بی خونده خبری (۲۵): د فوجا عزم!!!

 
وسیم سجاد، همیشه بهار
اکټوبر۲۰۱۱،۱۸
سل کلن هندی نژاد برطانوي فوجا سنګ،  سل متریزه منډی  د اتم ځل لپاره وګټلی. او د۱۰۰ کلنو سپین ږیرو په کچه یی نوی ریکارډ قایم کړ.
فوجا سنګ په کال ۱۹۱۱ په هندوستان کی زیږیدلی؛ ۸۹ کلن وو چی زوی او ښځه یی په یوه پیښه کی له لاسه ورکړل. دی یواځی شو. د یواځیتوب څخه د ژغورنی لپاره ده په منډو پیل وکړ. دیی نوری هیلی او امیدونه هم لري. په میرتن کی به برخه اخلي او...
سنګ فوجا د کاناډا له یوه اخبار سره په مرکه کی وایی چی د منډی پرمهال باید په دی فکر  ونه کړو چی څو کلن یو.
د فوجا خبری او عزم باید د عبرت په څير له ځان سره قلمداد کړو. سپین ږیرو ته لازمه ده چی اوس هم مایوسي خپله نه کړي. اوس هم وخت دی چی له مونږ ځوانانو سره ډیر څه شریک کړي. استاد ترَکی، استاد حسن حسن کاکړ، عبدالصمد حامد او له نورو چی زه یی نه پیژنم هیله کوو چی په دغه تاریکی کی مو لار  راسمه کړي. 
بل جنجال دادی چی په دفترونو او ادارو کی د ځوان او سپین ږیری مامور ترمنځ واټن رامنځ ته شویدی. ځوان ته ځان عصري او سپین ږیری ایکسپایر مالومیږي خو که ځوان خپل کمپیوټر، انګریزی او د مدیریت په اړه ورسره مالومات له زاړه هغه او زوړ خپل مکتوبات او تجارب چی له پخوا یی لري له ځوان دغه سره شریک کړي دواړه به وده وکړي. ځوان به خپل حکومت او خپل سیستم وپیژني او سپین ږیری به په نوو هغو خبر شي.
دواړه به پاتی شي او د کینی مخه به ونیول شي؛ دغه موجوده بی اعتباری به سر وخوري. کینی به ددواړو ترمنځ پای ومومي.
که داسی ونه شي، دواړه به تاوان وکړي او  بیا به مو لاره د ترکستان پرځای کوم بل طرف ته وي. ځوان به خپل سیستم ونه پیژني او سپین ږیری به له یوی کینی او تعصب سره قبر ته تشریف ویسي. وما علینا الاالبلاغ!
leekwal@yahoo.com