دپا کستان له جيو تلويزيون سره د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت دجمهور رئيس د مرکي بشپړ متن

 
د۲۰۱۱ کال داکتوبر۲۱
کابل، ارګ
 
د روهي ويب پاڼې يادونه: تر نيوکو وروسته، دغه مرکه د چارواکو لخوا په پښتو هم وژباړل شوه؛ښه به دا وای، چې د مسووليت او احساس له مخې يې، له اوله هم دا مرکه په پښتو ژباړلي وای.
 
مرکه کوونکی : جنا ب جمهور رئيس صاحب ! ډيره مننه چې يو ځل بيا مو د جيو تلويزيون ته وخت ورکړ چې ستاسو نظريې د پاکستان او د ټولې نړۍ خلکو ته منعکسې کړي . د دغو خبرو په پيل کې غواړم ووايم چې جمهور رئيس صاحب په فارسي ، پښتو او انګليسى په فصاحت سره خبرې کوي او په اردو پوهيږي او لو ستلی شي خو غواړم چې پوښتنه په اردو ژبه وکړم او ځوابونه په انګليسي ورکول کيږي .
جناب جمهور رئيس صاحب ! په پاکستان کې د دوو ګوندونو د پاکستان د خلکو ګوند او د خلکو د مهاجر قومي غورځنګ اړيکو خلک پريشانه کړي دي ځکه دوى يوه ورځ په خپلو کې دوستان دي او بله ورځ دښمنان او له هيواد څخه په بهر کې تاسې يوه ورځ پا کستان ته د دوست خطاب کوﺉ او بله ورځ د دښمن، يوه ورځ تاسې په خپلو کې ښې کلمې کاروﺉ ، ګډ کميسيونونه جوړه وﺉ او بله ورځ په يو بل تورونه لګوﺉ. موږ خلک نشو کولى تشخيص کړو چې دا دوستي ده يا دښمني ؟
ځواب :
ګرانه وروره تاسو ته افغا نستان ته د راتګ ښه راغلاست وايم خپل سلام په پاکستان کې خپلو وروڼو او خويندو ته هم ليږم.
نږدې څلور شپيته کاله مخکې د پاکستان له جوړيدو وروسته ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې زياتره له بده مرغه د شک او ترديد او د بې اعتمادۍ له فضا سره يو ځاى دي او دغه شان فضا د دواړو هيوادونو په اړيکو کې د دواړو هيوادونو د خلکو په ژوندانه او په سيمه کې د دغو دوو هيوادونو د چلند په څرنګوالي باندې منفي اغيزې کړې دي . په افغانستان کې د نوې ادارې له جوړيدو وروسته زما تر رهبرۍ لا ندې او په تيره بيا له ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ کلونو وروسته او له هغو وروسته بايد ووايم چې هيڅ شخص ، هيڅ جمهور رئيس او يا هيڅ حکومت دومره د پاکستان په وړاندې له اخلاص ،صداقت او ژمنې سره کار نه دی اخيستی او هلې ځلې يې نه دي کړي .د افغانستان _ پاکستان د امن جرګې د جوړولو وړانديز په حقيقت کې زما نوښت و ،دکميسيونونو جوړول ، د سولې د هڅو تر سره کول بيا بيا کتنې او سفرونه چې ما پاکستان ته وکړل او نور مناسبتونه چې ما په افغانستان او  پاکستان کې لرل ټول او ټول د دوستانه او ورورګلويزو اړيکو د لرلو په خاطر شوي دي او هدف يې په اړيکو کې د خنډونو ، بې اعتمادۍ او د کړکيچنې فضا لرې کول دي او په بدل کې يې دغه اړيکې لا زيا تې ټينګې پراخې او بنسټيزې کړو چې وکولى شو دواړه هيوادونه لا پسې نږدې کړو .خلک له موږ څخه پوښتنه کوي ، را تلونکي نسلونه به له موږ څخه وپوښتي ، ولې په لازمه توګه د افغانستان د خلکو هيلو او نتيجو ته نه يو رسيدلي او پوښتنه دا چې ولې موږ دغو نتيجو ته نه يو رسيدلي او خنډونه کوم دي، هيله لرم په دې مرکه کې وکولی شم ځواب يې وړاندې کړم .
 
پو ښتنه _ تاسو د امن جرګه جوړه کړه ، پاکستانيانو ګډون وکړ، تاسو بلنه ورکړه او د جمهور رئيس ، صدراعظم او د لوى درستيز په ګډون پا کستانيان دلته راغلل خو تاسو بيا هم تورونه ولګول او هغوی ته واياست چې تاسو اړيکې خرابې کړې. تاسو زيات انتظار درلود ؟
 
