په دې دوو اونیو کي د اولسمشر کرزي او امریکایانو تر منځ سخته لانجه روانه ده چي له غربه تر شرقه یې ټوله نا ارامه کړي دي . خو د افغانستان بهرنیو دښمنانو او د اولسمشر سیاسي مخالفینو ته بیا دا شخړه یو غنیمت دئ. له بلي خوا مو عجیب او غریب اولس دئ چي نه دوی تر اوسه څوک په دوستئ منلی دئ او نه بل چا دوی په دوستي منلي دي. زموږ په معاصر تاریخ کي له امان الله خانه څخه نیولي تر کرزي خانه ټوله یې شړلي دي، په ملیونونو کسان وژل سوي دي ټوله هم جنتیان دي او ټوله هم دوزخیان. نه یې دوست معلوم سو نه یې دښمن بس چي هر چا پر هره روان کړل په هغه پسي روان دئ. که مو د چا سره مخالفت سو نو ټوله یې ردوو او که مو ور سره دوستي سوه ټوله یې منو. دلته زما مطلب دا نه دئ چي زه د اولسمشر کرزي صفت وکړم او هغه تاسو ته سپین کړم بلکي غواړم چي خپلو هیوادوالو سره یو څو پټي خبري شریکي کړم او ور پام کړم چي د ملي مسایلو سره احساساتي برخورد ونه کړي او په دې پسي ونه ګرځي چي څوک څه وایې بلکي په دې پسي باید ورګرځي چي څوک وایې څه؟
د امریکایانو سره د اولسمشر کرزي شخړه پر یوې خورا حساسي ملي موضوع ده او افغانان که پر هر ډول سیاسي مسایلو اختلاف ولري باید د خپلو ملي ګټو په خاطرد بهرنیانو په مقابل کي متحد سي. په کابل او هلمند کي د اولسمشر کرزي تر ویناوو وروسته له سیاسیونو څخه نیولي بیا تر لیکوالو؟ کارپوهانو؟ د پوهنتون استادانو، فیسبوکیانو او حتی تر موټروانانو او بزګرانو هر یوه د خپلي خوښي او استعداد په اندازه خپل نظرونه شریک کړل. چا کرزی د امریکایانو ګوډاګی وباله، چا ورته قهرمان وویل، چا د امریکایانو سره په دسیسه تورن کړ، چا ورته ذهني ناروغ ووایه...او داسي نور.
کرزي په رښتیا سره د پښتنو سره د خپلي واکمنۍ په جریان کي خورا سخته جفا وکړه مګر سره له دې اولسمشر کرزی په هیڅ صورت چي زه یې تر کومي اندازې پېژنم د امریکایانو او حتی د هیڅ خارجي ګوډاګی هم نه دئ. دده د ګوډاګيتوب په اړه ما په ۲۰۰۶ م کال کي یوه رساله غوندي لیکنه کړې وه، چي د (ښکلا) مجلې په ۳۶-۳۷ ګڼو کي چي سرلیک یې دئ (امریکا په لوی لاس افغانستان د شوروي اتحاد غېږ ته ور ټېل واهه) او دا هغه وخت وو چي ما د اولسمشر کرزي سره شخصا نه پیژندل. ځیني خلک انتقاد کوي چي کرزی امریکایانو راوستلئ دئ نو دا پدې معنی ده چي کرزی په مطلق ډول د امریکانو لاسپوڅی دئ مګر زموږ دغه هیوادوال دا هیروي چي امریکایان په دوهم نړیوال جنګ کي غربي اروپا ته په همدې شکل ورغلل نو ایا اوس به موږ وایو چي دغربي اروپا حکومتونه د امریکایانو لاسپوڅي دي؟ په هیڅ صورت نه بلکي اروپا او امریکا ستراتیژیک ملګري دي. که موږ د لس کاله مخکي افغانستان پر ملي حاکمیت د واک لرلو اندازه له نني افغانستان سره پرتله کړو نو بیخي د مځکي او اسمان په شان فرق به ووینو. افغانستان تر قیامته همداسي نه سي پاته کېدلای او نه امریکایان دونه لېواله دي او نه دونه ځواک لري چي زموږ پر هر شي دي کنټرول ولري او داشی د امریکایانوـ ترکانو، امریکایانوـ جاپانیانو، امریکایانوـ جرمنیانو، امریکایانو اسټرالیانو او نورو تر منځ په اړیکو کي ډېر روښانه دئ.
