بی خونده خبری (۲۸): معلم!!!

\"\"

وسیم سجاد، دمولا علي ښکلی ښار
اکتوبر۲۰۱۱،۳۰
په دولسم ټولګي کی به د الجبر معلم شاماز خان ویل چی هلکانو په هغه پوست به کار نه کوی چی په میم پیل کیږي لکه: مدیر،مولا، معلم، مامور، موچي، موټروان ځکه د مشکل په وزن دي!!! او هغه شی مه ورکوی چی په ″ک\" پیل کیږي؟!!!
بده خبره خو یی نه وه کړی! هغه مهال زمونږ وینه به ګرمه وه؛ هلکان وو؛ ځوان د تودی وینی نوم دی نو څه به مو کول!!! ځواني هم لیونتوب وي په خبرو یی زر نه پوهیدو. خو چی اوس ګورم نو د استاد خبره سیی وه. زه اوس،اوس چی ۳۳ کلن یم پدی خبره پوهیږم چی د استاد خبره د کاڼي کرښه وه.
که په همدی پوست کی سړی مخکی لاړ شي؛ سړی استادی ته ادامه ورکړي نو تر اخره به استاد وي؛ ډیر زیات چی تدریس وکړي نو اخر تری مشر استاد جوړ شي.
که بایسکل یی درلود نو موټر پری قران کړی. که عادي موټر یی درلود نو کور به یی په کرایی وي. نوم به یی زرین څه چی په خاورین خط هم که ولیکل شي نو توره یی بوله.
ګران لوستونکیه که ته هم معلم وی نو استعفی دی وړاندی کړه. ژوند جوړ کړه؛ او د ژوند د جوړولو لپاره استادي په درد نه خوري.
تا به روزلی وي خو چی درخواستي ورکړی کوم پوست ته؛ او د تدریس تجربه دی ذکر کړی وي نو په هماغه شیبه اوټ یی!!!
شارټ لیست به دی نه کړي ځکه چی دوی دلیل راوړي چی عملي تجربه نه لري نو حرامي زه چی درس درکوم او ته می شاګرد وی؛ ته منیجر جِنرل کیدای شی او زه نه!!!
د شهیدانو عکسونه چی شمالی ټلوالی خپاره کړي په دوی کی به کوم استاد و نه ګوری یعنی د معلم برخه بعدالموت هم خواره وي.
که تاسو د مړو البمونه وګوری نو حکیم تڼیوال به په کی و نه مومی؛ استاد نیازی به پکی ونه ګوری؛ مولوی خالص به مو په کی ترسترګو نشي؛ معراج الدین پټان به پکی په ذره بین هم ونه ګوری. که دغه شپون سر وخوري؛ دغه شاعران یی که تجلیل کړي نور خو به یی څوک په کیسی کی هم نشي. د حبیب تږي په سرنوشت اخته نشي.
که د مسعود مرحوم عکسونه وګوری نو فکر به وکړی چی سړي والله فوټو جورنالیزم لوستلی وو چی دومره عکسونه یی اخیستي دي خو هیڅکله به تاسو د استاد ذبیح الله شهید عکس ونه ګوری. استاد ذبیح الله شهید که ژوندی وای نو مسعود به هیڅکله قهرمان ملی نه وای شوی.
دلته خو شاګرد دشیطان رول ادا کوي. ویل کیږي چی کله به حضرت عمر (رض) په کوم سرک تیریده نو شیطان به خپل مسیر بدلاوه او ۲۰ متره فاصله به یی اخیسته!!! د نن سبا شاګردان همدا ډول دي؛ چی استاد یی په کوم سرک تیریږي دوی خپل مسیر بدلوي هغه هم له دی ویری چی استاد ته به اوس سلام څوک ورکوي.
دلته کوم نوي تلویزون د پښتنو د حقوقو ددفاع ټټر وهلی او نوی منځ ته راغلی. خلک ښه ډیر ورته انتظار وو؛ رفیع حبیب الله یی هم ورته راغوښتی وو. په صوفې کی بلا نور چارواکي هم وو؛ والیان، وزیران، معینان او وغیره!!!
زه د خوست د والی او د پارلمان د غړي ښاغلي قلاتوال په منځ کی ناست وم. د قلاتوال د جامو خوند نه وو خو والی صیب سختی نوی جامی اغوستی وی. ژمی نه وو خو ډیری نوی موزی یی کش کړی وی؛ نور وزیران هم په همدا ډول در واخلی؛ رفیع واسکټ اغوستی وو؛ جامی یی هم نوی نه وی؛ څو ځله مینځل شوی وی؛
دلته می نو له دی دندی استفراق راغی؛ ویل می چی نور به نو تدریس ته فول سټاپ ږدم. کومی بلی ساحی ته به ځم؛ خپله رشته به بدلوم؛ له سیاستوالو سره به ځان اشنا کوم؛ له ځانه به ددوی شاوخوا کس جوړه وم؛
خو کیدای شي څوک وفرمایی چی ټول استادان داسی زنده ګي نه لري؛ کیدای شي مثال کی استاد عطا یاد کړي؛ پروفیسور سیاف یاد کړي؛ د مرحوم او مغفور ربانی نوم واخلي؛ او څه و څه؟
تاسو پکی څه وایی؟
leekwal@yahoo.com