
بسم الله الرحمن الرحيم
افغانستان
له تيرو څو لسيزوڅخه د جګړو او نورو هيوادونو د ناوړه سياليو ډګردی ،
چې سالم او باوري نظام ساتلو او پاللو ته يی اړتیا ده . د نړيوالو موسسو
اوهيوادونو نيغ په نيغه اړيکې او مرستې د محلی ادارو او ځینو کړیو سره،
په افغانستان کې د قانون د حاکميت او ثبات پروسه ټکنۍ کړی ده .
څرنګه
چې د افغانستان په اړه د بن د نړيوال کانفرانس د اجنډا مهم توکي په تيرو
لسو کالو کې د افغانستان د لاسته راوړنو او ستونزو د ارزونې په خواکې د
سولې بهير، د انتقال بهير او تر ٢٠١٤م کال وروسته له افغانستان سره د
نړيوالو د ژمنو او همکاريو د دوام موضوعات دي، نو د افغانستان مدني ټولنه
دغه کانفرانس ته د خپلو وړانديځونو لنډیز په لاندې توګه وړاندي کوي او له
افغانانو او نړیوالو غواړو چې په هر اړخیز ډول یې پلې کړي:
سوله او ملي روغه جوړه
سوله د افغانانو د ګټو او غوښتنو له زاویې څخه، خو د ټولو په ګټه غواړو؛ پدې ډول چې:.
الف:ټول اړخونه دې سوله، روغه جوړه او مذاکره د یو اصل په توګه ومني.
ب:
د ټولو مطرحو افغانانو ترمنځ پراخ ډایلاګ ته دې لاره هواره شي چې پرته له
هر ډول بهرني فشار پخپلو کې په پوره تفصیل د خپل سرنوشت په باب بحث،
مذاکره، تفاهم او توافق وکړي .
ج:د روغې جوړې اوسولې لپاره دې د افغانانو متفقه طرحه د داسې ابرومندې تفاهم عملي کول وي چې:
یو
- په دننه کې د هر افغان مساوي حیثیت او عزت پکې خوندي وي او په بشري
کورنۍ کې افغان د یو ابرومند نوم او دریځ لرونکی کړي .
دوه -
د ملي، اسلامي او نړیوالو منل شویو معیارونو په چوکاټ کې دې د بشر او ښځو
حقونه، عدالت، پوهنه او انکشاف د اساسي اصولو په توګه ومنل شي.
درې
- د بیا ادغام (Re-integration) په خوا کې دې ابرومنده روغه جوړه
(Respectful Reconciliation) د یوې فعالې او اغیزمنې سیاسي پروسې په توګه
ومنل شي او د لاسته راوړلو لپاره ښايي په مسولانه توګه کار پیل او بري ته
ورسول شي.
د: افغانان دې بیا په بشپړه یووالي له نړۍ سره کیني ،چې پر لاندې بنسټونو سره هوکړې ته ورسیږي :
یو-
بهرنیان تر نا څرګند مهاله زموږ په هیواد کې نه شي پاتې کیدای. افغانان
باید د خپل هیواد ساتنه پخپله وکړي . د دواړو خواو په ګټه داده چې که
بهرنیان له افغانستانه څخه ووځي، په ابرو کې دې لاړ شي او موږ دې په عزت
او سرلوړۍ کې پاتې شو .
دوه - له نړۍ، سیمې او ګاونډیانو سره دې
زموږ اړیکې په درې اصلونو ولاړې وي : متقابل درناوی، متقابل باور، نه لاس
وهنه او متقابلې ګټې.
د امنيتی مسئوليتونو انتقال
الف:د
افغان ملي امنيتي ځواکونو (ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت) رهبرې او
تشکيل دې د وړتياپه اساس جوړ شي،نه د قومي، ژبنيو او سياسي مصلحتونو پر
اساس.
