له محرابه تر ټغره (درېيمه برخه)

  
د افغانانولپاره به پتمنه او د منلو وړ هغه سوله وي چې محراب او ټغر پرې ګډه فيصله وکړي
 
له افغان علماو څخه هيله کېږي چې د منافقينو له لاسه د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پر کار شي
 
د افغان علماو مقدسه وظيفه ده چې د خپل ملت د نجات پر لور خپل جومات او حجره سره يوکړي  
 
درېيمه برخه
 
جناح د ١٩٤٧ زيږديزکال د اګست پر ٧ نيټه د وايسراى په الوتکه کراچۍ ته ورسول شو.
 
د پاکستان د جوړيدو د اعلان پر سهار، د اګست پر ١٦ نېټه، د ".. پولو جايزولو کميسيون، له خوا د ټاکلو پولو نخچه ډاګيزه کړل شوه." د دې په پايله کې ".. نيول شوي جشنونه او خوښۍ په قتل و قتال بدل شول. " په امرتسر کې د ننه او شاوخوا وسلوالو سيکهانو هر يو مسلمان چې په لاس يې کېووت، وواژه ـ او په لاهور کې د ننه او شاوخوا وسلوالو مسلمانانو، چې ګڼ شمېر يې پوليس وو، د هندوانو او سيکهانو ځيګرونه په چړو څيرې او پرې ګولۍ واورولې. د مهاجرينو ډک رېلګاډي په بشپړه توګه ويجاړ، په خوځنده تابوتونو او ستي-نغرو بدل شول... د انسانانو په غوښو خېټه پړسېدلو ټپوسانو د پنجاب اسمان تياره کړى و." ... له لس مليونو څخه ډېر وګړي خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته مجبور؛ او په سلګونو زره وګړي د توکميزې تصفيې په ترڅ کې و وژل شول.
In and around Amritsar bands of armed Sikhs killed every Muslim they could find, while in and Lahore, Muslim gangs – many of them 'police' – sharpened their knives and emptied their guns at Hindus and Sikhs. Entire train-loads of refugees were gutted and turned into rolling coffins, funeral fires on wheels, food for bloated vultures who darkened the skies over Punjab." … Hundreds of thousands of people died in the ethnic cleansing that followed the imposition of the new border Sir Cyril drew between India and Pakistan. Karl Meyer, 'The Dust of Empire", p95; and Robert Mackey, www
 
په دې توګه د وينو او اور په منځ کې د ١٩٤٧ زيږديز کال، د محمد على جناح په قول، په پرديو خاورو "ټوټه او پويو خوړلى پاکستان" شل فاميلي بيروکراسۍ او راجه- جرنيلانو ته وزيږول شو. او د جناح اسلام ".. د پنجاب د ځمکوالو.." لپاره د پټووني [کموفلاژ] لپاره  استعمالېده. اصغرخان د "اسلام، سياست او دولت" په ٨٠-٨١ مخونو کې ليکي: ".. د دې لپاره چې د [پنجاب] د ايالت پر سياست دوديزه فيوډالي ولکه ټينګه وساتي، ګڼ شمېر سياستوالو احساس کاوه چې يواځې ورته عادي مسلمانتوب کفايت نه کاوه،  نو له دې کبله يې له ځانه د ولايت درجې ته د لوړولو تکل وکړ.  د مسلم ليګ د مشايخو کميټه جوړه شوه او واقعاً د يوې شپې د تېرېدلو په بهير کې د [پنجاب] ايالت په سياسي افق کې د ((پيرانو)) او ((سجاده نشينانو)) نومونه راووتل: د ممدوت خان افتخار حسين خان د ممدوت شريف پير جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين ونومېد؛ ملک فيروزخان نون د سرګوده شريف دربار جوړ شو؛ سردار شوکت حيات خان د واه شريف سجاده نشين شو؛ او د کميټې سکرتر، محمد ابراهيم علي چشتي ته، د پيسه اخبار شريف د فاضل هند سجاده نشين عنوان ورکړ شو."
 