زه دغي لیکني ته په اصطلاح د یوه کارپوه هغه څرګندوني وهڅولم چي ویل يي (دا جنګ به امریکا له کرزي څخه ګټي) په همدې خاطر مي قلم را پورته کړ چي تاسو لوستونکو ته د افغانستان د ملي حاکمیت په اړه د اولسمشر کرزي عزم یا په اصطلاح هغه پوهه او شواهد وړاندي کړم چي ما د خپل دوه کلن کار په جریان کي له ده څخه اورېدلي او تجربه کړي دي. که څه هم د غرب په دې ستړي او د محصلۍ په دې بوخت ژوند کي له چا سره دونه وخت نه وي چي هغه دي د خپل پوهنتون د مضامینو بهر هم یوه کرښه ولیکلای سي.
تقریبا د ۲۰۱۰ م کال په لومړیو کي د ناټو او امریکا خورا یو لوړ رتبه دیرش کسیزه پلاوی اولسمشر کرزي ته د پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره کابل ته راغئ. دغه هیئټ هغه وخت د اولسمشر ماڼۍ ته راورسېده، چي په همدې وخت کي اولسمشر د ماپښین لمونځ په مسجد کي په جمع ادا کاوه، البته دغه مسجد د اولسمشر په ماڼۍ کي د اولسمشر د دفتر مخ ته تقریبا د شلو مترو په فاصله کي موقعت لري. دغه هیئت د ګلخانې مخ ته د اولسمشر کرزي لپاره تم سو تر څو هغه راسي او بیا یو ځای له هغه سره ګلخانې ماڼۍ ته ننوځي. کله چي اولسمشر کرزی د لمانځه څخه خلاص سو او د هیئت سره تر ستړي مسي وروسته چي د ګلخانې ماڼۍ ته ننوت نو د عمومي دروازې څخه تقریبا دوه متره لیري دویم منزل ته د ځینو خواته یو ځای ته یې اشاره وکړه او هیئت ته یې وویل چي زموږ ملي اتل شهید سردار محمد داود خان پر دغه ځای کمونیسټیانو شهید کړ او دده جسد تر شهادت وروسته پر همدې ځای پروت وو. زه د شهید داود خان او د هغه د کورنۍ د غړو د پیدا کولو د جریان شاهد یم او په کومه ورځ چي یي شهید داود خان ښخاوه نو مراسم یې په جمهوري ریاست کي تر سره سوه چي زه یې هم د احترام په خاطر له تابت سره تیر سوم او هغه ټوله ورځ مي ددغه ملي اتل په غم اوښکي توی کړې. زه مخکي خبر وم چي داود خان په ګل خانه کي شهید سوی دئ خو دقیق ځای یې راته معلوم نه وو او تر دې وروسته چي به زه کله ګلخانې ماڼۍ ته ننوتم نو دده د شهادت پر ځای چي به راغلم روح ته به مي دعا وکړه او درود شریف به مي ووایه.
هیئت لوړ دویم منزل ته د غونډو تالار ته وختئ او مجلس شروع سو. د هیئت مشر وویل چي د پاکستان سره باید موږ یو تفاهم ته ورسیږو او پاکستان چي کوم شرطونه لري هغه باید ومنل سي تر څو دغي مسلې ته ژر تر ژره د حل لاره اواره سي. کرزي وویل چي د پاکستان شرطونه څه دي؟ هغه وویل چي په ولایتونو کي د هند د کونسلګریانو تړل، هندي کمپنیو ته د قراردادونو نه ورکول او د ډېورنډ کرښه په رسمیت پېژندل او داسي نور. اولسمشر کرزي وویل چي که زه پدې وپوهیږم چي زموږ او پاکستان مشکل د هندي کونسلګریو په تړلو، هندي کمپینو ته د قراردادونو په نه ورکول ختمیږي، یوه ورځ به حتی د هند سفارت دلته راڅخه تیره نه کړي کمپنۍ او کونسلګرۍ خو بیخي کوچنۍ خبري دي خو موږ پوهیږو چي دا زموږ او پاکستان تر منځ مشکل نه سي حل کولای او پاته سوه د ډېورنډ کرښي خبره دا داسي مسله ده چي نه د یوه اولسمشر صلاحیت دئ او نه په یوه امضا حل کېدلای سي. د هیئت یوه غړي وویل چي که افغانان په خپل هیواد کي سوله غواړي نو باید تر ډیورنډ تیر سې. کرزي وویل چي څوک به ماته دا ضمانت راکړي چي که زه د ډېورنډ کرښه امضا کړم بیا به پاکستان افغانستان پر قراره پرېږدې؟ پدې سره ټوله مجلس چوپ سو. کرزي وویل چي زموږ او د پاکستان مشکل په دې سره نه حل کیږي چي موږ ډیورنډ دوی ته ورکړو او زه په دې پوهیږم چي که نن ډيورنډ ورکړم سبا جنوب راڅخه غواړي او که مي هغه هم ورکړ بیا امو راڅخه غواړي او اخیر به راته وایې چي تاسو دلته د اوسېدلو حق هم نه لرئ. د پلاوي یوه بل غړي وویل چي د ډېورنډ مسله باید خامخا حل سي او موږ نور نه سو کولای چي ددې کرښي له کبله خپل بچیان په افغانستان کي قرباني کړو. اولسمشر کرزي وویل مخکي ما تاسو ته د شهید سردار محمد داود خان د شهادت ځای در وښودئ چي د هغه په شان مي له دې قصره څخه مړی وځي لا یې په خدای که څوک راباندي امضا کړي.
