
دملي کرښې ١٤مه ګڼه
ليکنه : سباوون
افغانستان په نړۍ کې دنورو هېوادونو له تاريخ سره ډېر توپير لري په دې مانا ،چې د دې هېواد دتاريخ ډيرې پاڼې جګړو او مقاومتونو ډکې کړي دي او هر کله ،چې ديو امپراتو مغزو ته دنړۍ دغړپ کولو فکر ورننوتی نوهلته يې دهغو سيمو خلک په شر اخته کړي مرګ ژوبله ، چور چپاول او داسې نورې کانې شوي دي،چې يادول يې د سړي اروا خفه کوي، خو دنړۍ په نقشه کې افغانستان يوازينۍ سيمه ده ،چې دخلکو دکلک مقاومت له امله يې دغه فکر دغاصبينو له مغزو سره يو ځای له ککرې څخه وتلی دی .
په دې اړه دتاريخ څېړنه ډېرو اوږدو بحثونو ته اړتيا لري او دا مقاله ددې بحثونو ځای نه دی ځکه نو په دې مقاله کې يوازې په دې بحث کوو ،چې ولې په پښتنو سيمو کې خپل سرو بمباريو ته ډېره مخه اړول شوې ده .
دنړېوالو زبرځواکونو په کتار کې انګليس وروستنی ځواک وو ،چې په دې هېواد يې دتسلط په موخه څو څو وارې يرغلونه وکړل او په هر وار يې د ماتې له بې شرمه پيغام پرته نور څه له ځانه سره يونه وړل . انګليس پوه شو،چې څه بايد وکړي لومړی يې دافغانستان دلويديځې کرښې په ټاکلو لاس پورې کړ اودتزاري روسيې سره يې دبريد په ټاکلو سره دپنجدې په ګډون ډېرې سيمې له افغانستان څخه جلا کړې خو ،بيا هم دسياسي او فزيکي واک په توګه برلاسي او بريالي نه شول نو دويمه او دريمه ستراتيژي يې دا تطبيق کړه ،چې پښتانه يې دګندمک او ډيورنډ لاين د فرعي کرښو راښکلو له امله په درې برخو ووېشل په سرحد ايالت ،چې اين ډبليو ايف پي يااوسنۍ پښتونخوا او دويمه برخه يې په بلوچستان او درېمه برخه يې په افغانستان کې پاتې شول .
دپورتني ويش څخه وروسته دا ثابته شوه ،چې ترياد شوي ويش دمخه دپښتنو او افغانانو تاريخ ډېر پياوړی او له وياړونو ډک وو هر يرغلګر او بلوسګر ته يې دسر په کاسه کې اوبه ورکړې خو خپله خاوره او واک يې ورنه کړ او تر ويش وروسته افغانستان، د يو ګونګ برخليک او ړانده تاريخ په لور مخه کړه ،لومړي انګليس بيا روس او ورپسې تور پنجاب وکولای شول چې دکابل په سينه لوبې وکړي او په دې توګه اوس دانګليس او امريکايانو تر مخامخ پوځي شتون لاندې راغى په هره توګه چې وه خو انګليس په خپله دريمه ستراتيژۍ کې ،چې دډيورنډ لاين په نامه پلې شوه بريالی شو او په سيمه کې يې سياسي نفوذ ته لاره هواره کړه .
انګليس په دې پوهېده ،چې تر څو په افغانستان کې د پښتنو يوموټي ځواک شتون ولري نو برياليتوب دانګليس په برخه کې نشته .
هماغه وو ،چې ديو داسې تړون يا قرارداد له مخې يې پښتانه په درې برخو وويشل ،چې نه يې حقوقي ارزښت درلود او نه هم دفطرت سره برابر وو .
دغه ويش يوه لويه پوښتنه دا را ولاړه کړه ،چې اوس نو ددغه ويش وروسته پښتانه ملت دی او که قوم ؟
ځکه دويش له مخې پښتانه ددې دواړو حيثيتونو څخه بې برخې شول يو او واحد قوم خو ځکه نه ګڼل کېږي، چې د يوموټي او واحد قوم په سينه داسې کرښې نه وي لکه دپښتون قوم په سينه چې راښکل شوي دي ، او واحد ملت خو ځکه نشي ګڼل کيدای چې ملت ددوه واکمنيو تر سېورې لاندې دوه بيلابېلو قوانينو او حکومتونو ته نه وي تابع او پښتانه بر دکابل او کوز داسلام اباد تر واکمنۍ لاندې واقع دي .