 In order to consolidate their traditional feudal hold on politics in the province, many politicians felt that being an average run of the mill Muslim was not enough, and so they proceeded to the status of divines. A 'mushaikh' committee of the Muslim League was formed and virtually overnight an embarrassment of 'pirs' and 'sajjada nashins' appeared on the political horizon of the province. Khan Iftikhar Hussain Khan of Mamdot was described as Pir Mamdot Sharif, Sardar Shawkat Hayat Kahn as sajada nashin of Wah Sharif, Malik Feroz Khan Noon of Darbar Sargodha Sharif and to top it all, the secretary of the committee, Mr Ibrahim Ali Chishti, was designated Fazil-i-Hind sajjada nashin of Paisa Akhbar Sharif.
 
انګريزي پوځ او بيروکاتان "برتانوي پاکستان" ته واواښتل. د برتانوي پاکستان د جوړښت غړي دا وو: په دوو برخو [پاک اوناپاک] د لاهور او بنګال څيرل؛ او [د شمال لويديځ صوبه سرحد او فاټا] په نوم اړول شوې هغه افغانځمکې وې چې امپيريالستي برتانيا ته د ګندمک د پوهاوي- ليک پر بنسټ د "ګومارل" شويو يانې په کرايه ورکړل شويو (assigned territories) په توګه ورسپارل شوې وې. د صوبو ګورنران يې دا وو: (١) د بنګال ګورنر: سر فريديرک بورن. (٢) د پنجاب ګورنر: سر فرانسيس موډي. (٣) د سرحد ګورنر: جيورج کننګهم. (٤) د بلوچستان ګورنر: اې جي جي. پر دې سربيره د "پاک- پوځ" کومندانان هم پرنګيان وو: د (١) د ځمکنيو ځواکونو سر کومندان: جنرال راس مکاى. (٢) د هوايي ځواکونو سرکومندان: اير وايس مارشال پيري کين. (٣) د سمندري ځواکونو سرکومندان: ريير اډميرل جيفرډ.
 
خپلې پوځي اډې، برتانوي پاکستان، ته له ليږديدلو سره سم د "پاک-پوځ" پرنګي مرستيال ستر درستيز، مېجر جرنيل کاوتُم [ Maj. Gen R Cawthome] په ١٩٤٨ زيږديز کال کې د آى اس آى بنسټ کيښود.  د آى اس آى په دنده کې په پاکستان کې د ننه او بهر د مالوماتو راټولول؛ د پاکستان د دريو پوځي خدماتو ترمنځ د جاسوسي کوردينه کول؛ د هغوى پر کدرونو، رسنيو، په پاکستان کې پر سياسي فعالو ځواکونو، په بهر کې پر پاکستاني ديپلوماتانو؛ پر مخابراتو او سلګونو نورو داسې ورځنيو دندو څار شامل وو. په واقعيت کې آى اس آى "... د دولت په منځ کې بل دولت دى چې نه د جمهور رئيس او نه لومړي وزير واکمنۍ ته غاړه ايږدي. نو پر آى اس آى د نه کنترول پايله په فساد، مخدراتو او غټو پيسو پايليږي چې سياسي سيناريو لا نوره هم پسې پېچلې کوي. آى اس آى نه يواځې په افغانستان کې د جګړې د تمويلولو لپاره د مخدره موادو له لارې موندلې پيسې استعمالولې، بلکې دا ناروا کرغيړن عايد يې په کشمير او شمال- ختيځ هند کې د پراګزي جګړو لپاره هم په کاراوه. 
The ISI ‘has become a state within a state, answerable neither to the leadership of the army, nor to the President or the Prime Minister. The result is there has been no real supervision of the ISI, and corruption, narcotics, and big money have all come into play, further complicating the political scenario. Drug money was used by ISI to finance not only the Afghanistan war, but also the ongoing proxy war against India in Kashmir and Northeast India.’
همدا آى اس آى و او دى چې برتانوي پاکستان د هغو خاورو د څښتنانو په نابودولو مامور کړ چې پرنګي ترې "غلا کړې" وې. د "پاک پوځ افسران" يې، چې له پرنګي څخه په تقليد، د "پينډۍ نايټ-کلپونو ته تلل؛ له غرمې ناري نه مخ کې به يې جن او تونيک؛ او د ماښام له ډوډۍ د مخه به يې سُوډا او ويسکي څښل، د افغانانو، بلوڅو او سندهيانو د وژلو لپاره په بېباکۍ او بربنډې رياکاري د خداى له مقدسې کليمې، لاالله الا لله، څخه په ناروا ګټه پورته کولو مامور کړي وو. پدې توګه د دې خاورې د اصلي اوسيدونکو يوه برخه هم له خپلو کورونو او نغريو څخه شړل شوي وو، د اسلام تر نوم او نقاب لاندې وژل کيدل او پر هراړخيزو بشري حقونو يې تېرى کېده. د دې نارواو په پايله کې د افغان ملت پر وجود تپل شوي ژور زخمونه په ناسور بدل او د نه زغم کچې ته رسيدلي وو.
 
