بی خونده خبری(۲۶): له سپيو خلاصون او د ليوانو راتګ!!!

\"\"
وسیم سجاد،کابل
اکتوبر۲۰۱۱،۲۲
خلک خوښ دي چی طالبان ورک شول، دیموکراتان راغلل. صدام ووژل شو او مظلوم اکثریت واک ته ورسید. غل زین العابدین لری او پرځای یی مصلحین پر واک شول؛
مبارک حُسنی لری او پرځای یی اخوانیان برلاسي شول؛ په لیبیا کی قاضي قدرت په لاس کی واخیست او لیونی دیکتاتور یی نسکور کړ او حمارګل اسد به لری او پرځای به یی حکومت نه په واټن کی پراته سُنیان به دواک پرګدی کیني.
زه هم خوښ وم. څو واری می له پلار سره هم د قذافي په سر لانجه راغلې. پلار می دده پلوي وو خو ورونو می ووټ زما په بکس کی اچوه.
د پلار استدلال می هم سیی وو هغه وایی چی په دوی خلک را ټولیدل!!!
زه خو حتی ځان د عربو د پسرلي لیکوال!!! بولم. او کله چی سږ په پای کی د خپلی لیکوالی!!! کلیزه لمانځم نو دغه خبره به هرومرو مطرح کوم.
په بره یاد شوو دیکتاتورانو کی هر یو لسیزی په خپل ملت راج چلولی. او ترټولو کشر یی هم دغه د سوریی والا دی. دغه د حافظ الاسد پرکټی!!!
د خلکو د خوښی سبب یو هم د انتقام هغه دی. دوی انتقام واخیست. او عربان خو په انتقام اخیستلو کی نوم لري. دوی له دومره عصریتوب سره، سره اوس هم شپانه دي. دغه اخري مړي خو په ژوند د بدمعاش زرداري ریکارډ ورمات کړی وو ځکه چی هغه اسان په الوتکه کی له یوځای بل ځای ته انتقالول او ده اوښان!!!
دده کیږدی نوم درلود خو بیا هم د پادشاه او فقیر خبره چی شپه تیره شوه. دواک اوږدی دوری پای وموند. سړی په سرک کش شو. هماغو ترهګرو—چی ده تر غرب ډاراوه—دی  وواژه. دنورو مړو او دده ترمنځ همغږي توب!!! ورته والی ټول سره لکه مساوي راوختل.
غټ تصادف به پیښ شوی وای که ژوندی ترمحکمی رسیدلی وای او هغه هم دده او صدام ترمنځ!!!
هغه هم د لوی اختر په ورځ اعدام شو او دی به هم همداسی کیده. خو نر وو. مبارز وو. ابوجهل څخه چی حضرت عبدالله مسعود چی په قد ټيټ صحابي وو سر پری کاوه نه ده ویل چی سر می په داسی ډول پری کړه چی د مکی جونی ونه وایی چی سر یی ټيټ راوړی!!! د حضرت موسی (ع) له فرعونه د حضرت محمد مصطفی فرعون ډیر زیات خنځیر سری وو. هغه اول خو په پای کی دتسلیمی چیغی وهلی خو دوهم ترپای تسلیم نه شو. ماتی یی ونه منله.
قذافي هم داسی وکړل. ترپایه تسلیم نه شو! د حُسنی مبارک غوندی یی د درواغو لاپی ونه وهلي. جبریل خو ویل چی له ده سره توپنچه وه!!!
سیفو خو له پلاره هم ډیر خنځیر سری وو!!! باید وای ځکه دی خو جانشین وو؛ ولیعهد وو!!! زامنو قربانی ورکړی: د صدام عدي او قصی؛د مبارک جمال او علا؛ د قذافي معتصم او اسلام.
خو په دا بل پلو بیا داسی نه دی شوي! دا بل پلو یی زمونږ افغانستان دریادوم. دلته زامن پوره واک کی ځان ننباسي. د حکومتی پوستونو لپاره یی پلارونو مقابلی روانی کړیدي.
دلته د زومانو بازار ګرم دی. نه پوهیږم چی استدلال به یی څه وي! خو که دوی وایی چی د رسول الله (ص) خسران او زومان په واک کی له نورو برلاسي وو خو فکر نه کوم چی هغوی ته ددوی زامن خو لاڅه چی پلرونه یی هم د پښو خاوری دي.
د حکمتیار جریر او بهیر. څومره شاعرانه انداز!!! حکمتیار جهاد په پښتنو کاوه او لور یی پنجشیري بهیر ته ورکوله!!! هی هی نو!!! اورمیږ دی مات شه!!!
د ربانی ضیا چی تر مرامه هم ورسید. مرستیال ولسمشر هم پاتی شو او اوس هغه دی ایتلاف او انقلاب راولي.
شهرت ننګیال وایی چی د زوی او زوم ترمنځ د یا او م تفاوت دی کنه نور دواړه
زوی=زوم.
مشترکات یی له متقرقاتو څخه ډیر دي. نو کله چی مشترکات ډیر وي نو د متقرقاتو پسی به سر نه ګرځوی.
ددی تر څنګ ځینی لوړ پوړي چارواکی هم مشهور شول او په خلکو کی یی ځانونه مطرح کړل.
سعید الصحاف د صدام د اطلاعاتو او کلتور وزیر!!! بلا نوم یی وګاټه. کامیاب سړی وو. په عربو کی یی ځانګړی نوم او شهرت وموند خو ددفاع وزیر په دی ملکونو کی تل ټرن ختلي. ددوی دغه یونیفورم دی خاوری شي!!! هغه مصارف چی پری شوي هغه دی ددوی خاوری شي. د اسلامی نړی جنرالان هیڅ په تول پوره ونه ختل. د اسلامي نړی اردو تل په خپلو خلکو د توپکو خولی تشی کړي!!!
