د پکتيکا چارواکي وايي چې سيه ييزو پوليسو د امنيت په ښېګڼه کې ښه ونډه اخېستې

د پکتيکاچارواکي وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيموكې د سيمه ييز پوليسو په دندو ګمارل د ښه او ډاډمن امنيت په راتلوكې مثب رول لرلى دى ،  د چارواكوپه خبره چې په همدې موخه به په سرروضه ولسوالۍ كې هم درې سوه سيمه ييز پوليس په دندو وګمارل شي.

هغه غونډه چې د پكتيكاولايت په سرروضه ولسوالۍ كې جوړه او پرځايي خلكو سربېره پكې د پکتيکا والي محب الله صميم، د کورنيو چارو وزارت د سيمه ايزو پوليسو عمومي قومندان جنرال علي شاه احمدزي، او ورسره پلاوي برخه اخيستي وه، والي محب الله صميم ويل چې دامهال د قومي مشرانو په ملاتړ په سيمه كې امنيت ځكه شوى چې خپل اولادونه يې په سيمه ييز پوليسو كې په دندو ګمارلي او همدا لامل دى چې اوسيدونكي يې له امنيت هم برخمن شوي دي، والي زياته كړه چې له دې وړاندې يې د پكتيكا په ځينو نورو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس په دندو ګمارلي چې د امنيت په برخه کې يې ښې لاسته راوړنې لري.
د والي صميم په خبره چې د سروضې ولسوالۍ د امنيت د لا ښه والي په موخه به دلته درې سوه سيمه يز پوليس په دندو وګمارل شي تر څو د خپلې سيمې او ولس امنيت په خپله وساتي.
په همدې مهال د سيمه يز پوليسو عمومي قومندان جنرال علي شاه احمدزي وويل چې دا پوليس اربکيان او مليشه نه بلکې هغه څوك دي چې د سيمه ايزو شوراګانو له لوري معرفي کيږي او د ځانګړي لباس ترڅنګ به په وسلو او نورو اړينو تجهيزاتوهم سمبال وي