د ارواښاد پروفيسر رسول امين د دوهم تلين ياد غونډه په کابل کې جوړه شوه

 
\"\"
کابل
د افغان ادبي بهير لخوا د تيرې جمعې په ورځ، د ارواښاد پروفيسر  رسول امين  د دوهم تلين ياد غونډه جوړه شوه. غونډه، چې له غرمې وروسته جوړه شوې وه او د ماښام تر ناوخته يې دوام وکړ، د افغان ادبي بهير د غړو او همدا راز د پياوړي ليکواﻻنو او د ارواښاد رسول امين سره نږدې پاتې شوي خلکو او همکارانو لخوا، د نوموړي د علمي او سياسي شخصيت په هکله هر اړخيزې خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د پياوړيو ليکوالانو او شاعر ښاغلي پيرمحمد کاروان، نور الحبيب نثار او عبدالجبار څپاند لخوا، د ارواښاد رسول امين د خدمتونو څخه  په قدر او درناوي يادونه وشوه.
ارواښاد رسول امين پوره دوه کاله مخکې د اکټوبر د مياشتې په يو دېرشمه نېټه په اسټراليا کې په حق ورسيد. نوموړی د خپل يو اويا کلنو  ژوند په بهير کې، د افغانستان لپاره د هېواد دننه او بهر  زيات شمېر  داسې ګټور کارونه يې تر سره کړي، چې د مهاجرت په سختو شرايطو کې هم د خلکو سره د مرستې سرچينه ګرځيدلې وه.