نړۍ داکټوبرپه 20 مه نېټه :

 

_ په يوګوسلاويا کې دپلازمېنې _ بلګراد ورځ ده ؛
_ په  جامايکا کې داتلانو ورځ ده ؛
_ په1671 زکال کې په (( نوي فرانسه )) _ شمالي امريکا کې ټولو مجردانو ته ويل شوي و ، چې يوازې له فرانسوي نجونوسره به واده کوي ؛
_ په1944 زکال کې شوروي او يوګوسلاوي پارتيزانو دبلګراد ښار ازاد کړ ؛
_ په 1945 زکال کې دلومړي ځل لپاره په فرانسه کې ښځوته په ټاکنو کې د برخه اخيستو حق ورکړ شو ؛
_ په1993  زکال کې دهالينډ حکومت پربهرنيانو د نيشه يي توکو چرس او ماريجوناپرخرڅولو باندې بنديز ولګولو لېکن هالېنډيانو لپاره دا بنديز موجود نه و . اوس مهال دا بنديز هم نشته او دهالينډ دسګرټو په غرفو کې هم دچرسو اخيستل ممکن دي ؛
_ په1819 زکال کې سيدعلي محمدشيرازي ( باب ) زېږيدلی ، چې دبابيانو يا بهايي مذهب له بنسټ اېښودونکو څخه بلل کيږي .

په نوي ډهلي کې د بهايانو مزدک