په دا سبا له کندهار څخه قومي مشران د اولسمشر کرزي لېدو ته د ځینو مسایلو د حل لپاره راغلي ول. زه چي کله د غونډي تالار ته ننوتم، د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر یوه کار کوونکي چي له هغه لومړیو ورځو څخه بیا تر دا اوسه یي په جمهوري ریاست کي کار کاوه راته وویل چي دا څو کاله کیږي چي زه اولسمشر کرزی څارم پر ده باندي په لومړي سر کي یوازي د دوو سیمو کندهار او پنجشیر د خلکو تاثیر لوېده خو اوس یوازي د کندهار د خلکو تر سام لاندي وي. اوس به خود د پنچشیر د خلکو تاثیر نه پر پرېوته ځکه چي اوس هغوی په اقتصادي او سیاسي لحاظ تر ټول افغانستان قوي دي او کندهاریان تر ټولو خوار او کمزوري دي البته په مجموع کي کندهاریان د ټولو پښتنو یو ښه انځور دئ. عموما به داسي غونډي د ماپښین په لمانځه شروع کېدې او په چای او ډوډۍ به پای ته رسېدې. لومړی به مېلمنو خبري کولې او خپل شکایتونه او وړاندېزونه به یې اورول او بیا به اولسمشر مجلس راټولاوه او د د مېلمنو پوښتنو ته به یې ځوابونه ویل. د مجلس په سر کي د کندهار یو قومي مشر ولاړ سو او تر احترام وړاندي کولو وروسته یې وویل چي ښاغلی اولسمشر موږ دلته تاسو ته ددې لپاره راغلي یو چي کندهار به راجوړ کړې خو دلته چي راغلو تاسو خپل دفتر لا نه دئ جوړ کړئ نو له همدې کبله زه د هیڅ شي غوښتنه نور له تاسو څخه نه کوم او تر دې ویلو وروسته بیرته پر خپل ځای کښېناست. د سپین ږیري خبره سمه وه، په سنګي قصر کي زماپر دفتر د ۲۰۰۸م کال څخه کار شروع سوی وو چي تر اوسه لا چي خبرېږم نه دی بشپړ سوی.
پر مجلس یو ډول خاموشي را خپره سوه خو اولسمشر کرزی دداسي وضعیت د بدلولو یو خورا عالي استعداد لري او ډېر ژر یې هر څه په خندا بدل کړل. اولسمشر کرزي په هغه ورځ د کندهار مشرانو ته وویل چي زه پدې پوهیږم چي ځیني افغانان زما په اړه څه فکر کوي او دوی ماته د یوه ګوډاګي په سترګه ګوري او زه غواړم نن دا موضوع تاسو ته واضح کړم.”ده زیاته :
کړه چي موږ د امریکا ملګري یو او دا ملګرتوب د کمزوري او زورور تر منځ دئ خو موږ افغانان یو غیور قوم یو. زه په ځینو شیانو کي چي د افغانستان په ګټه وي د امریکا خبرو ته غوږ نیسم، مثلا څه موده وړاندي ما ته د اروپایې اتحادیې مشر ټلیفون وکړ چي د کابل امنیه قوماندان جنرال جنبش له دغي دندي لیري کړم. ما ورته وویل چي نه یې لیري کوم، ده راته وویل چي که یې لیري نه کړې موږ د پولیسو سره هغه دوه نیم سوه ملیونه ډالره ژمنه سوي پیسې نه در کوو. ما جنبش چي یو ملي او مسلکي سړی دئ لیري کړ او پر ځای مي یو غل او ټوپکسالار راوست خو افغانستان ته مي دوه نیم سوه ملیونه ډالر وګټل خو امریکایانو راته وویل چي په چین کي د شانګهای په غونډه کي ګډون مه کوه، ما ورته وویل چي دا د افغانستان د ملي حاکمیت مسله ده او زه د دوی د مخالفت سره ـ سره چین ته ولاړم او په هغه غونډه کي مي ګډون وکړ.