ځواب :
موږ هېڅ تور نه دی لګولی ، موږ دغه بهير نه دى ګډ وډ کړی ، سږ کال ، ٢٠١١ کال له بده مرغه د افغانستان او پاکستان لپاره يو دردوونکی کال دى ، څو کاله کيږي چې دواړه هيوادونه د تروريزم او افراطيت له پلوه ځوريږي او د هغه تاوتريخوالي له امله چې زموږ د خلکو په وړاندې تر سره کيږي ، له ځانمرګي بريد او چاودنې څخه نيولې زموږ په مقدساتو باندې تر بې حرمتۍ ، په جوماتونو او د خوشحالۍ او ودونو په غونډو کې تر بمي بريدونو ،د لمونځ کوونکو پر خلاف تر بمي بريدونو ، په لونګيو او پګړيو کې تر بمي بريدونو او تر نورو ډول ډول تاوتريخوالي پورې دغه ځانمرګي بريد کوونکي او بم ايښودونکي له کومه ځايه راځي؟ کوم کسان دغه افراد روزي ، څوک دغو کسا نو ته پيسې ورکوي ايا دغه بمي بريد کوونکي له امريکا څخه راځي ، له فرانسې څخه او يا له بحرين او يا د نړۍ له کوم بل ګوټ څخه او يا دا چې دغه ورانکاري او جنايت کار ځواک په خپله زموږ له ټولنو څخه پيدا شوی دی ؟ که چيرې موږ ومنو چې پوهيږم منو يې د تاوتريخوالي او کرکې دغه مرتکبين د اسلام د مبين دين د اساساتو او د بشريت پرخلاف د افغانستان او پاکستان په سيمه کې روزل کيږي او هڅول کيږي نو موږ څوک ملا مت کړو ، ايا کوم بهرنی پټ لاس شتون لري ؟که چيرې شتون هم لري ملامت موږ په خپله يو ايا اړتيا ده موږ بايد خپل چاپيريال ته وګورو او د دغې ستونزې دليل پيدا کړو، په افغانستان او پاکستان کې له تاوتريخوالي سره سره ،  افغانستان تل هلې ځلې کړي دي چې دليل يې پيدا کړي او په تيره بيا له ٢٠٠٧ کال وروسته چې پاکستان په خپله ددغې پديدې قرباني شو ، له بده مرغه د دغې پديدې جدي قرباني شو ما په خپله دا موضوع درک کړه او ومې ويل د دې وخت را رسيدلی دی چې له پاکستان سره کښينو او دليل يې په تفاهم او خبرو سره پيداکړو د دغې ستونزې د حل د لارو چارو د پيداکولو لپاره موږ په پاکستان کې له خپلو وروڼو سره خبرې وکړې او ومو ويل ددې وخت را رسيدلی دی که چيرې په خاوره کې يې د امن پټنځاى شته چې موږ پوهيږو شتون هم لري او که چيرې هغه روزنيز مرکزونه چې پوهيږو شته او که چيرې د طالبانو جوړښت او تشکيلات په پاکستان کې دي چې پوهيږو شتون لري نو راشﺉ چې دغه ستونزه په ګډه حل کړو ځکه شتون يې تاسو ته هم د مسلمان او ورور په توګه زيان رسوي .
 
پروفيسور رباني په داسي حال کې شهيد کړاى شو چې له پاکستان سره په بشپړه توګه د ورورګلويزو اړيکو د لرلو لپاره يې خپلې هلې ځلې تر سره کړې . پروفيسور رباني د پاکستا ن د صدراعظم ښاغلي ګيلا ني ، لوی درستيز ښاغلي کياني او د بهرنيو چارو د وزيرې ميرمن حنا رباني په شتون په يوه غونډه کې زموږ پا کستاني وروڼو او خويندو ته وويل چې موږ پاکستان ته راغلي يو چې سوله ولټوو او افراطيت او سرچينې يې له منځه يووړل شي، نه يوازې په افغانستان کې د سولې او ثبات په خاطر ، بلکې په دې خاطر چې پاکستان هم نن له يو لړ خطرونو اوګواښونو سره مخا مخ دی له دې امله تر هغه وخته پورې چې موږ د مسئلې حقايقو ته پاملرنه ونه کړو او تر هغه وخته پورې چې اجازه ورکړو چې له افراطيت څخه د وسيلې په توګه کار واخيستل شي، هغه ستونزه به چې نن ورسره مخامخ يو حل نه شي .
 
پوښتنه :
جناب جمهور رئيس ! پرو فيسور رباني چاشهيد کړ ؟



ځواب:
پرو فيسور رباني د هغه چا له خوا شهيد کړاى شو چې د سولې په نامه د کويټې شورا له خوا له پاکستان څخه را ليږل شوی و او د هغه شخص له خوا شهيد کړاى شو چې د سولې د پيغام راوړونکي په نا مه را غلی ؤ ، خو ځانمرګی بريد کوونکی ؤ ما په خپله هغه پيغام چې په ښکاره د کويټې شورا له خوا راليږل شوی ؤ او دغه پيغام د مولوي عنايت الله په نامه د يو شخص په غږ کې ثبت شوی ؤ ، واوريد ، پيغام د سولې عالي شورا ته متوجه ؤ او پروفيسور رباني ته په خطاب کې له درناوي څخه په ډکو کلمو سره ثبت شوی ؤ او هغې هيلې او هلو ځلو ته په پا ملرنې سره چې موږ د سولې لپاره لرلې دغه پيغام زموږ سترګې وتړلې او دغه شخص مو ومانه چې د پروفيسور رباني د شهادت سبب شو.
 
پوښتنه :
آيا د پروفيسور رباني شهادت د پا کستان په ګټه دى او که په نقص ؟
 
ځواب :
په شدیده توګه د پاکستان په زيان دی ، د پاکستان لپاره جدي ضايعه هم ده او په همدې دليل دی چې موږ له پاکستان څخه غواړو چې د استاد د شهادت د څرنګوالي په باب له موږ سره همکاري وکړي.
 
پوښتنه :
پاکستان د استاد رباني د ترور د تحقيقاتو په برخه کې خپل تياری اعلام کړی دی آیا هغوى د همکارۍ ژمنه کړې ده ؟
 
ځواب :
موږ لا تر اوسه پورې په دې اړوند د پاکستان ځواب ته سترګې په لاره يو ، ديته سترګې په لاره يو چې پاکستان زموږ هيئت ته بلنه ورکړي او په دې برخه کې همکاري وکړي.




