له محرابه تر ټغره (پينځمه برخه)

  د افغانانولپاره به پتمنه او د منلو وړ هغه سوله وي چې محراب او ټغر پرې ګډه فيصله وکړي
 
له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي
 
د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوکړي  
 


 
پاکستان د ترهګرۍ ځاله:
 
د ١٩٦٠ زيږديزو کلونو په بهير کې سعودي عربستان دوه پوهنتونونه جوړکړل: د مدينه اسلامي پوهنتون (١٩٦١) او د شاه عبدالعزيز پوهنتون (١٩٦٧). د مدينه اسلامي پوهنتون د پاکستان د جماعت اسلامي د  مشر،مودودي، په خوښنه جوړ شو چې غوښتل يې د قاهرې د الاظهر پوهنتون په مقابل کې يې د تندروانو په يوه مرکز بدل کړي چې د دوديز منځلاري سولييز اسلام زر کلن اووږږد تاريخ يې درلود. مودودي او د هغه وهابي دوستانو د سعودي پاچا، السعود، پدې قانع کړ چې الاظهر د مصر وطنپال مشر، جمال عبدالناصر، ته وفادار و، نو چاره يې بايد وشي. په سعودي عربستان کې د قدرت ويش د وهابي، الشيخ او ټولواکې کورنۍ ترمنځ د ائتلاف په پايله کې ويشل کيدل. د مدينه الامي پوهنتون مرستيالي شيخ عبدالعزيز بن باز ته ورکړل شوې وه. په ١٩٦٦ کال بن باز فتوى ورکړې وه لمر د ځمکې پر شاوخوا تاوېده؛ او ځمکه ګردهنه، بلکې پلنه وه. هر څوک چې د دې ننظريې خلاف و، د بن باز پر اند، د "الله (ج)، قرآن او پيغامبر پر وړاندې کاذب و." که څه هم د  بن باز دې نظريې د  ملک فيصل غوسه وپاروله، له پوهنتون څخه يې لرې کړ خو په ١٩٧٤ کال کې يې د "ديني مسايلو د څېړنې، اسلامي قوانينو او اسلامي خپرونو او ارشاد" د ادارې مسئول وټاکه. نو پر مسلمانانو د نړۍ په هر ګوټ کې روان تاړاکونه پرې د مسلمانانو ځان تپلو او پرديو چوپړيانو د اعمالو نتيجه ده. پداسې حال کې چې د قرآن هغه ارشاد چې "اسمانونه تسخير کړئ" نامسلمانو خپله کړه، او اسلامي "علما" يې د ږيرو په لويشت کولو له مسلمانانو سره لاس په ګريوان کړل. دا وضع به تر هغه پورې روانه وي ترڅو مسلمانان، اسلام اوقرآن خپل نه کړي او پرې عمل ونکړي.
 