ب : ملي امنیتي ځواکونه دې مسلکي شي او د بې مسولیته کسانو او ډلو له جوړولو او وسله وال کولو دې ډډه وشي،
ج:
افغانستان له يوې خواد استخباراتې او سياسي لاسوهنو سره مخ دى؛ له بلې خو د
داسې ګاونډيو ترمنځ را ایسار دى،چې هر يو خپله اجنډا او پياوړي پوځونونه
او استخباراتي موسسې لري. نو بايد زموږ حد اقل دفاعي او امنيتي اړتياوې
وسنجول شي، د هغې پراساس افغان اردو، پوليس او ملي امنيت وروزل شي او په
مناسبو او کافي وسلو سمبال شي
د:د افغانستان اردو بايد هوايي، هوایي مدافع، او نور ټول ضروري عسکري صنفي ځواکونه ولري.
و:د
افغانستان د امنیتي ځواکونو لګښتونه بايد د افغانستان له خپلو اقتصادي
ظرفيتونو سره سم وسنجول شي، په لنډه موده کې بايد نړيوالې مرستې دوام وکړي
خو په اوږد مهال کې باید زموږ امنیتي ځواکونه پرخپلو پښو ودريږي
ه:بهرنيان
بايد بې پلانه او په بيړني ډول له افغانستان څخه ونه وځي، بلکې پر دې زموږ
سره توافق وکړي،چې درې پروسې موازي او پر یو وخت پرمخ ولاړې شي: ۱. ټولو
لوریو ته د سولې او روغې جوړې ابرومنده پروسه. ٢ د بهرنيو ځواکونو تدريجي
وتل. ٣ ناګوندي،ملي امنيتي ځواکونو پر پښو دريدل
له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د همکاريو دوام
الف:بهرنۍ
مرستې دې د اوږدمهاله همکاريو او واحدې ستراتيژۍ په چوکاټ کې پر هغو
اغيزمنو، اوږدمهاله، ستراتيژيکو پروسو متمرکزې کشي چې دوامداره سياسي،
اقتصادي، نظامي او ټولنيزې بریاوې ولري.
ب:د افغانستان د عدلي، قضايي او ډيموکراتيکو ملي موسسو دپياړتيا سره دې دوامداره مرسته وشي.
ج:په
سیمه کې د دوامدارې او تلپاتې سولې د ټينګښټ له پاره دې د سيمې پر
هيوادونو لازم سیاسي فشارونه راوستل شي اوپر دې دې وپوهول شي، چې دا په نړۍ
کې هغه پخوانی منزوي افغانستان نه دی او د نړۍ یو فعال او ابرومند غړی دی.
ددې په بدل کې دې د ټولنیزو ـ اقتصادي سیمه ایزو همکاریو او مرستو عملي
لارې چارې وسنجول شي .
د: نړيواله ټولنه دې پدې کې مرسته وکړي چې د
سيمې هيوادونه په افغانستان کې د منفي رقابتونو پر ځای مشروع اقتصادي
فعاليتونو او فرصتونو ته وهڅیږي چې افغانستان يې د خپل ځانګړي جغرافيایي
موقعيت او طبيعي منابعو له پلوه ظرفيت لري.
و: نړیواله ټولنه دې په
افغانستان کې د کاری ظرفیتونو په رامنځته کولو او لوړولو کې له افغان
دولت اوبنسټونو سره خپلې مرستې روانې وساتی
ه : د افغانستان دولت او
نړیواله ټولنه دې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې د پاتې راتلو له امله
پر یو بل د تورونو لګولو پر ځای په دې برخه کې همغږی او همکاري رامنځته شي.
ښه حکومت داري او اداري اصلاحات
الف:په هېواد کې دې د وړتیا، ژمنتیا او اړتیا وو پر بنسټ پراخ اداري اصلاحات تر سره شي.
ب
: دافغانستان په اداروکې دې ځانګړیوکړیوته دڅوکیودویش پر ځای په دغو
اداروکې دمسلکي تخصص،تجربې، پاکۍ او ژمنتیا پربنسټ عادلانه ټاکني وشي .
ج : اداري اصلاحات دې په مرکزي او سیمه ییزو ادارو کې په متناسب او عادلانه ډول پلي شي.
د: د هیواد ټولو سیمو او خلکو ته دې د دولت په اداره او د منابعو په ویش کې مساوي فرصتونه برابر
شي او په ټولو برخو کې دې ټولنیز عدالت او متوازن انکشاف په جدي ډول په پام کې ونیول شي.
په اخر کې دښاغلي عبدالرحمن هوتکي لخوا دژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شو
مننه
محمد سلیم رحمتزی