دغې غير فطري ويش داسيا دلويې وچې ستر او لرغونی قوم په څو ټوټو وويشه او اوس هم همداسې ټوټه ټوټه پرهر پرهر پروت دی، او دغو پرهرونو د القاعدې په څېرناسور رامنځ ته کړ ، چې درد يې لويديځې نړۍ ته هم ورسېده او لا تر اوسه دغه قوم په يوه او بل نامه ځپل کېږی . دروسانو له مهاله نيولې ان تر دمګړۍ يوازې پښتانه ووژل شول او دپښتنو سيمې ړنګې شوې،اودشمال ځينې سيمې له پورته ناورين څخه خوندي پاتې شوې چې بعضې جهادي قومندانانودخپلو سيمو دخوندي ساتلودروسانواوببرک کارمل او محمود بريالي په ګډون دسولې اوربند تړون لاس ليک کړ. روسانو ته لاره هواره شوه چې په اسانۍ سره شرقي اوجنوبي سيمې ترخپل پوځي بريد لاندې ونيسي،ترڅو دپښتنو سيمو دځپلو په موخه دسالنګونو له لارې دبارودو او وسلو کتارونه ورسم کړي، دپښتنې سيمو حالت له بدو بدتر شو دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ددې پرځای ،چې يوه ناپييلې اداره رامنځ ته کړي د جګړې يو اړخ يې سياسي واک ته ورساوه او بل اړخ يې له واکه ګوذار کړ ،چې دغې توپير ټولنيز حساسيت راوپاراوه او تر ننه وينو چې جګړه روانه ده خو لوری يې نه دی مالوم چيرته چې پښتانه ميشت دي، هلته ژبني متعصب ژباړونکي له بهرنيو ځواکونو سره اوږه په اوږه روان دي او دناسمو اطلاعاتو پربنسټ لګيا دي دپښتنو په نسل وژنه يې لاس پورې کړی دی خو دېته يې پام نه دی کړی ،چې ګواکې داحالت داوسني نړېوال شعور پر خلاف دی ځکه اوس مها ل ،چې دنړۍ ديو موټي کېدو يا ګلوبلايزيشن نړېوال تفکر مخ پر وده روان دی نو دانګليس هغه ټولو تر سره کړېو پرېکړو خپل ارزښت له لاسه ورکړی او دا ډار له انګليس او دهغوی د پنځول شويو واکمنيوسره پيدا شوی ،چې دنړۍ داتل پښتون قوم يووالی به بيا هغوى دواک له ګدۍ را پرې باسي نو دترهګرۍ تخم يې دپاکستاني دهقانانو په لاسونو دافغانستان په پاکه خاوره کې وکرلو او دغربي نړۍ دمالي ملاتړ کود يې ورکړ او په ډېر لږ وخت کې دغه تخم داسامه او هغه ته ورته تيغونه راوټوکول او دنړېوال شهرت په ترلاسه کولو سره يې دنړۍ مخ افغانستان ته راستون کړ .
دا مهال افغانستان داسلام په نامه په کوتکونو دومره ټکول شوی وو ،چې په خپلو پښو داودرېدو توان يې نه درلود اوپه اصطلاح داسلام په نامه يې ملا ماته شوه او ديهودو او اسرايلو لاسپوڅو ته يې په لوي لاس وروسپارلو.
نړيوال کتار د ترهګرۍ ډول ته له ګډا سره سمدستي دپښتنو دنسل وژنې سندره زمزمه کړه او په ټولو هغو سيمو يې د ترهګرۍ څادر وغوړاوه ،چې پکې پښتانه مېشت دي .