زمونږ طالب او اردو دواړه د نه سړي زامن ختلي. چڼۍ طالب هم زمونږ په وظیفو لوی شوی او خورد ظابط هم زمونږ په بیت المال جنرال شوی!!!
خو دواړو بیا مونږ وژلي یو!!! لکه زمونږ دسترخوان دسترخوان نه دی او یا هم زمونږ مالګه مالګه نه ده.
کمونیست جنرالانو مونږ ووژلو!!! د عراق عسکر په کویټ ور وختل!!! لیوني صدام په دی هم اکتفا ونه کړه په ایران یی هم ور ودانګل. لس کاله یی له هغه سره لانجی کونجی وکړی.
قذافي هم خپل حریفان په دی ناولو عسکرو ووژل؛ د مصر دیموکراتانو هم اخوانیان په خپلو ټرین شوو ډاکوانو وداړل.
خو کله چی بیا د باندني تیري خبره شوه نو دوی ټول خسی شوي وو. زمونږ کمونیست د روسي په مقابل کی ونه درید!!!
د صدام بړيڅي د امریکی په مقابل کی  ټينګ نه شول. او دا بل شنه خو بیا کوڅه ډب له افریقی راوغوښتل.
نو خبره دا ده چی په خپلو اردوګانو (خدای دی وکړي چی اردو می سیی جمع کړی وي) ډیر ویاړ ونه کړو.
راځم اوس دی ته چی زمونږ چارواکي په ځانګړی توګه او داسلامی نړی هغه یی په عمومی توګه ولی د پرونه نه زده کوي؟
امریکا نیو ورلډ ارډر(د نړی نوی نظام) پلی کوي. نیو ورلډ ارډر لویه پروژه ده. په دوی کی به عربان سر وخوري. لوی به واړه، واړه شي. پخی تیږي به ریګریشن ته واچول شي.
له دوی به وړی، وړی شګی جوړی شي. پخی سټی به نوره وړی تختی شي. او بیا به په هرډول چوکاټ کی فِټ راځي.
خړ د برګي ورور دی. له دی ځینو امریکی هم ورونه جوړ کړي. سعودي او بحرین سره یی اوس پالي. له قذافي سره یی هم انډیوالي وه. صدام هم ددوی رفیق وو.
خو خبره هماغه ده چی ورور یی نه کړی نو د سپریدو چانس یی کم ښکاري. دن بهایی او بهایی رات چار پایی!!!
یو ځلی چی دوی وځپل شي نو بیا به ګوش به فرمان پاتی وي او څه چی بادار غواړي هماغه به ترسره کیږي.
زه ستاسو انتقاد منم چی دوی هم ګوش په فرمان وو خو بیا هم تفاوت وجود داشت!!! دوی سپي وو خو، خو بیا هم شتون درلود. خو دا نور یی لیوان دي. زما په تیره لیکنه کی دوستانو ویل چی زما په تیره لیکنه کی سپی ته توهین شوی نو ښه خبره به دا وي چی په دی اړه یو ځانګړی بحث رامنځ ته کړو.
هغه حیوانات چی له انسان سره په مثالونو کی تشبیه کیږي باید په اړه یی ژوری  لیکنی وړاندی کړو. 
هسی نه چی خبره را نه پړی شي!!! دوی ټولو په خپل وخت کی ازموینه ورکړی وه. دوی ملت لیدلي وو!!! بل ځل بیا نه ازمویل کیدل. ازمویل باید یو ځلی وي. هر ځل باید نه وي!!! نور نو دوی د امریکی خبره نه منله!!! هماغه وو چی په خپلو خلکو یی وداړل!!! صدام عراقیانو بی له کوم ثبوته محاکمه کړ!!! د حُسنی مبارک محاکمه هغه ده روانه ده او جریان لري!!! قذافي ووژل شو!!!
 
 بیا به نو د عربی متحده اماراتو وار وي؛ اردن به ځپي؛ لبنان ته به د حزب الله لانجه مخی ته ږدي؛ سعودي به هم نه پریږدي خو اخري حمله به بیا په دوی وي!!! کله چی دوی له منځه لاړ شي د پاکستان او ایران معامله به هم څه نا څه تصفیه شوي وي. شاوخوا به بیا کمزوري او کاواکه ملکونه منځ ته راغلي وي چی: نه به یی خوند وي او نه هم رنګ!!! دا خوښي چی نن یی کوو په ژاړه بدله شي. ډیری میندی باید بوری شي. نور نو په تونس، عراق، سوریه، لیبیا، یمن، بحرین کی د انتقام اور بل شو چی ډیر به وغځیږي. د اور د ژبغړاندی کولو لپاره اړینه ده چی لا ډیری ککری پری شي. نوي واکوال به د پخوانیو هغو څخه څه په ښکاره او څه په پټه حساب کوي!!! نوي به هر ډول انتقام اخلي هغه که مالي وي؛ اقتصادي وي؛ ځاني وي او که د واک په سر وي.
لویدیځ مو هغه دی مشران راوژني؛ دوی توهینوي او مونږ خاندو. مونږ خوښیږو. سیی ده چی دوی له مونږ سره جپه کړی خو ای کاش دوی مو په خپله له منځه وړي واي نه ددوی په لمسونه او لاسوهنه!!!
دغم په دی ټغر چی مونږ ناست یو نو ایله دومره وس لرو چی ووایو:اِنا لِلهِ واِنا اِلیه راجِعون. الله دی مونږ ته سمه لار وښیی کنه لا ډوبیږو.
له حوصلی مو مننه!!!
leekwal@yahoo.com