پو ښتنه :
عمومي نظر همدا دى چې د استاد رباني ترور پاکستان ته هم يوه ضايعه وه ځکه هغه له پا کستان سره دوستانه اړيکې لرلې او له بله پلوه تاسو هم دغې مسئلې ته اشاره وکړه، ستاسو په نظر ولې پاکستان دا کار وکړ ؟ او تاسې هم هغوى ملا متوﺉ.
ځواب:
ځينو مسوولينو دغه ادعاګانې کړې دي خو د افغانستان حکومت د رسمي مرجع په توګه د پاکستان له حکومت څخه غوښتې دي چې د پرو فيسور رباني د شهادت د څرنګوالي د تحقيق په برخه کې د افغانستان له هيئت سره همکاري وکړي، موږ د افرادو د نومونو،پتو او مشخصاتو يو فهرست پاکستان ته سپارلی دی چې د تحقيقاتو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي .
د سولې د مسئلې په باب بايد ووايم چې د طالبانو شورا په پاکستان کې ده موږ ټول په دې پوهيږو چې د حقاني ډله په پاکستان کې ده موږ له دغې ډلې سره د پاکستان او د لويديځ د پخوانيو اړيکو په باب معلومات لرو او په اوسني حالت هم پوهيږو نور امکان نه لري چې د افرادو له يوې ډلې سره خبرې وکړو چې کومه پته او ادرس نه لري او يا ادرس يې ځانمرګي بريد کوونکي دي ، په دې هم پو هيږو  چې اډه  يې په پاکستان کې ده او هلته  یې مالي ملاتړ کيږي او همدغه دليل دی چې موږ اوس په ښکاره ټينګارکوو چې له نامه پرته او له پتې پرته له يو طالب سره د خبرو پرځاى نيغ په نيغه په پاکستان کې زموږ له وروڼو سره خبرې وکړو .
پوښتنه :
تاسو په پاکستان تور نه دی لګولى خو ستاسو د کورنيو چارو وزارت، ستاسو د ملي امنيت ويندوى په ډاګه پاکستان مسوول وباله ايا هغوى ستاسو د حکومت يوه برخه نه ده ؟ ايا هغوى ستاسو پاليسي نه ده بيان کړي ؟ که چيرې هغوى خپل نظر بيان کړ نو ولې مجازات نه شول ؟
ځواب :
هغه څه چې موږ ادعا کوو په پاليسۍ پورې اړه نه لري ، معلومات د حقايقو پر بنسټ دي او دغه حقايق ښې چې دغه سړى له کويټې څخه راغی او کويټه په کوم ځاى کې ده ؟ په پاکستان کې ده او د بلوچستان مرکز دی د پاکستان اردو هلته قرارګاه لري ، آی، اس ، آى هلته قرارګاه لري ، والي لري، وزير اعلى لري ، له دې امله موږ له پاکستان څخه غواړو چې په دې باب تحقيق وکړي .
پو ښتنه :
سمه ده چې له کويټې څخه را غلی دی، له کويټې څخه کابل ته را غی اود سولې د عالي شورا له غړو سره يې اړيکې ونيولې ستاسو استخباراتي سرچينې په جريان کې وې ، له استاد رباني سره يې وکتل ايا ستاسو په نظر د افغا نستان حکومت هم مسوول نه دى ؟
ځواب :
موږ هم په دې برخه کې ځينې ناخوالې او نيمګړتياوې لرلې موږ بايد دغه سړى په سمه توګه لټولی وای، د ده خولۍ مو په سمه توګه کتلې واى موږ هم ځينې نواقص لرل خو دا حقيقت دی چې دغه سړى له کويټې څخه راغى ، په کويټه کې يې زده کړې وکړې، وسايل په کويټه کې ورته وسپارل شول او په کويټه کې د پروفيسور رباني د وژنې لارښوونه ورته وشوه .
نه غواړم له دې زيات جزئياتو ته لاړ شم خو يو څه غواړم  چې ټينګار پرې وکړم چې تر هغه مهاله به نه افغانستان او نه هم پا کستان په سولې برلاسي شي چې پاکستان تصميم ونه نيسي چې له افراطيت سره خپلې اړيکې وشلوي او له طالبانو سره خپلې اړيکې وشلوي او له افغانستان سره مد ني اړيکي ټينګې کړي، دا هغه څه دي چې د دواړو هيوادونو په ګټه دي.
پو ښتنه :
که چيرې تروریستان له پاکستان څخه راځي او په تاسو بريد کوي ښه په پاکستان هم بريد کيږي هغوى له کومه ځايه راځي ؟
ځوا ب:
دا يو حقيقت دی چې دغه ډلې او افراد لومړی په پاکستان کې وروزل شول د پاکستان له خوا د وسيلې په توګه وکارول شول او موږ ټول په دې پوهيږو چې د پا کستان دولت له هغوى څخه د سياست د وسيلې په توګه استفاده وکړه او لويديځو هيوادونو هم د افغانستان د جهاد د کلونو په بهير کې د هغوى ملاتړ وکړ دا چې پا کستان په خپله نن ددغې له تاو تريخوالي ډکې پديدې او تروريزم څخه ځوريږي ،يو داسې دليل دی چې موږ د دغې ستونزې لپاره د ګډ حل د لارې د موندلو په لټه کې شوي يو لکه څنګه چې ما مخکې وويل له هغه وروسته مو چې وليدل چې پاکستا ن په خپله د دغې پديدې قرباني شو ما له پا کستان سره د چلند څرنګوالی او ژبه بدله کړه هلې ځلې مو و کړې چې له پا کستان سره دوستانه چلند و کړو او هلې ځلې مو وکړې چې خپلې ټولې هلې ځلې د تاوتريخوالي د دايرې د پاى ته رسولو لپاره له يو بل سره په همکاري کې متمرکزي کړو .خو دغو هڅو نتيجه ورنه کړه اوس بايد د ا يو دليل وي چې نيغ په نيغه د يو بل سترګو ته ووينو او له افرا طيت او تروريزم څخه په يوه خلاصه فضا کې د خپلو خلکو لپاره د ښې را تلونکې په لور حرکت وکړو.
پو ښتنه :
ستاسو مهاجرين په پاکستان کې دي او ستاسو د وزيرا نو د کورنيو زياتره غړي په پاکستان کې دي او ستاسو زياتره دوستان هم په پاکستان کې دي او د مهاجرينو ترمنځ ژوند کوي کله چې پاکستان پر دوی زور اچوي تاسې خوابدي کيږي ځکه ستاسو د وزيرانو کورنۍ هلته ژوند کوي او که چيرې د مهاجرينو پر خلاف اقدام ونه کړو هغوى د طالبانو ملاتړ کوي .
ځواب :
دا په هيڅ صورت د افراطيت د ملا تړ لپاره کوم عذر نه بلل کيږي ، افراطيت ته د اجازې د ورکولو لپاره هيڅ دليل نه دی هغو کسانو چې په جى ،اس ،کيو بريد وکړ ، څوک دي ؟ هغو کسانو چې په لا هور کې د سريلانکا د کرکټ پر ټيم بريد وکړ ، څوک دي ؟ هغو کسانو چې په لاهور کې په بې ګناه دوکاندارانو بريد وکړ ، څوک دي ؟ هغو کسانو چې په کراچي کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر اډې بريد وکړ اود پاکستان الوتکه يې ويجاړه کړه ، څوک دي ؟ هغه کسان چې په پښتونخواه کې يې په لمونځ کوونکو بريد وکړ ، څوک دي ؟ هغه کسان چې په کراچۍ کې په وژنې لاس پورې کوي ، څوک دي ؟ د ازبکستان اسلامي تحريک چې تيره اوونۍ يې په پنجشير کې د امريکائيانو د بيا رغاونې په ولايتي ټيم بريد وکړ له کومه ځايه را غلى و؟ ايا دوى له ازبکستان څخه را غلي و او يا له ميرامشاه او يا واڼه څخه راغلى و ؟ دا هغه پوښتنې دي چې بايد ځوا ب ورته ورکړای شي او يوازې هغه وخت کيداى شي حل شي او ژوند  ښه والی ومومي چې موږ په صداقت سره خبرې وکړو او له افراطيت څخه له استفادې پرته خپلو هدفونو ته ورسيږو که چيرې پاکستان له افراطيت څخه په افغا نستان کې د ستراتيژيکي ژورتيا د ساتنې لپاره د وسيلې په تو ګه کاراخلي ،بايد په دې پوه شي چې هيڅکله به دغه هدف ته ونه رسيږي، بلکې زياته بد مرغيو زياته ويجاړتيا به د دغو دواړو هيوادونو لمن ونيسي ، د پاکستان لپاره که چيرې غواړي سترا تيژيکي ژورتيا ولري په پياوړي اقتصاد سره يو دوست افغانستان ، يو ورور افغانستان چې په هغه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ او هم له ټولو نړيوالو سره اقتصادي فعاليتونه او د سوداګرۍ خوځښت کيداى شي د پاکستان لپاره ډيره ښه ژوره ساحه وي .
پو ښتنه :
طالبان په کندز کې چې د شمال يو ولايت دی هم شتون لري او په د اسې حال کې چې تاسې اردو لرﺉ او د ناټو قوتونه ستاسو په هيواد کې شتون لري . سمه ده که چيرې ستاسو په پولو کې طالبان له وزيرستان څخه را ځي نو ستاسو د هيواد په نورو سيمو کې له کومه ځايه راځي او ولې تاسې یې مخه نه نيسﺉ ؟
ځواب :
موږ خپلې يو لړ ناکامۍ لرو، په دې پوهيږو چې د ناټو ځواکونه د افغانستان خلکو ته د امنيت په تامينولو کې ناکام دي په دې کې هيڅ د شک ځاى نشته، دلته موږ د افغانستان خلکو ته د امنيت په تامينولو کې د ناټو د ناکامۍ په باب خبرې نه کوو، موږ د خلکو د خونديتو ب په تامينولو کې د افغا نستان د حکومت د ناکامۍ په اړوند خبرې نه کوو ، په حقيقت کې موږ د هغه خطر په باب خبرې کوو چې افغانستان او پاکستان ګواښوي او دغه خطر د افراطيت او جګړه مارۍ وده ده ¸افراطيت په پا کستان کې وده کوي ،په پاکستان کې پټنځاى لري ،زموږ د پاکستاني وروڼو له خوا د افراطيت اود تروريزم له دغه ځواک څخه د وسيلي اود سياست د چلند او وسايلو په توګه کار واخيستل شو، موږ هلې ځلې کوو چې دغه عمل پاى ته ورسيږي او دواړه وکولی شو چې ددغه عمل د عواقبو په وړاندې اقدام وکړو، زه د هغه افراطيت په باب خبرې کوم چې له پاکستان څخه سرچينه اخلي او د ملاتړ او رواجولو وړ ګرځي او دواړو هيوادونو ته زيان رسوي ، دغه عمل بايد پاى ته ورسول شي .
پوښتنه :
سمه ده هغه څوک چې استاد رباني يې شهيد کړ له کويټې څخه را غلی و او ښايي د حقاني شبکه په پاکستان کې وي.
ځواب :
ښايي نه ، بلکې په دقيقه توګه په پاکستان کې ده .
پو ښتنه :
ايا تاسې سره کوم ثبوت شته او يا سيمې يې معلومې دي چې سراج الدين هلته وي او حقاني پکې وي ؟ په داسې حال کې چې پاکستانيان په دې پوهيږي چې مولانا فضل الله په کوم ځاى کې دی او د بلوڅو اردوګاوې د افغانستان په کوم ځاى کې موقعيت لري .
ځواب :
په افغانستان کې د پاکستان پر خلاف د هر راز دښمنو عناصرو د شتون په باب بايد ووايو چې ما په ډيره څرګنده توګه پاکستان کې خپلو وروڼو ته ويلي دي چې دغه نتيجه هغه لوګۍ دي چې د تروريزم پرخلاف جګړې اوتروريزم په دواړو هيوادونو کې پيدا کړي دي ترهغه وخته پورې چې پاکستان يا افغا نستان له افراطيت څخه د وسيلې يا چلند په توګه کار واخلي له شک پرته بل هيواد د ورته شرايطو د پيدا کولو لپاه عذر او دليل لري او په دغه شان حالت کې هغو کسا نو ته فرصت برا بريږي چې زموږ او يا د پاکستان پرخلاف ورڅخه استفاده وکړي ځکه موږ له پولو څخه سرغړونه وکړه فضا مو له لړو ډکه کړه او له ايرو ډکه سيمه مو را منځته کړې ده  چې د پا کستان ضد هر عنصرکولی شي د پاکستان او افغانستان ضد تا وتريخوالي د تر سره کولو لپاره ورڅخه کار واخلي له دې ا مله دا يو بل دليل دی چې موږ باید په خپلو کې کار وکړو چې افرا طيت په هرې ممکنې وسيلې سره له منځه يوسو، په بله ژبه پاکستان بايد اوس په بشپړه توګه په دې پوه شي او تکراروم  یې چې په پا کستان کې دستګاوې دې په دې پوه شي چې افراطيت او بنسټ پالنه د هغه مار روزنې ته ورته دی چې په پاى کې به هرو مرو تاسې خپله وچيچي.
 