دترهګرۍ لپاره دنړيوال تعريف پرځای ږيره، لونګۍ او دافغانستان ملي لباس دترهګرۍ نښه وګڼل شوه ،چې ددې معيار له مخې يې بمباريو او عملياتو ته په پښتنو سيمو کې لاس وغځاوه او په زرګونو ماشومان لويان سپين ږيري، تورسرې ،واده ، جنازه اوجرګې تربريدونو لاندې راغلې او دا حالت لا تر اوسه روان دی په هغو ولايتونو کې ،چې دترهګرو په نامه عمليات تر سره شوي، يوازې اويوازې هغه سيمې ور په ګوته شوي ،چې پښتانه پکې اوسي او ميشت دي دا په دې مانا ،چې جګړه بايد هرات ته ننوزي خو په شينډنډ کې بايد پاتې شي، چې هلته پښتانه دي جګړه بايد کندز ته ننوزي خو په ارچي کې پاتې شي ولې، چې هلته پښتانه دي او همداراز جګړه بايد کاپيسا ته ننوزي خو په تګاب کې بايد پاتې شي او په کابل کې عمليات بايد په سروبي او اوزبين کې تر سره شي .
د بهرنيو ځواکونو دې ډول عملياتو دا مسله له شکه ويستلې ده ،چې ګواکې لوبه دپښتنو پر ضد روانه ده نه دترهګرۍ دمخنيوي په موخه، ځکه که دترهګرۍ سره جګړه مطرح وای نو بيخ يې اسلام اباد او کشمير دی ،چې ورکې ترهګر روزل کېږي او دجګړې پاليسۍ پکې جوړيږي . برعکس پاکستان ته پورونه بښل کېږي اوپوځي مرستې او وسايل ورکول کېږي اوس مهال رسنيو داخبرې له پردو نه راويستلي او مسله بربنډه شوې ده که ددې مسئلې مخنيوي ته افغان دولت او بهرني ځواکونه پام ونه کړي نو بويه، چې افغانستان به دبدبختيو يو نوي پړاو ته ورننوزي او اغيز به يې په ټوله نړۍ او اسيا باندې پريوزي .
له پښتنو پرته نورو قومونو ته منسوبې ډلې ،چې واحد افغانستان يې په اروا کی نشته دپښتنو سيمو دردونکي حالت او روان ناورين باندې غوږونه کاڼه کړي نارينه او ښځينه يې دپيسو او انګريزي او امريکايي وياړونو په راټولولو بوخت دي .
که چېرته پښتانه په خپلو کې يو موټی نشي او په خپلو مټو دنيکونو په څېر دغه ټاټوبى ونه ساتي نو مثلث سري وطنداران يې په کيسه کې نه دي او اوس مهال هغوی يوازې خپله پښه دانګريز ډول ته سمول غواړي که څه هم ورڅخه دميړانې تمه سمه نه ده ځکه ،چې همدا پښه تر پرونه روسي ډول ته تاويده او نن يوازې ډول بدل شوی مګر پښه هماغه پرونۍ ده .
بالاخره دا انديښنې پر ځای ښکاري، چې ګواکې دپښتنو دبقا لپاره يوه لاره پاتې ده ،چې هغه هم په خپلو کې يو لاس کېدل دي ځکه ،چې په سيمه کې خواخوږی نه لري ايران فرهنګي او پاکستان سياسي استعمار ته لاسونه راغځولي دي ،ناټو او امريکايي ځواکونه په پرله پسې توګه پښتنې سيمې او کورونه دشپې شپې بمبارد کوي او بشپړې کورنۍ دمرګ په خوب ويدې کوي ، خو وروسته يوازې داشتباه په منلو او دبښنې په غوښتلو سره په خپلو جنايتونو څادر غوړوي پداسې حالاتو کې پښتانه بايد د فخر افغان خان عبدالغفار خان هغه وينا په ياد کړي ،چې ويل يې (لا به يو کيږو کنه ورکيږو) او وروستني حل يې هم دغفار خان بابا په دغې وړې خولې لويې کليمې کې پروت دی .
دپښتنو دروانې نسل وژنې لپاره نه ناټو او نه هم دهغوی نور ملګري کوم مشروعيت په ګوته کولای شي او دا نړېوال منطق اوس پيکه شوی ،چې ګواکې دترهګرو په نامه عمليات روان دي اوپه حقيقت کې يوازې پښتانه وژل کېږی .