د ١٩٧٣ زيږديز کال په جولاى کې په افغانستان کې د جمهوريت له اعلان سره جوخت، پاکستاني پوځي بيروکراسۍ ته تاريخي موکه پر لاس ورغله چې د افغانانو د تباهي لپاره لاس په کار شي. دې موخې ته د رسيدو پر لور يې د اسلام مقدس دين په خورا منافقانه اواغيزمنه توګه ولوباوه چې په پايله کې يې د شهيد محمد داود جمهوريت په اور اووينوکې ولمبيد.
 
افغانستان ته د روسانو په ورټيله وهلو کې د پاکستان نخچ اوس هر څيړونکي ته بربنډ شوى دى. بيا کله چې د جرنيل ضيا تر کومندې لاندې په افغانستان کې د شوروي پرخلاف جهاد پيل شو، نو د پنجابي جنرالانو په نوښت د افغانانو د جهاد د نړيوال کولو پروسه پيل شوه. د دې پروسې په بهير کې، د افغانانو د غوښتنو پر خلاف، د نړۍ له هر ګوټ نه د "رضاکارانو" په راغونډولو لاس  پورې کړل شو؛ د آى اس آى، سي آى اې، موساد او ام آى ٦ په هڅونه په زرګونو "اسلامي فدايان چې د خپلې ګروهې، او د امريکا او لوېديځوالو ارادې او زړه ته د خورا نږدې داعيې [يانې د سړې جګړې خپل حريف، شوروي، د وهلو] لپاره مرګ ته تيار وي"، د عربستان په پيسو او پاکستان په ويزو پيښور ته راتويې او افغانستان ته واستول شول. د سعودي عربستان په شمول، عربي نړۍ خپلې "بنديخانې ماتې کړې"، ټول جنايتکاران يې "مقدس جهاد" ته مامور کړل ترڅو پدې توګه له خپلو "غلو، قاتلانو، سړي وژونکو او ورانکارانو" څخه ځانونه خلاص کړي. پدې برخه کې تنظيمي مشرانو رول، چې د "پاکستاني او امريکا د څارګريو په خدمت کې له بيواکه وسيلو" بل څه نه وو، نه درلود. بن لادن د هغوى په ډله کې و. د ډېر مال خاوند، دا عربي شيخ د جيورج بوش د کورنۍ نږدې تجارتي انډيوال او د پنجابي جرنيلانو جيبونه او بانکونه يې پړسولي وو. او همدا بن لادن و چې نواز شريف يې [د نوازشريف په غوښتنه] د سعودي عربستان له ټولواکې کورنۍ سره معرفي کړ ترڅو عربي شتمنيوته د رسيدو مخامخ لار ومومي.
 
د افغان ملت ستر اوبيرحمه قاتل، جنرال ضيا، د بن لادن په شان وسيلو څخه د استفادې په ترڅ کې درۍ نيمې لسيزې د اسلام له سپيڅلي نوم څخه د افغان ملت د نشتولو لپاره په خورا مزورانه توګه او منافقت ګټه پورته کړله. دوه مليونه داسې رښتيني مجاهدين يې شهيدان کړل چې دا نن يې ترې شا ته پاتې شوي لوڼې او زامن يې بيکوره او بې اوره لالهاند ګرځي. درۍ نسلونه يې د تعليم او پوهنې له رڼا څخه د جهالت په تورتمونو کې ايسار وساتل. جرنيل ضيا د افغان تباه کولو دا لومه داسې عياره کړې وه چې د وطن او افغاني هويت نوم اخستل کفر بلل کيده. يواځې جايزه خبره د کافر او مسلمان په چوکاټ کې د کولو اومنلو وړ وه.