پوښتنه :
ناټو د طالبانو او القاعده پر خلاف جنګيږي او د امريکا په سلو کې نږدې اتيا اکمالات د پاکستان له لارې ترسره کيږي او د طالبانو په لسګونو تنه مشران دپاکستان له خوا نيول شوي دي او په همدى ترتيب د القاعده مشران نيول شوي او امريکا ئيانو ته سپارل شوي دي ،عبدالسلام ضعيف مو ونيوه تاسو هغه خوشې کړ ، ډاکتر غيرت بهير مو ونيوه تاسې واسطه شوﺉ چې خوشې شي موږ په دې لاره کې له ديرشو څخه تر څلويښتو زرو تنو پورې قرباني وکړه ايا تاسې زياته هيله لري؟
ځواب :
غيرت بهير بې ګناه ؤ او په نا حقه د پاکستان له خوا نيول شوی ؤ،ملاضعيف په پاکستان کې د طالبانو سفير و او په نا حقه د پاکستان له خوا ونيول شو د افرادو نيونه که څه هم ګناه ګار هم وي ستونزه نه حل کوي ، خو هغه څه چې موږ پرې ټينګارکوو د سياست د وسيلې په تو ګه له افراطيت څخه د استفادې بندول دي، موږ غواړو نورله افراطيت څخه د سياست د وسيلې په توګه استفاده ونه شي ،موږ غواړو له تاوتریخوالي څخه د سياست د شیوې  په توګه کار اخيستل پاى ته ورسيږي، ځکه د دغه سياست دوام نور د پا کستان په ګټه نه دى او برعکس د پاکستان ثبات او ددغه هيواد شتون کمزوری کوي دا له يوه ورور څخه بل ورور ته غږ دی چې همدغه وسيله چې تاسو په خپله استفاده ورڅخه کړې ده، نن يې په خپله ستاسو دهيواد ژوند او پايښت په خطر کې اچو لی دی .
 
