د نړۍ ترټولو چټک کمپيوټر جوړ شو

د امريکې د آی بي ام شرکت  او د لاس آلاموس ملي لابراتوار يوداسې کمپيوټر جوړ کړی ، چې کولی شي په يوه ثانيه کې زر ترېليونه ( 000 000 000 000 1000 ) محاسبې ترسره کړي . دا کمپيوټر د هستوي محاسبو او د هستوي چاودنو د طرحې لپاره جوړ شوی . نوی کمپيوټر د آی بي ام له پخواني چټک کمپيوټرڅخه  100 په سلو کې او د نړۍ تر بل هر چټک کمپوټر 200 په سلوکې زياته چټکتيا لري . د دغه کمپوټر د جوړولو لپاره شپږ کاله خواري شوې او 100 ميليون ډالره لګښت پرې راغلی .