه؟ ټولو کوښښ وکړ چي کس او علت یې په یاد راوړي خو زموږ دا یادو پورته ټولو ملګرو کوښښ وکړ چي په یاد یې راوړي خو هیڅوک ونه توانیدئ او باالاخره د سهار خوا ته شهید پتیال زموږ دا ذهني سیالي وګټل او زه په هغه شپه دده عالي ذهن او حافظې ته ګوته په غاښ سوم. کله چي به یې د شپي کوم کتاب مطالعه کړی و په دا سبا به یې ټوله په یاد وو او ټوله مهم ټکي به یې راته وویل. دا ښایسته او تنکي ځوان ښه شاعر و، ښه لیکوال و، ښه محقیق و، ښه منېجر و، ښه خطاط و، ښه دوست او ښه ملګری وو.
یوه ورځ زه او دی تر نورو ملګرو مخکي د ويښ ملګري فرهنګي ټولني دفتر راغلو، راته وې ویل یاره زما پښه به هم په دا څو ورځو کي را وتړي. ما مبارکي ورکړه او په واده کي مو یې د نورو دوستانو سره ښه ټینګ سات تیر کړ. د واده په شپه د موسیقي د پروګرام په منځ کي ملګرو مجبور کړ چي خپل شعر ووایې ده هم خپل یو اوږد شعر ووایه.
زه کابل ته د وظیفي دپاره راغلم او ملګري مي په کندهار کي پاته سوه. یوه ورځ یې ټلیفون راته وکړ، په کندهار کي د روان حالت څخه یې سخت شکایت کاوه او زړه یې ډېر ډک وو. ویل موږ یو څو کسه ځوانان کابل ته درځو هلته به د کندهاري مشرانو سره وګورو چي دغه روان بد حالت ته یوه د حل لاره پیدا کړي، دوی کابل ته راغله او دا چي ددې سفر پایلي څه سوې یو بل لوی داستان دئ. بابي صاحب شهید سو او پتیال د هغه پر ځای د اطلاعاتو او کلتور د رییس په توګه وټاکل سو، څو ورځي وروسته هیوادمل صاحب زنګ راووهئ چي پتیال نن د اولسمشر کرزي سره ویني او اوس راغلی دئ زما په دفتر کي ناست دئ او غواړي ستا سره وویني. زه د قصر سنګي څخه د پتیال لیدو ته د هیوادمل صاحب دفتر ته ورغلم او هلته تر چای څښلو وروسته مي د اولسمشر دفتر بدرګه کړ او بیا به چي کله به زه کندهار ته تلم او یا به دی کابل ته راغلئ نو سره لېدل به مو. د تقدیر پښي دي زه یې د وطن څخه هجرت ته مجبور کړم او دی د اطلاعاتو او کلتور د ریاست څخه د والي د معاونیت چوکۍ ته پورته سو. زه د کاناډا څخه کندهار ته راغلم او د پتیال سره مي د کندهار ولایت په مقام کي ولیدل ګیله یې کول چي ته (نوري) او هم پرویز نجیب (د کندهار د دفتر رییس شهید ډاکټر پرویز نجیب یې مطلب وو) خارجي پاسپورټونه واخیستل که هر وخت وغواړئ نو بهر ته تښتېدای سئ. خو اوس دا دئ نه اجل پتیال تیښتي ته مجبور کړ او نه هم ډاکټر پرویز نجیب خارجي پاسپورټ وساته.
زه ، جانان مومن، عبدالنافیع ثنا، سعید لودین، محمود مرهون د بابا صاحب زیارت ته تللی وو. هلته مو عکسونه اخیستل او تر دې لاندي عکس وروسته یې وویل:( سبا به ددې عکس سره لیکلي وي د ښې خوا څخه مرحوم پتیال). ددې ناځوانه د عکس سره خو ما دا دي په دې تانده ځواني ولیکل چي مرحوم پتیال.
تر دې وروسته پتیال د ډېرو دوستانو سره زما په شمول اړیکي نه پاللې او له همدې کبله کندهاري فرهنګیان چي ده ته یې د خدمت ډېر امید درلود ورڅخه ماڼېجن وه. پتیال د خورا لږو کسانو ټلیفون ته هم تر ریاست او د والي د معاونیت مخکي او هم وروسته جواب وایه له همدې کبله زموږ په انډیوالانو کي په دي مشهور و چي د پتیال ټلیفوني اخلاق سم نه دي. په کابل کي د وظیفې پر وخت کندهار ته په رخصتي تللی وم ، غرمه مي د پتیال او یارانو سره تیره کړه او کله چي یې ماښام زموږ د کور مخ ته د موټر څخه کښته کېدم په ډېر تعجیب یې مخ راواړوئ او راته وې ویل (همدا نن مي له مومن سره ستا په اړه خبري کولې او هغه ته مي وویل چي (نوري) خورا ډېره حوصله لري دا حوصله دي له کومه کړې ده؟) ما ورته وخندل او د خدای په اماني مي ځني واخیستل.
څو میاشتي مخکي چي په کاناډا کي د زده کړو تر پای ته رسولو وروسته چي کله کندهار ته راغلم د (پير محمد کاکړ په سیمینار کي) چي د کابل څخه د هیوادمل صاحب په مشرۍ یو پلاوی هم راغلی و د کندهار د ښاروالي په تالار کي ولید، پر ده د خلکو ګڼه ګوڼه وه او زه هم بېله روغبړه ځني تیر سوم. د شا د خوا یې پر اوږه لاس را کښېښود او راته وې ویل اوس ته هم بېله ستړي مسي را څخه تیریږې؟ غرمه مو ډوډۍ یو ځای سره وخوړه او مازیګر مو د بابا صاحب په زیارت کي د زردالو او توتانو مېله وکړل. همدا زموږ اخیرنی دیدن وو.
تر دیارلس ساعته سخت کار وروسته کور ته راغلم، څنګ مي واچوئ ، سارا و میرویس مي یوه او بل بغل ته ناست وه په کوم تلویزون کي د پتیال مرکه خپرېدل، مرکه پای ته ورسیده او چي بل چېنل مي راواړاوه عاجل خبر و او پتیال نو نور زموږ ژوندو په منځ کي نه وو. ملګرو ته مي تلیفونونه وکړل او اخیره یوه راته وویل (هو هغه شهید سو او زه یې د جسد سره ولاړ یم) حواسو مي کار پرېښود او تر سترګو مي اوښکي ایله سوې. همدا اوس چي دا کرښي لیکم ، تر سترګو مي اوښکي بهیږي او سر مي بېحده درد کوی او داسي حسوم لکه په سر کي چي مي اور بلیږي.