بی خونده خبری(۲۴): د خیمی فاتح

اکټوبر۲۰۱۱،۱۵
وسیم سجاد،کابل
لوستونکو او د سایټ چلوونکو سلام!
پس له مودی لکه چی په جمع سره برابر شوي یو. زه هم ډیر مصروف وم؛ کارونه وو، ځان به لږ دروند وتلم چی پروژی می درلودی. لیکلو ته می وس نه کیده او یا می طبیعت برابر نه وو. یو خو په افغانستان کی دا لیکوالی داسی یو شی دی چی کنځل به هم خوری او کوی به یی هم. په پاکستان کی د نظامی کورنی پکی هاغه دي ملیونر شول خو دلته لیکوال ته کتاب د میدان وردګ والی چاپوي. فدایی غل هم دی او خاین هم خو چی دلیکوال کتاب یی چاپ کړ نو بیا فدایی فرهنګ پال شي؛ وطندوست شي او...
ما نه هم کله کله پسه جوړ شي چی یو شي ته می مخه شي هماغه کوم بیا می بل څه ته فکر نه وي. له لیکلو می بیخي مخ اوښتی وو. خو کله چی بیا انګیزه پیدا شي نو بیا د ټول مصروفیت سره نو لیکل کوم.
کرزي لالا خو د خپل واک د ساتلو لپاره مسعود قهرمان ملی کړ؛ ربانی یی اکاډمیسن او مولانا فهیم یی مارشال. د هیواد دویم مارشال!!! دریم به یی څوک وي؟ هغه تاسو ته پریږدم چی سوچ پری وکړی خو حتمي هزاره دی ترڅو بلانس یی ساتلای وي.
الف: شاه ولی خان
ب: قسیم فهیم
ج: کوم برات علی به وي؟
مونږ والله که له طالبه خلاص شو!!! هسی طالبان ملامت دي!!! دغه ټلواله ټوله له ابو حنیفی فارغ دي.
-قانوني
-فهیم
-شاه جهان
-سیدخیلی
خو دوی لږ عصري دي. زمونږ طالب جان د هلک مینه کوي خو دوی د دواړو. لطیفه اجسامو سره هم د مینی تار غځوي. وچ طالب په نصوارو نشه کوي خو دوی بیا لږ دشرابو غوړپ هم کوي!!!
لکه څنګه چی کرزی له منحوسی سرچپه دیموکراسی سره راغلی همداسی یی کارونه هم سرچپه دي!!! هسی نه کوم بیا ولیکی چی له جلالتماب له شان سره یی ګوستاخي کړیدی خو ظل الله نه دی. دی په دوو رایو د ستار سیرت په مقابل کی ولسمشری ته ورسید نو سرچپه نور لکۍ لري؟
مارشال خو طالب جان په پنجشیر او خواجه غار کی منډلی وو نو که مارشالي ډارن، قاهر، بی غیرت او بی همت ته ورکول کیږي نو مناسب لقب دی او کنه نو؟

\"\"
سیمین بارکزی دلته چرته کی د خپل پوست لپاره په مقابله کی بهوک هړتال وکړ او خیمه یی  ووهله. خو دی سره یی که میړه ناست وای نو سخت خوند به یی کړی وو.
میړه یی سخته  لویه خیټه درلوده. که دغه یولس او دولس ورځی یی په بهوک هړتال کی برخه اخیستی وای نو ان شاالله وزن به یی پوره بایللی وو. میړه یی هم کانِ غیرت است!!!
خو سړی لکه چی له سیمین هسی تیر وو. بل په افغانستان کی ښځه داسی ده لکه د ډنډ اوبه!!! دومره له یوه سړي سره پاتی شي چی اخر دواړه خواوی بوی وکړي!!!
یو خو دغه افغان سیاستوال سخت شنه دي!!! پوره نه پوهیږي او نه له پاکستاني سیاستوالو تجربی اخلي. زمونږ د تاریخ استاد ویل چی سیاست درواغو ته ویل کیږي. لږ مو هغه سره په دی تعریف لانجه وکړه خو دا دنن سیاستوال چی ګوری په رښتیا چی درواغجن دي.
خو حیران دی ته یم چی دی ولی داسی کار کاوه؟ جلکی لږه څکه به دی کوله! په پټه به دی څه خوړل. یو خو که دی دغه عبدالنافع همت د تشناب کیسه لوستلی وای نو هیڅ ستونزه به نه وه. په تشناب کی به دی یو څه خوړل.
تشناب ته په بانه به تلی،پوره خیټه به دی مړه وله. د هړتال لپاره به درکی پوره دم هم پاتی شوی وو. نور کسان به هم درسره مله شوي وو. بس کار به دی برابر شوی وو. څو مدني ټولنو به هم درسره نوم پیدا کړی وو. خارج ته دتګ چانس به هم درته پیدا شوی وو. او کرزی به هم تیار شوی وو چی کوم فوق العاده پوزیشن درته افر کړي خو لکه چی اوله تجربه وه!!! نه پوهیده!!!
څو شپی وړاندی لکه چی حکومت ته بل اپشن نه وو پاتی شوی اخر یی هم خپل سپی پری ورمارش کړ چی ویی داړی!
زرداد سپی درلود!!! بیچاره اوس هم په خولو دی!!! خو سپی تر سپي دی. کرزی هم خپل سپی لري نوم یی دی مارشال فهیم!!! قو قو برګ چنار!!! کاش فهیم می بودم در چور سهیم می بودم!!!
بش هم سپی درلود خو لکه چی خلک یی نه داړل!!! ډاکټر عبدالله هم سپی لري نوم یی دی عبدالظاهر قدیر!!! دغه چا چی ووټ ورکړی خفه نشي!!! اوږد ږیری پیر حیدري چی ده سره چمچه وو یو وخت خپه نشي. خو خبره دا ده چی مرداري په مرداری پاکیږي. سپی به په سپی داړی. مني په میتیازو پاکیږي. مردار به په مردار له مینځه وړی. د ظالم بچي نه موده مخکی کرزی سخت په تنګ شوی وو. اخر یی په کارته پروان کی یو ځل بیا له مارشاله کار واخیست!!!
مارشال با‌ډی ګارډان ورته په لار کی ولاړ وو چی مارشال صیب ګفته کی تو را نه مانیم. سړی یی وچ ګرځولی وو. سړي ته دغه دسیمین موضوع په ګټه تمامه شوه. سخت نوم یی پیدا کړ. موقع یی خطا نه کړه او ګوزار او پر ځای ګوزار یی وکړ!!! وایی خر چی کاله ته نږدی شي نو اواز کوي او دده غږ بیا نو انکر الاصوا ت وي.
leekwal@yahoo.com