زما په فکر د ۲۰۱۰ م کال به وو چي امریکایانو په رزوګان ولایت کي پر اولسي خلکو بمبار کړی وو او اولسمشر د شهیدانو د فاتحې او د زخمیانو د لېدو لپاره هلته ولاړ. تر فاتحي وروسته د ټپیانو د لېدو لپاره د رزوګان مرکزي روغتون ته ولاړ هلته چي کله د یوه ټپي د لېدو لپاره د هغه خوني ته ننوت سمدستي د هغه ټپي سپین ږیري پلار اولسمشر کرزی تر ګریوان ونیوه او له ده څخه یې د خپل زوی د زخمي کېدو سبب وغوښت. اولسمشر تر دې پیښي وروسته خورا سخت خفه وو او هر وخت به یې په مجلسونو کي د هغه سپین ږیري یادونه کوله او کابل ته تر راتګ وروسته یې وویل چي نور باید امریکایانو سره هر څه سپین سي.
د انتخاباتو د شکایاتو د اورېدو د کمیسیون پر ترکیب یې له امریکایانو، ملګرو ملتونو او اروپایې اتحادیې سره لانجه روانه وه. امریکایانو غوښتل چي د کمیسون په ترکیب کي باید درې خارجیان وي او دوه افغانان او د ویټو حق هم باید څوک ونه لري بلکي هر څه د رایو د اکثریت پر اساس وسي خو اولسمشر کرزي غوښتل چي په کمیسون کي درې افغانان وي. په همدې خاطر یې څو ځله د پارلمان وکیلان راوغوښتل چي د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي خو هر ځل چي به کله وکیلان راغلل نو اولسمشر ته به یې مخامخ ښه وویل خو وروسته به یې بیا مخالفت کاوه. اولسمشر کرزي یوه ورځ عارف خان نورزي ته یې وویل چي ټوله بانفوذه وکیلان نن ماپښین ته جمهوري ریاست ته راوغواړۍ. ماپښین ته ۱۳۰ تنه وکیلان راغلل او اولسمشر دوی ته وویل چي زه دا قانون د ځان لپاره نه جوړم بلکي دا قانون د افغانستان لپاره دئ او زه غواړم تاسو د بهرنیانو د راتلونکو جنجالونو او دسیسو څخه خلاص کړم. اولسمشر ډېر کوښښ وکړ چي وکیلان په سمه راضي کړي خو وکیلان په سمه نه پوهېدل. ده وویل چي ګورئ تاسو د خپل اولسمشر خبره نه منئ او د بهرنیانو هر امر په پټو سترګو اجرا کوئ او شپه او ورځ په سفارتونو کي له دوی سره ناست یاست.
د اولسمشر ددي خبري په مقابل کي داود سلطانزوی د اعتراض په ډول ولاړ سو تر څو په خلاص لاس خبري وکړي. اولسمشر په خورا قهر ورته وویل چي کښېنه ـ کښېنه که نه تر وړۍ به دي سپک کړم. سلطانزوی چي د کښېناستو په حال کي وو غوښتل یې چي یو څه ووایي. اولسمشر کرزي ورته وویل چي خوله دې بندوه که مي خوله خلاصه کړه په شرمو به دي وشرموم او زه ستا د هري ورځي د فعالیتونو حال لرم. سلطانزوی داسي چوپ سو چي بیا د مجلس تر پایه چا د هغه ږغ وانه ورېده او نه هم بل چا د اولسمشر په مقابل کي په لوړ اواز د خبرو جرات وکړ. د غونډي په پای کي اولسمشر وویل چي د طالبانو سره یو ځای کېږم لا په خدای که دا قانون چي د کمیسیون درې غړي دي بهرنیان وي لا څوک راباندي ومني. تر دې غونډي سمدستي وروسته د اولسمشر کرزي د طالبانو سره د یو ځای کېدو خبره بیا د نیویارک ټایمز د سر خبر وو.
اولسمشر کرزي د افغانستان لپاره د بهرنیانو څخه خورا ډېر شیان ګټلي دي خو متاسفانه افغان اولس خو څه چي دده خپل ټیم هم نه دئ په خبر.
اولسمشر کرزي پرون د ازادي جرګې په پروګرام کي چي د ملي تلویزون څخه خپور سوو وویل چي د افغانستان راتلونکی اولسمشر باید د بهرنیانو په مقابل کي زمری او په کور دننه کي پسه وي خو کاش چي کله کله په خپل کور کي هم زمری کېدای چي د خورا نادودو مخه به یې نیولې وای.
وروستي