پو ښتنه :
اوس د را تلونکې په باب خبرې کوو له پا کستان څخه ستاسو غوښتنې او هيلې څه دي ؟ هغه ګډ کميسيون مو چې جوړکړی دی آيا کولی شي هغه ته دوام ورکړي؟
 
ځواب :  
ګډ کميسيون له شک پرته د دواړو هيوادونو ترمنځ دګډ کار لپاره يوه ښه مفکوره ده اوله دې لارې کيدای شي د سولې هلې ځلې تعقيب شي او د اصلي مسئلو په باب خبرې وشي  يعنې په افغانستان کې  ځانمرګي بريدونه پاى ته ورسيږي  اوکه چيرې پاکستان ددغه شان بريدونو دپاى ته رسولو لپاره  زموږ سره همکاري وکړي ، او که چيرې  کومه پيښه رامنځته  شي او موږ پوه شو چې چا هغه ترسره کړه هغه وخت  موږ په ګډه د هغه په وړاندې اقدام کوو که په افغانستان کې وي يا په پاکستان کې . په بل عبارت که چيرې پاکستان په اخلاص اوصداقت سره د افراطيت د پاى ته رسولو لپاره له موږ سره کار وکړي په نړۍ کې هيڅ قدرت نه شي کولای  زموږ ترمنځ بيلتون پيدا کړي  ، بي باوري رامنځته کړي اويا هم موږ له يوبل څخه جلا  کړي . په دې ډول موږ به دوه ځواکمن وروڼه اوګاونډيان و اوسو اودا دافغانستان د خلکو هيله ده.
ما په خپله  خپلې ټولې هلې ځلې وکارولې اود ټولو په وړاندې دريدلی يم، د لويديځ  په مقابل کې  او د امريکا په  وړاندې چې له پاکستان سره ډيرې ښي اړيکې ولرو او وکولای شو په ګډه هغو بدمرغيو ته چې موږ زيانمن کوي دحل لاره پيدا کړو.
 
پوښتنه :  
تاسو احسان وکړ او د تيرو دوو کلونو په بهيرکې مو د پاکستان پرخلاف يوه وينا هم ونه کړه ؟
ځواب  :  
دوه  درې کاله  نه، بلکې له درېيو ، څلورو او پنځوکلونو څخه زيات .
 