د ٢٠١١ زيږديزکال د ميې مياشتې پر دويمه نيټه، نيمه شپه، امريکايي هيلوکاپترې ايبټ اباد ته ورسېدې او پر هغه ودانۍ يې بريد وکړ چې اُسامه بن لادن پکې اوسېده. نو هغه څه چې افغانانو نړۍ ته ويل چې د ترهګرو ځالې په پنجاب کې او له لاهور څخه کومنده ورکول کيده، عملاً ثابته  شوه. داسې ويل کيږي چې پدې هکله پاکستاني دولتي، امنيتي او څارګري واکمن نه و خبر کړل شوي. دا خبره که څه هم د منلو وړ نه او له منطق سره برابره نه ښکاري، خو د تاريخ په شهادت په پنجابي زرادخانو کې د داسې نادودو اونامنطقيو کمى نشته. ايبټ اباد د هغه پرنګي ميجر، جيمز ايبټ (اباټ)، نوم دى چې په ١٨٥٣ زيږديز کال يې پر  مشواڼيو پښتنو د "نوحه" نيولو په پايله کې هغه سيمه ونيوله. نوموړى مشواڼيو ته په ننواتې ورغى او ترې ويې غوښتل چې پر پنجاب د سيکانو د حکومت د لرې کولو لپاره ورسره مرسته وکړي. کله چې جيمز اباټ "صاحب" د هزاره ولسوالۍ ونيوله، نو هغه يې د هماغو مشواڼيو د تباه کولو او "په شمال کې د پښتنو قبايلو او تندروانو مسلمانو پر خلاف يې ترې پوځي اډه" جوړه کړه. د پرنګي پراګزي پنجابي پوځ له هغې زمانې راهيسې اباټ اباد د پرنګي په خدمت کې د پښتنو او مسلمانانو پرضد کارولى او د پاکستان د نخبه پوځي اکادمي په شمول د "پاک پوځ" خورا ستر او غوره تاسيسات هلته وجود لري. د بن لادن استوګنځى له پوځي اکادمي څخه يواځې يو "څو سوه ګزه" لرې پروت و. د ٢٠١١ کال د ميې مياشتې په ٣ نيټه په لندن کې د ټايمز ورځپاڼه ليکي چې: "د پاکستان د نخچ په اړه به د اتبار وړ تفصيلات ښايي له واشنګټن څخه په راتلونکيو اونيو او مياشتو کې څاڅکي- څاڅکي رالوڅ کړل شي. داسې تفصيلات به پاکستاني سرچينې لوڅ نه کړي. د دې دليل دا دى چې پاکستان له تندروۍ سره په معامله کې يواځې دوه-مخې لوبه نه کوي، بلکې څلور- مخه رول لوبوي. لومړى دوه- مخيز رول يې د امريکا د رول په هکله دى. لکه څنګه چې په ويکيليکس کې څرګند کړل شو، د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د طالبانو اوالقاعده پر خلاف د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) بريدونه په ظاهره غندي، خو په حقيقت کې د امريکا له چارواکو سره په پټه کې د هغوى هرکلى کوي. د دې دليل دا دى چې ... پدې  بريدونوکې د پاکستان د حکومت او پوځي کومندانانو ګڼ شمير دښمنان [پښتانه] وژلي دي... دا جوته خبره ده چې ولې پاکستان غواړي چې امريکا د بن لادن د وژلو مسئوله وګڼي. د هغوى [پاک پوځ] لپاره به دا خبره، چې هغه يې نيولى يا وژلى واى، بيسارې کړکيچ واى او عادي پاکستانى ولس به يې بوږنولى واى – ځکه چې د هغوى ډېرى پدې ګروهه دي چې د سپتامبر ١١ د سي آى اې او موساد توطيه وه".
 
Credible details about Pakistan’s role may emerge in leaks from Washington over the coming weeks and months, but are very unlikely to come from Pakistani sources. This is because Pakistan has been playing not a two-faced, but a four-faced role when dealing with extremism. The first pair of face concerns the role of the US drone attacks on Taliban and Al-Qaeda targets in … tribal areas while welcoming them in private conversation with US officials. The reason is that the drone campaign is detested by the Pakistani public but welcomed by the government and army commanders because it has killed many of their enemies… It is obvious why Pakistan would want the US to be responsible for killing Osama bin Laden. For them to have killed or captured him would have been a hideous embarrassment that would have infuriated ordinary Pakistanis – most of whom believe that 9/11 was a CIA/Mossad plot.
 
په ايبټ اباد کې د بن لادن "اوږد مهاله" استوګنه او استوګنځى، چې له اسلام اباد څخه په خورا لنډ واټن، يانې ٣٥ ميلۍ کې پروت دى، د دې واقعيت ښکارندوى و چې پاکستاني چارواکو لکه د تل په څېر له نړۍ سره دوه-مخيزه [يا څلور-مخيزه] چالچلن کړى؛ له "ترهګرو" سره د جګړې په نوم يې بيګناه کسان وژلي اووژني يې. د دې دوه مخيزې وسلې تيره څوکه د افغان ملت وينو او هډوکو ته رسيدلې، په مليونونو افغان تنکي ماشومان، ښځې او بيدفاع سپين ږيري يې وژلي، معيوب کړي او يا په ژوند تري تم شوي دي.
 نو اساساً بن لادن د آى اس آى او "پاک – فوج" په لمن کې د پنجابي امپراتورۍ د جوړولو په موخه د بيګناه افغان ملت د  وروستۍ تباهي لپاره ساتل شوى و. هيره مونه شي چې د جناح-مونټباټن پاکستان خپل پايښت د افغانانو له نابودۍ سره تړلى باله. دا هغه "پاک-فوج" دى چې د تور سپتامبر په نوم يې له صهيونستي اردو  سره يوځاى په لسګونو زره فلسطيني مسلمان قتل عام کړل؛ دا هغه "پاک-فوج" دى چې کعبه شريفه يې د الوتکو په بمونو لوټې-لوټې کړې وه.   
نو له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي
د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوکړي  
يا ربه توفيق!                                                                                                غلام محمد زرملوال
 
**