
درنولوستونکودسلام اوادب په وړاندی
کولوسره خوښ یم چې خپله لیکنه دادی یوځل بیاله تاسوسره ددی ویب پاڼه په
ملتیاشریکوم. وروڼواوخویندو! تاسوټولو ته جوته ده چې ننی معاصراوپه ټیکنالوجی سمبال
عصردرسنویوپه مټ ډیرپه زور او زوږکې پرمخ درومي.
پدی ډګرکې ډیری داسی افغانی ځیری ترسترګوکیږی
چې مونږ ورباندی ویاړوا ودرسنویودپرمختګ په ډګرکې ددوی هځی اوهاند ستایو.
له بله خوا دابه له قضاوته لیری خبره وی
چې مونږداپه ډاګه کړوچې ټول درسنویوکارکونکی په رښتونی ډول زمونږدهیواد دګټودخوندیتوب
او دټولنی ناخوالی په ښه ډول سره
رابرسیره کووی اوهیواداوټولنه دکامیابي و
لوری ته بیایی. زه پوهیدای شم اوداخبره منم چې زمونږ هیواددپردویودکلتوری، سیاسی،
اقتصادی .... یرغل لاندی دی اومونږمظلوم ملت اوخاوره ددغوډلودناورنینومیدان
ګرځیدلی یو.
ماته ډیره دناهیلی موضوع پدی ورستویوکې دافغانستان په خاوره دتوغندیزبریدونوپه اړه دځینی پوهانو اوپه خاص ډول د ښاغلی شاپوربختیار
تاوده بحثونه دی چې دی ورته سیاسی اونظامی کارپوهان رابولی. زه په ډیره
لیوالتیادښاغلی بختیار پروګرامونه اورم اوځارم یی. زماپوه اوبرداشت دده له دغه
پروګرام څخه یوازی او یوازی دده ډیری
خرابی او دزهرونه ډکی هځونکی خبری اوتحریکول دی او بس.
زماپه ذهن کی خوادخبری نه کښینی چې ښاغلی
بختیارکوم ډول ذهنیت غواړی؟؟؟ اودڅه په اساس ددی ښاغلی ټولی هځه دجنګ اوبدبختی په
لوری دی؟؟؟
افغانستان په یوډیراساس اوکړکیچن پړاوکې
دی ، مونږدپردویو دګټوښکیل او پدی ډګر کې دسرپه بیه قربانی ورکوو او ښاغلی بختیار
په خپلوله زهروډکوخبرومونږ غواړی چې لا نورهم په وینوکې لت پت اودپردویولپاره خپل
ملی حاکمیت اوارضی تمامیت په اوبولاهو کړو. زه ډیرخوشینی یم چې دفیس بوک
اودیموکراسی د زمانه دغه ښاغلی دکومه
داسی جنګی راوخوت او دڅه دپاره دومره دجنګ لمسونکې دی؟؟؟
وروره ته خودډیموکراسی زیږنده یی اوپه
جنګ سالارانوپسی خولمړی همداتاسورااخیستی اودمحاکمه میدان ته یی په هاګ کې راکش
کاږی.
زمونږسیاستمداران که په عمر زاړه دی،
خوپه تجربه پاخه شویدی او زه فکرنه کووم
چې دوی به په اسانی سره داځل ددی ملت سره ددوکه
لوبه سرته ورسوی. زما هیله له ښاغلی بختیارصاحب څخه داده چې دی دزماپه دی لیکنه نه
مایوسه کیږی ، دالیکنه ددخپل ځان دکرکترداصلاح اواساسیتونوته په کتوسره ورته
یاداښت کړی. همداډول زه غواړم چې له خپلوټولوسیاستمدانوڅخه پدی ټوګه غوښتنه وګړم چې نور د دی ملت دصبراوحوصله کاسه ډکه شوی
او دملت په وړاندی دخپل مسولیت اوفریضه
په سمه توګه اداکړی.
په پایله کې زه غواړم چې دتاسوټولوداحساساتودراوښولواودوطن
دوستی دحس دراژوندی کولولپاره ، تاسورابولم دپاکستان دلمړی وزیریوسف رضا ګیلانی وینا
ته چې دمعلوماتی تکنالوجي د فارغینوپه پروګرام کې په اسلام اباد کې خپلوخلکوته کړیده
او هیله لرم چې له داسی وطن پرستی څخه پندواخلی http://www.pakistantimes.net/pt
مننه
سبآوون