داسې ماده موندل شوې ، چې يو ګرام يې 6 ليتره اوبه جذبولی شي

په جاپان کې د ( هوکوريکو ) څېړنيز او پوهنيز مرکز پوهانو يوه داسې نوې ماده موندلې ، چې يو ګرام يې کولی شي د خپل وزن 6 زره چنده يعنې 6 ليتره اوبه جذب کړي . دا ماده د جاپان په سويل لوېديځ ولايت ( کوماموتو ) په دريابونو کې د يو ډول دريايي ژوي په وجودکې موندل شوې . څېړونکې هيله من دي له دغې مادې څخه په روغتيايي برخو کې ډېره ګټه  واخلي .