پوښتنه :
ښه درې څلور کاله تاسو په دې سره   له لويديځ سره موخپلې اړيکې ترينګلې  کړې اوله پاکستان  سره  ................ ؟
 
ځواب :
موږ په دې باب ځينې مسئلي لرلې ، موږ د دغې مسألې په باب له ناټو او لويديځ سره ځينې اختلافونه لرل ، خو په دغو مسئلو مو سترګې پټې کړې او له پاکستان سره مو هلوځلو ته دوام ورکړ او دوام به ورکړو. افغانستان  له هغو اړتياو سره سره چې لري يې ، له بيوزلۍ سره سره چې لري يې  اودنږدې  يوسلو پنځوسو زرو بهرنيو ځواکونو له شتون سره سره اوله هغو ويجاړتياوو سره سره دغه هيواد په تيرو ديرشو کلونو کې تجربه کړې دي، افغانستان يو خپلواک هيواد دی له ټولو اړتياو سره سره  امريکا نن زموږ معاشونه ورکوي ، خو کله چې د افغانستان د ګټو خبره کيږي  د مسلمانانو ګټې او د سيمې ګټې طرحه کيږي  دافغانستان ،پاکستان او ايران او زموږ د ګاونډيانو ګټې طرحه کيږي په دې صورت کې افغانستان په مستقل ډول تصميم نيسي . موږ په دې باور يو چې تاسې او د پاکستان دستګاوې زياتره د امريکا غوښتنو ته متوجه دي ترڅو چې موږ په افغانستان کې واوسو.
 
پوښتنه :
پاکستانيان وايي چې افغانستان هيڅکله زموږ شکايتونه نه دي اوريدلي دمثال په ډول د کونړ او نورستان له ولايتونو څخه پرموږ بريدکيږي  اوزموږ ځواکونه وژل کيږي خو د افغانستان حکومت دهغو پرخلاف هيڅ راز اقدام نه کوي ؟
 
ځواب  :
ما وويل چې دا د هماغه لړو او ابهام نتيجه ده چې پخوا مې وويل اوهرڅوک کولای شي  موږ يو د بل په مقابل کې وکاروي . څوک کولای شي دا بندکړي ، يواځې موږ په خپله ، يواځې افغانستان اوپاکستان کولای شي هغه  بند کړي . که چيري موږ خپله دغه ستونزه لرې کړو، هيڅ بهرنی  عامل به ونه شي کولای  چې افغانستان د پاکستان پرخلاف او پاکستان دافغانستان پرخلاف وکاروي . خو که چيري دغه عامل په خپله دغه دوه هيوادونه وي چې هلې ځلې وکړي بل ته زيان ورسوي ، د خواشينۍ او خجالت ځاى دی او زه هلې ځلې کوم دغه حالت پاى ته ورسوم.
 
پوښتنه :
جمهوررئيس صاحب !   تاسې پوهيږﺉ چې له هند سره زموږ په اړيکو کې څه ډول حساسيت شته موږ هنديان خپل دښمن بولو ، او له هغوی سره جنګيدلي يو اوله بله پلوه پاکستان چې طالبان خپل پلويان بولي ستاسو په خاطر يې د ځان دښمن کړل هغو سره جنګيږي او د هغو ځواکونو لپاره  چې د طالبانو پرخلاف جنګيږي، اکمالاتي لاره پرانیستې ده خو کله چې له هند سره زموږ اړيکې خرابې شوي دي جمهوررئيس حامدکرزی د هنديانو ترڅنګ دريدلی دی اوپه دې وروستيو کې موله هغوی سره ستراتيژيکِ موافقه ليک لاسليک کړی دی ؟ آيا  زموږشکايت پر ځاى نه دی ؟
 
ځواب :
پاکستان د افغانستان ګاونډی دی موږ څه د پاسه دوه زره کيلومتره ګډه پوله لرو ، موږ قومي اړيکې لرو ، فرهنګي اړيکې لرو ، تاريخي پيوندونه لرو اوبايد د سولې ، نيکمرغۍ  او د خوښۍ په فضا کې ژوند وکړو.، د هند په باب بايد ووايم   چې دغه هيواد يو ستر اقتصادي ځواک  دی ، يو ستر تعليمي قدرت دی ، نه يواځې زموږ سيمې ته، بلکي ټولې نړۍ ته، هند زموږ ګاونډی دی ، د پاکستان ګاونډی اوزموږ نږدی ګاونډی ، هندکال په کال  افغانستان ته  دوه زره تحصيلي بورسونه ورکړي دي ، هند له موږ سره دوه مليارده ډالره مرسته کړې ده  چې هر ډالر يي زيات اغيزمن و او د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي په لاره کي لګول شوي دي. له هند سره  د افغانستان اړيکې  د هند له ځواکمنتيا، ودې او فرصتونو څخه د استفادې په مقصد د افغانستان په ګټه رامنځته  شوې دي، دغه اړيکې په هيڅ صورت  د پاکستان پرخلاف هدف نه لري.  تر کومه ځايه  پورې چې  په پاکستان پورې اړه پيداکوي  زه کولای شم په بشپړ ډاډ سره تاسو ته ووايم  چي هندي مشران د پاکستان پر خلاف د افغانستان کارولو لپاره هيڅ راز هدف اومقصد نه لري ، برعکس هغه څه چې ماتل له هندي مقاماتو څخه اوريدلي دي دا دي چې  هيله لري  له پاکستان سره عادي او دوستانه اړيکي ولري .
ځکه چې هند مخ په ودې اقتصادي  او پاکستان يو ستر اسلامي هيواد دی له دې امله په مهربانۍ سره دغه ناوړه تفاهم لرې  کړي  اوس که چيرې پاکستان فکر کوي اويا په دغه هيواد کې دستګاوې فکرکوي  چې افغانستان بايد له هيچا  سره اړيکې ټينګي نه کړي  او رابطه ونه لري اويا دپاکستان له لاري خپلي اړيکې  ټينګې کړي  دا يوداسې  خوب دی چې هيڅکله  به په حقيقت بدل نه شي .څرنګه چې افغانستان يو خپلواک هيواد دی اوپاکستان هم يو خپلواک هيواد دی پاکستان غواړي له هندسره ښې تجارتي اړيکې ولري که چيرې  له هند سره د تجارتي اړيکو لرل يوه غلطه مفکوره ده ،. تاسو ولې هلې ځلې کوي ، له هند سره دغه اړيکې ولري .؟  ولې له هندسره خبرې کوي ، ولې ستاسو صدراعظم او د بهرنيو چارو وزيره هند ته سفر کوي .  تاسو ځان ته حق ورکوي  چې له  هند سره  تجارتي اړيکه ولري اوله هندسره ډيرې ښې وګړنيزې اړيکې ولري  خو غواړی افغانستان له هندسره تعليمي اړيکه ونه لري ، دامنصفانه اوعادلانه نه ده ،.
پوښتنه :
په دغو مسئلو کې ستونزه نه لرو  خو دا چې تاسو په داسې حال کې  چې ناټو ستاسو په هيواد کې شتون لري او ستاسو اردو روزي او نور ځواکونه په افغانستان کې دي او ستاسو ځواکونه روزي  خو تاسو له هند څخه غواړﺉ چې ستاسو اردو وروزي   په داسې حال کې  چې پاکستان کلونه کلونه کيږي چې دغه وړانديز تاسوته کوي  خو تاسو نه دی منلی  په داسې حال کې چې ګډه ژبه لرو، ګډ فرهنګ لرو او ښايي موږ ښه وکولاي شو ستاسو ځواکونه وروزو څه شی دی  چې هندوان کولاي شي ترسره یې کړي او موږ به يې ونه کړای شو ؟
 
