
بسم الله الرحمن الرحیم
نن دافغان مد ني ټولنو دهمغږۍ جرګې لخوا یو مطبوعاتي کنفرانس دکانټیننټال هوټل دکنفرانسونو په تالار کې ورکړل شو.
۱:دکنفرانس پیل دمبارک قران الکریم په څو مبارک ایاتونو سره پیل شو.
۲:پرانیستې وینا محمد ضیا بومیا وکړه او راغلو میلمانو ته يې ښه راغلاست ویلې.
۳:عبدالرحمن هوتکي اعلامیه ولوستله.
د
افغانستان په اړه د بن نړيوال کانفرانس چې د روان کال د دسمبر په مياشت کې
د المان دبن په ښار کې جوړيږي، د افغانستان د راتلونکي لپاره خورا مهم
کانفرانس ګڼل کيږي. له بده مرغه له کله نه چې د بن کانفرانس موضوع مطرح شوې
ورسره سم په افغانستان کې يو شمير انديښنې اوسوالونه هم رامنځ ته شوي. د
بن کانفرانس آيا د افغانستان په اړه يوازې يو بل نړيوال کانفرانس دى ا و
که کومه نوې توطئه!؟
دا شکونه او انديښنې هغه وخت لا زيات پياوړي
شول،چې په دې کانفرانس کې د مدني ټولنې د ګډون په نوم د المان د سفارت
لخوا يوغيرشفاف او ناسم ميکانيزم ترکارلاندې راغی.
د يادونې ده چې د
روان کال دزمري په ٢٩مه نيټه په کابل کې د مدني ټولنې د همغږۍ جرگې دخپل
فعاليت پيل اعلان کړ. په دې جرگه کې د هيواد په لس ګونو د مدني ټولنې د
بنسټونو استازیو، قومي شورا گانو،رسنيواو فکري بنسټونو برخه اخستې وه. د
مدني ټولنې د همغږۍ جرگه په داسې حال کې رامنځ ته شوه،چې پخوا تردې یو
شمیرنا دولتي ټولنو او ان جي اوگانو په هيواد کې د مدني ټولنې له نامه څخه
په گټې اخيستوسره بې له دې چې دمدني حرکتونو فعالیت او تنظيم سره په هيواد
کې د فکري او فرهنگي ودې لپاره کار وکړي يوازې او يوازې يي په دې نامه په
مادي او اقتصادي او کله کله هم دځانگړو ډلو په اشاره یې سياسي گټه پورته
کړې. د بن کانفرانس کې د مدني ټولنې د ګډون مسئله يې يوه بله څرګنده بيلګه
ده، وگورئ:
دافغانستان او پاکستان لپاره د المان استازی په کنفرانس
کې دمدنې ټولنو دونډې ویش یو داسې ډلې ته ورکړو چې دهیواد دمدنې ټولنوسره
په بې باورۍ کې مشهوره ده ددې سازمان چلوونکې دتقلبي مدني حرکتونو څرګندې
څیرې دي.
د المان سفارت، او يوناما که چيرې غوښتي واى چې په شفافه
توګه بن نړيوال کانفرانس ته دګډون لپاره د افغانستان له مدني ټولنې څخه
استازي وغواړي، نو بيا خو څرنګه چې ان جي او ګانې د اقتصاد په وزارت کې ،
ټولنيز سازمانونه د عدليې په وزارت کې او رسنۍ د اطلاعاتو او فرهنګ له
وزارت سره راجستر دي دوی کولای شول پورته وزارتونو ته مراجعه وکړي او د
افغانستان د ټولو ټولنيزو سازمانونو او ان جي او ګانو عمومي غونډه راوغواړي
چې دهغوي له منځ څخه د انسجام کميټه جوړه کړی، اوپه دې توګه يی د مدني
ټولنې ټولو بنسټونو ته د ګډون زمینه برابره کړی وای.
اوس په داسې
وخت کې چې له يوې خوا افغانستان له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم د نړۍ د بيلا
بيلو هيوادنو او استخباراتي موسسو د جګړې په ډګر اوښتي او له بلې خوا
يوشميرکورنۍ او بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې دبيلتون پالنې اورته لمن وهي، چې
يو بيلګه يي د امريکا دکانګريس د يوغړي ډونا روهرا باکر هغه ليک دى، چې د
امريکا له کانګريس څخه په افغانستان کې ديو فدرالي نظام غوښتنه کوي، دا
ډيره زياته مهمه خبره ده چې په کوم نړیوال فورم کی د افغانستان د پراخې
مدنی ټولنې پر ځای ځینو ځانګړو ډلو ته دا وخت ورنکړل شي،چې د افغانستان د
مدني ټولنې په استازيتوب يوازې خپلې غوښتنې مطرح کړي.
نو:
د
افغان مدني ټولنو دهمغږۍ جرګه د افغانستان له دولت او نړیوالې ټولنې څخه
په کلکه غواړو،چې د المان سفارت راوغواړي او د بن کانفرانس کې د افغان مدني
ټولنود همغږۍ جرګې په شمول د افغانستان د مدني ټولنې د رښتنيو استازو ګډون
د يو ريښتينی سراسری ميکانيزم له لارې يقيني کړي. که د بن پرکانفرانس کې د
مدني ټولنې په ګډون کې شفافيت نه وي نو بيا د افغان مدني ټولنو د همغږۍ
جرګه دې ته اړ کيږي چې ولس ته مراجعه وکړي او دننه په افغانستان کې او هم
له افغانستان څخه بهر او په تيره بيا د بن په ښار کې له اوس څخه نيولې د بن
ترکانفرانسه دغونډو، کانفرانسونو، لاريونونو او مظاهرو له لارې د خپل ملت
غږ پورته کړي