مه ورانوئ لردی يا که بر زموږ
دې کې دی دزيږندې مظهر زموږ
دلته موهستي ده موږ ته ګرانه ده
تاته به پردي وي سم اوغر زموږ
نه يو موږ بې وسه په سيالانوکې
پيژني غليم توره او زغر زموږ
موږ ورته د زړه نه هوسيږو تل
دلته موعزت شته هم جوهرزموږ
څو به دامظلوم ولس په غم ژاړي
مه خوروئ غم نورپه ټغر زموږ
پريږدئ چې په سوله کې ژوندن وکړي
ښار زموږ سېندونه او ګدر زموږ
مه ورانوې نور دا غيرتي ولس
پريږدئ چې ازاد وي بال او پرزموږ
هر تياره انجام لري سبا لري
پري چې کلې کور شي هر ټبرزموږ
----------------------------------
سميع الدین افغاني
م ٠ کال ٢٠ - ١٠ - ٢٠١١
وروستي