ځواب :
د وخت شوروي اتحاد زموږ ګاونډي ؤ او  موږ ډير دوست ګاونډی و  موږ خپل ځواکونه هلته وروزل او ځينې يې  د افغانستان پرخلاف د استفادې لپاره دشوروي دلاس په آلې  بدل شول، ښايي  موږ هم په راتلوونکي کې دا په فکرکې ونيسو چې خپل افسران او سرتيري د روزنې لپاره پاکستان ته واستوو ، خو افغانستان او پاکستان بايد لومړی خپله اساسي ستونزه  چې په اړيکو يې اغيزه کړي ده . لرې کړي او هغه تروريزم دی څه ډول  موږ کولاي شو خپل يو افسر د زده کړې او روزنې  لپاره پاکستان ته  واستوو په داسې حال کې  چې دا فکر وي چې تروريستان هم له پاکستان  څخه راځي؟  کله ؛چې موږ ډاډمن شوو چې د دواړو هيوادونو اړيکې متمدنې، دوستانه راتلونکې ته په پاملرنې اود درناوي پر بنسټ ولاړې دي په هغه وخت کې ده چې موږ کولای شو خپل سرتيري ، افسران ، پوليس او ډاکتران د روزنې لپاره پاکستان ته واستوو، نو ددغې ستونزې د لرې کولو لپاره موږ کولای شو ډيره ښه  غوړيدلې اړيکه ولرو.



پوښتنه :
خو حق لومړی د ورور دی او له هغه وروسته د دوست  حق راځي  آيا ستاسو غبرګوني ورور د لومړيتوب حق نه درلود ؟  که چيرې خداى مه کړه د هند له خوا په پاکستان بريد وشي؟
 
ځواب :
هو ! خو له دغو غبرګونو وروڼو څخه یو یې بايد په پټ چاقو سره د بل وينې تويې نه کړي دا کار بايد لومړی حل شي او وروسته دغه دوه ګوني اړيکې کولای شي پياوړې او ځواکمنې شي .
 
پوښتنه :
يوه بله  ګيله چې ستاسو غبرګونی ورور یې لري دا ده  کله چې له امريکا سره زموږ اړيکې خړې پړې شوې زموږ ورور حامدکرزی له امريکا سره ودريده او زموږ پرخلاف يي خبرې وکړې ، ويل کيږي چې که امريکا له پاکستان سره جګړه وکړي افغانستان به د امريکا ترڅنګ ودريږي ؟
 
ځواب:
خداى مه کړه که چيرې کوم وخت  د امريکا  او پاکستان ترمنځ جګړه وشي موږ به له پاکستان سره و اوسو لګه څنګه چې پاکستان موږ ته ځاى راکړ لکه څنګه چې پاکستان موږ وروڼه وبللو او هلته مو د مهاجرينو په توګه پتمن ژوند وکړ هماغه شان به موږ هم ورورولي وکړو  په هغه صورت کې چې دپاکستان خلک د افغانستان مرستې ته اړتيا ولري موږ به له تاسو سره واوسو . افغانستان ستاسو ورور دی  که چيرې په پاکستان بريد وشي او که چيرې د پاکستان خلک د افغانستان مرستې ته اړتيا ولري  افغانستان به ستاسو ترڅنګ  ودريږي  افغانستان ستاسو ورور دی  له هغو ټولو شيانو سره سره چې د پاکستان دستګاه د افغانستان په وړاندې ترسره کړي دي  افغانستان به هيڅکله هغه هرکلی ، ميلمه پالنه او احترام او ورورولي  چې د پاکستان خلکو د افغانستان له خلکو سره کړي دي هير نه کړي ، پنځو مليونو افغان مهاجرينو  په پاکستان کې  ژوندکاوه هرهغه هيواد چې پر پاکستان بريد وکړي افغانستان به له پاکستان سره ودريږي  افغانستان به د پاکستان ورور وي ، افغانستان به هيڅکله خپل ورور تير نه باسي.
له هند سره زموږ اړيکې له هند سره د ستراتيژيکي موافقه ليک  لاسليک کول داسې شی نه و چې  په سملاسي ډول  تصميم نيول شوي وي ، بلکې کلونه کلونه ددې همکارۍ په باب خبرې وشوې هند ته زما سفر  د وروستيو پيښو په ځواب کې نه و،  بلکې، مخکې  له مخکې پلان شوی ؤ د امريکا او پاکستان ترمنځ د اړيکو وروستۍ خړپړتيا د پاکستان په وړاندې زموږ په چلند  هيڅ ډول اغيزه نه لري، تاسې  په دې پوهيږی  کله چې  له ورور سره د ورور په اړيکو خبرې دي  وبه وينو  چې افغانستان به له تاسو سره د ضرورت په وخت کې ولاړ وي .
دا يو داسې  درد دی چې موږ يې لروګرانه وروره ، مهرباني وکړه له دغو وسايلو  څخه استفاده  چې موږ يې ځورولي يو او نن تاسو هم ربړوي ، بنده کړه.  ر اشی له بلې دروازې ، پرمخ لاړشو  هغه دروازه  او لاره چې دواړه وروڼه  وکولای شي په سولې او ارامۍ برلاسي شي .
افغانستان به له تاسو سره وي، افغانستان به له هيڅ هيواد څخه ديکتي نه شي.
د هيڅ يو هيواد امر به که امريکا ، هند ، روسيه يا چين  او يا بل وي ونه مني،   افغانستان خپل سياست لري ، دريځ لري او د حالاتو په نسبت مشخص نظرلري اود همدې  نظر پر بنسټ له پاکستان سره اړيکې لري .
 
