
محمد ضيا ارمان د پکتيا غږ نشراتي مرکز مسول
دا د طبيعت ځانګړتيا ده چې هره ټولنه د طبعي او غيرې طبعي پېښو سره مخ کيږي مګر په هره ټولنه او سيمه کې د پيښې د پيښېدو سره سم اولس د هغې پر وړانې د نافذه قوانينو سره سم عکسلامل څرګندوي او د ستونزې د حل په موخه د يو شمير نافذه سمييزو او دولتي قوانينو پرمټ څيړنه پيل کيږي او د حل لاره ورته لټوي،هيڅ داسې ناوړه انساني عمل نه شته چې د حل لاره او وړ اجوره ونه لري.نو په داسې حال کې چې د ستونزو د حل له پاره اصول او قوانين شته نو مسولين بايد همدغه قوانينو ته رجوع وکړي او مضوع د اصولي لارو څخه حل کړي، په داسې يوه اولسي موضوع کې اړوند ارګانونه او مشران بايد د احساساتو پر ځاى د فکر د تمرکز په رامنځ ته کېدو کې هڅه وکړي، ژور فکر وکړي او د موضوع هر اړخ ژور وڅيړي تر څو ناوړه عواقب پراختيا ونه کړي. په داسې حالت کې بايد احساسات ،قهر او عاطفه پر عقل غلبه ونه لري .زموږ دغه وړانديز د پکتيا پوهنتون د وروستى غميزې د معقول حل په موخه وړاندي کيږي چې د روان ١٣٩٠ل.ل.کال د تلې د مياشتې په ورستيو کې د محصلينو د طب پوهنځي د چارواکو او د ځينو په خبره د امنيتي ادارو له منځ پېښه شوې وه ،موږ د سر په سترګو ګورو چې پښتانه له کلونو کلونو رآهيسې د دښمنانو په مستقيمه مداخله او يا د هغو له خوا د چل او فريب په وسيله پخپلو منځونو کې د شخړو وژنو او نورو ګڼو ناخوالو سره مخ کيږي او دغه لړۍ لا دوام لري،په دغه برخه کې زموږ ډيرې خويندو،بورو او نور ځوانانو خپل سرونه قرباني کړي دي،د هېواد په ځآنګړي ډول د پښتونو دښمنآنو هيڅکله هم پر پښتون قوم ښيرازي نه ده لورېدلې او تل يې د دوى د ښيرازه ژوندانه د راتلو مخه ډب کړې ده نو بايد پښتانه لومړى د دښمن دسيسې او بيا يې عاملين وپيږني تر څو د هغوى موخې ځاى ته ونه رسيږي. دا څرګنده ده چې په پکتيا کې ديوه اکاډميک مرکز رامنځ ته کېدل او پراختيا د دښمنانو له پاره نه زغمونکي دى آو په لومړيو کې د هغه د فلج کېدو او پراخيدو پر ضد ډير حرکتونه وشول مګر د الله (ج) فضل دى چې پکتيا پوهنتون جوړ او بيا درې نور پوهنځي پکې شامل شول چې اوسمهال د ټول هېواد بچيانو د روزنې يو ښه مرکز دى. دا د خداى (ج) نعمت دى او موږ بايد خپل نعمت په ښه توګه وساتو آو د الله (ج) شکر ادا کړو ،موږ د کونړي ځوان محصل شهادت او د ځينو نورو وروڼو په ټپيکېدا ډير خواشيني يو او کورنيو ته يې د عوض هيله آو آميد لرو،الله د دوى ته صبر جميل ورکړي.
بايد وويل شي چې د پکتيا پوهنتون ياده ستونزه اوسمهال په پيل کې قرار لري او د هرې ستونزې اغاز ډير په اسانۍ سره حل موندلاى شي،نو اړوند ارګانونه او د جرګو او مرکو د سيمې قومي مشران بايد د ستونزې د حل له پاره عاجل اجرات وکړي تر څو د ملي او سمييزو ګټو پر زيان تمامې نه شي،ولايت او قوم پالنه ونه شي،ټول له يوه پښته دي او يوازې مصنوعي کرښې پکې تيرې شوې دي. څه چې د دولتي او د محلي قوانينو د نورمونو او ارزښتونو تقاضا ده، بايد حق حقدار ته ورسيږي او د موضوع پراخه څيړنه وشي که داسې ونه شي نو موږ به د نعمت د خپلولو پر ځاى نا شکري کړې وي او بيا به وخت تير وي او څه به په لاس نه راځي او پخپلو ناوړو کړو به پښېمانه يو.