د لغمان پوهنتون د ودانۍ ډبره

سباوون
 له کلونو راهيسې د لغمان د خلکو دا هيله وه چې په لغمان کې دې داسې يو پوهنتون تاسيس شي، چې ددغه ولايت ځوانان په کې په راحت سره زده کړې وکړي.
د ځينو فرهنګپالو افغانانو په همت او هڅو تر جمهور رئيسه د لغمان د خلکو دا مشروع غوښتنه ورسول شوه، تر ډېرې څېړنې او پلټنې وروسته د ١٣٨٩ل کال په وروستيو کې جمهور رئيس د يو ځانګړي فرمان له مخې د دوو پوهنځيو (څلورو ډيپارټمنټونو) په شمول د لغمان پوهنتون منظور کړ.
تر فرمان وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزير سرور دانش، اداري مرستيال پوهاند محمدصابر خويشکى، د جمهور رئيس د فرهنګي چارو سلاکار سرمحقق زلمى هېوادمل او د ملي امنيت شورا دفتر د فرهنګي چارو رئيس پوهندوى محمد اسمعيل يون لغمان ته لاړل او د لغمان د خلکو په يوه پراخه غونډه کې يې د لغمان پوهنتون تاسيس اعلان کړ. د لغمان خلکو د دولت ددې کار ستاينه وکړه او د لغمان ولايت ځوانان يې د پوهنتون مستحق وګڼل. د پوهنتون د تاسيس په همغه لومړنۍ غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست لغمانيانو سره ژمنه وکړه چې د ١٣٩٠تحصيلي کال په بهير کې به لغمان پوهنتون ته نوي محصلين معرفي کوي. له اداري کاغذ پرانۍ او ځينو خنډونو سره سره کېدى شي سږ کال د سنبلې په مياشت کې لغمان پوهنتون ته (درې سوه) تنه نوي محصلين وروپېژندل شي. که دا وعده عملي شي نو دا به د لغمان پوهنتون په جوړېدو کې لومړى عملي او مثبت ګام وي. خو يو بل مثبت ګام چې په دې نږدې وخت کې پورته شو هغه دا و چې د لغمان د والي ښاغلي محمد اقبال عزيزي په هڅو يو جرمن (ډاکتر يوريش) چې د افغانستان په ابادۍ کې يې ډېر زيار ګاللى او ډېره تجربه لري، دې ته تشويق شو چې د لغمان پوهنتون د اساسي ودانيو لپاره د پيسو ژمنه وکړي. هغه غونډه چې د لغمان د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د پوهنتون د ودانۍ د ډبرې د ايښودو په وياړ جوړه شوې وه، لغمان والي محمد اقبال عزيزي د پوهنتون تاسيس او بيا د هغه د اړوندو ودانيو د جوړېدو د ډبرې ايښودل د لغمان خلکو لپاره يو نېک فال وباله او ټولو لغمانيانو ته يې تبريکي وويله. عزيزي وويل: ( (که څه هم لغمان په خپله يو پوهنتون دى چې نور خلک بايد دلته راشي هنر، تجربې او علم زده کړي، خو ددې پوهنتون تاسيس به د لغمان ارزښت او نوم نور هم پسې زيات وځلوي.)) عزيزي له ښاغلي (ډاکتر يوريش) څخه د هغې ژمنې له امله مننه وکړه چې ددې پوهنتون د جوړېدو لپاره يې کړې ده، ورپسې (ډاکتر يوريش) هم خپلې خبرې وکړې، ويې ويل: ((دا زموږ لپاره افتخار دى چې نن د يوه پوهنتون د جوړېدو ډبره ږدو، دا د لغمان د خلکو لپاره د خوښۍ زېرى دى، دا به د المان او افغانستان او بيا د المان او د لغمان د خلکو روابط لا پسې ښه کړي او مينه به يې يو بل سره لا زياته شي. زه به کوښښ وکړم چې د لغمان دا پوهنتون د المان له ځينو پوهنتونونو سره وتړم چې يو بل سره همکاري وکړي.)) ډاکتر يوريش وويل: ((له لغمان والي اقبال عزيزي نه هم ډېره مننه کوم چې پرون يې زه مېلمه کړم او په ډېر مهارت يې زه دېته وهڅولم چې ددې پوهنتون لپاره پانګه پيدا کړم. دا چې ده دې نېک کار ته زما فکر کړ، له ده څخه ډېره مننه کوم.))

ورپسې پوهندوى محمد اسمعيل يون، د لغمان ټولو خلکو ته مبارکي ورکړه، ويې ويل: ((دا د لغمان د خلکو يو مهم ضرورت و چې تر کلونو وروسته پوره شو، اوس د ټولو لغمانيانو دا دنده ده چې ددې پوهنتون د کاميابۍ لپاره هڅې وکړي، له ښاغلي (ډاکتر يوريش) څخه ډېره مننه چې ددې پوهنتون د ودانۍ د جوړولو ژمنه يې وکړه، ښاغلي اقبال عزيزي څخه هم ډېره مننه چې داسې فرهنګدوست او علمپال ډونر يې ډېر ژر پيدا کړ)) يون زياته کړه: ((د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې چې د پوهنتون لپاره کومه ساحه په پام کې نيول شوې، دا به د اوس لپاره کفايت وکړي، خو د راتلونکي لپاره يوازې دا ځمکه کفايت نه کوي، نو ځکه وړانديز کوم چې د سرخکانو په سيمه کې چې کومه ساحه مخکې د پوهنتون لپاره په پام کې نيول شوې، هغه هم د پوهنتون ملکيت کړي چې په راتلونکي کې پوهنتون د زياتې پراختيا امکان پيدا کړي او همدارنګه د لغمان په نورو ساحو کې بايد مناسبه دولتي ځمکه د پوهنتون ملکيت شي.)) يون زياته کړه: ((که موږ همدا اوس ځينې مهمې او اړتيا وړ دولتي ځمکې د پوهنتون د انکشافي پلان له مخې د پوهنتون ملکيت نه کړو، نو ددې وېره شته چې دا ځمکې به د ځمکې د ((مافيا)) او د ځمکې د ((ملاريا)) منګولو ته ولوېږي، هغه وخت که بيا موږ پوهنتون ته انکشاف ورکوو، نو بيا به د ځمکې له ستونزې سره مخامخېږو، نو ښه داده چې د پوهنتون لپاره همدا اوس پراخه ساحه په پام کې ونيول شي.)) يون پسې د لغمان ولايتي شورا رئيس او نورو مخورو هم خبرې وکړې. د ښاغلي (ډاکتر يوريش) دا کار يې وستايه او له هغه څخه يې مننه وکړه. د يادونې وړ ده چې ښاغلي (ډاکتر يوريش) د لغمان پوهنتون د ودانۍ د جوړونې لپاره د يونيم مليون امريکايي ډالرو مرستې ژمنه وکړه. (ډاکتر يوريش) تر دې پخوا هم د هېواد په ختيزو ولايتونو او نورو سيمو کې په روزنيزه او ښوونيزه برخه کې ډېر خدمتونه کړي دي، خداى(ج) دې وکړي چې دا ژمنه يې هم عملي بڼه غوره کړي.