ښه حکومتوالى د امنيت د تأمين او سوکاله ژوند لامل

د چارو په سرته رسولو، د عدالت او انصاف، د چارو په وخت او موقع اجرا کول د هېوادوالو د ستونزو حل، د نن ورځې کار سبا ته نه پرېښودل، د قانوني او اصولى موازينو رعايت او داسې نور په مرکز او ولسواليو کې د ښې حکومتوالۍ هغه زرين اصول دى چې د امنيت په ټينګښت، د سولې او ثبات په تأمين او د هېوادوالو د سوکاله او نيکمرغه ژوندانه په بهبود کې مهم او بنسټيز نقش لري.
که چېرې د ځينې دولتى چارواکو او مسؤولينو له خوا د کار شکنۍ اصل برقرار وي او خلکو ته وويل شي چې نن ځه، سبا راځه او په دې ډول د يو کار د اجراء لپاره اونۍ او مياشتې او حتى کلونه تيريږي نو د خلکو مشکل هماغسې نا حل پاتې وي، موږ ګورو چې د چارو په اجرا کې خويش خوري، اداري فساد، واسطه واسطه بازىتعلل او بهانه جويي زيات د خپل دى چې دا کارونه په اصل کې د ښې حکومتوالۍ ضد او په تباين کې دي.
نو ځکه د چارواکو دغه راز منفي چـال چلند هېواد د
بحران پلو ټيل وهي او په دې توګه د خلکو ترمنځ واټن او بد بيني رامنځته کېږي.
له بده مرغه د هېواد په زياترو سيمو، ولسواليو، کليو او بانډو کې زموږ وطنوال د ژوند له ډېرو ښېګڼو څخه بې برخې پاتې دى، لازم امن نشته، دوى د نفوذ لرونکو زورواکو له خوا او د مفسدو مامورينو له پلوه ځورول کېږي.
دولتي ځمکې لاندې کېږي، خلک د نيشه يي توکيو د مافيا له پلوه د مخدره توکو کرکېلې ته هڅول کېږي او ويل کېږي چې ځينې داسې دولتي چارواکي (ولسوالان او امنيه قوماندانان) شته چې پخپله د مخدره موادو په کرکېله او قاچاق کې لاس لري، بډې اخلي، او په اداري فساد کې لوى لاس لري او پخپله سيمه کې د عدالت په تطبيق کولو او له ظالم څخه د مظلوم د ژغورلو په چارو کې پاتې راغلى دي، د ظالم ترڅنګ دريدلى او د مظلوم حقوق يې تر پښو لاندې کړيدى.
نن زموږ د هېوادوالو ستره ستونزه داده چې په ځينو ولسواليو کې د خلکو د سوکالۍ او آرامۍ په موخه د ښارونو په شان پرمختيا نه ليدل کېږي، په زياترو ولسواليو کې د کروندګرو ستونزو ته پاملرنه، نه کېږي، د هغوى د اوبو لګولو سيستمونه، پلونه، سړکونه، روغتيايي کلينيکونه او ښوونځى يا ړنګ شوى او يا نشته، دا هر څه بيارغول او جوړول غواړي او دا کار هله کيدونکى دى چې په يوه سيمه کې يو پاک لمنى، صادق او پرمختيا غوښتونکى، متعهد او يو تحصيل يافته ولسوال شتون ولري چې د خلکو ستونزې په پام کې ونيسي او بيارغونې لپاره يې له دولت څخه لازم امکانات تر لاسه کړى، پخپله ددغسې تعميرى چارو د سمون په خاطر څارنه او نظارت وکړي.
تاسې وګوري که چېرې په تيرو کلونو کې زموږ د ولاياتو او ولسواليو د ښارونو په څير د متوازن انکشاف چارو ته پام راګرځېدلاى واى او د ښې حکومتوالۍ زرين اصول مراعات شوى واى نو نن به په خلکو کې اجتماعي او اقتصادي ستونزې نه واى، د دولت او خلکو ترمنځ به فاصله موجوده نه وه بايد وويل شي، زياتره هغه وطنوال چې له بهر څخه راستانه شوى هغوى اوس په خپلو کليو او بانډو کې نه د استوګنى کورونه لري او نه د کرکېلې آبادى او سمسورى ځمکې او نه ورته د ښوونې او روزنې شرايط شتون لري. نو له دې امله د اړتيا له مخې د کليو او بانډو پرته ښارونو ته ترجيح ورکوى او په ښارونو کې په ګڼ ميشتو او داسې چاپېريالونو کې ژوند کوى چې هغه زياتره د استوګنې لپاره جوګه نه دي.
موږ هيله من يو چې د هېواد ټول چارواکى په ځانګړې ډول واليان او ولسوالان پخپلو مربوطو سيمو او ولاياتو کې هم د ښه حکومت کولو د لارو چارو له مخې اولسي پرګنى خوښې او راضي وساتي او د بيارغونې چارو ته ملا وتړى او د سعدى صاحب په خبره:
(کار امروز را به فردا مگذار) د نن کار سبا ته ونه غورځوى او خلکو ته وړ امکانات برابر ، امنيت راولى او خپل ځان د ښې حکومتوالۍ بيلګه او نمونه وګرځوي.
 
محمد ضيا ارمان
پکتيا ګرديز