پوښتنه :
راتلونکي کې  به څه وشي  ؟  دوه اړخيز کميسيون به کوم ځاى ته ورسيږي ؟  له طالبانو سره به ستاسو خبرې دوام وکړي .؟
 
ځواب :
موږ له طالبانو سره هغه وخت خبرې کوو چې   د هغوی پته پيدا کړو او تيلفون يې پيدا کړو  ترهغه وخته پورې  چې دوی په  کوم يوځاى کې رښتيني استازي ولري اوهغوی  وپيژنو، ترهغه وخته پوری موږ د طالبانو د استازي په توګه له پاکستان سره خبرې کوو .
 
پوښتنه :
امريکا ويلي دي چې له طالبانو سره خبرې کوي  دوی ددې مقصد لپاره له طيب آغا سره  اړيکې نيولي که چيرې امريکا کولای شي خبرې وکړي تاسو څنګه نه شی کولای ؟
 
ځواب :
دا د امريکا کار دی زه  دلته د افغانستان په باب خبرې کوم  اوله خپل ورور پاکستان څخه  د افغانستان د هيلې  او غوښتنې په باب خبري کوم .
 
پوښتنه :
له پاکستان سره به ستاسو ګډ کميسيون کله بيا وګوري ؟
 
ځواب :
هيله لرم چې موږ وکولای شو له خپلو پاکستاني وروڼو سره په ترکيه کې چې د دواړو هيوادونو ورور دی رغنده  او ښې خبرې ولرو او ښه نتيجه به ولري .



پوښتنه :
آيا يواځې پاکستان او افغانستان د مسألې په خرابوالي کې ونډی لري؟
په داسې حال کې  چې ايران له امريکا سره ترينګلې اړيکې لري او د ايران له خوا د طالبانو ملاتړ کيږي .
 
ځواب :
د طالبانو اډه،  د طالبانو اړيکې اود طالبانو ملاتړ په پاکستان کې دی، ايران ښايي  له طالبانو  سره اړيکې ولري  خو دغه اړيکې دومره پراخې ، مهمې او  ژورې  نه دي چې په پاکستان کې دي .
 
پوښتنه :
د امريکا او ناټو له ستراتيژۍ او پاليسۍ څخه ډاډمن ياست ؟
 
ځواب :
تاسې د ناټو د عملياتو په نسبت  زموږ  په دريځ خبر  ياست ، د ملکي وګړو د سر د زيان په باب معلومات لرﺉ،  زموږ د اعتراضونو او ټولو دغو مسألو په باب معلومات لري اودا هغه دليل دی چې ددغه موافقه ليک د لاسليک کولو په باب زموږ خبرې تر اوسه پورې دوام لري .
موږ له امريکا او ناټو سره مشخص شرايط لرو له دې جملې  څخه د شپې له  خوا د عملياتو د تر سره کولو موضوع . د دغه موافقه ليک لاسليک کولو وروسته موږ غواړو نور هيڅ امريکايي  د افغانانو کورونو ته داخل نه شي،  نور بهرنی جيل  نه وي،  د افغانانو توقيف او نيول پاى ته ورسيږي   د افغانستان له حکومت او دولت سره د برابرو مرکزونو فعاليت ، د خصوصي  امينتي شرکتونو فعاليت او نور فعاليتونه چې د افغانستان د حکومت د کړو وړو خنډ کيږي ، اداري فساد او د افغانستان  له نافذو قوانينو  څخه سرغړونه پاى ته ورسيږي .
 
پوښتنه :
ستره پوښتنه  دا چې آيا  له ٢٠١٤ کال څخه وروسته چې امريکا له سيمې څخه وځي آيا ستاسو ځواکونه چمتو دي يا دا چې طالبان دوی له سيمې څخه باسي او خپل هيواد ته يي استوي  ؟
 
ځواب :
فکر کوم چې دغې پوښتنې ته مو مخکې ځواب ووايه ، موږ له امريکا سره د ستراتيژيکي  موافقه ليک د لاسليک کولو او د هغو اډو په باب چې  دوی يي غواړي  اويا په هغو ساحو کې چې دوی غواړي هلته شتون ولري  د شرايطو په باب پخوا خبرې وکړې  له ٢٠١٤ کال وروسته د بهرنيو ځواکونو د شتون د دوام موضوع او په ټولنيزه توګه په افغانستان کې د دوی د شتون  دليل هغه پوښتنه ده چې بيا هم په پاکستان کې زموږ وروڼو ته متوجه کيږي  او په هغه چاپيريال  او فضا پورې اړه پيداکوي چې افغانستان په دې  ديرش کلنه جګړه کې ځان موندلی دی.
ډیره زیاته مننه
 
                                                           ‏