د دوستانو الفت دلته په زور راوستی يم

د سپټمبر اتمه، سهار
ښه راغلاست ته سيد عبدالله اغا له خپلو څلور پېنځو کسانو سره د سړک غاړې ته راغلی و، خو په لاره سره تېر و بېر شوي وو، موږ لږ وړاندې تللي وو، چې ټليفون مو وکړ او ورته مو وويل: دا دي د سړك د غاړي لوی جومات جوړېږي، د جومات د چت لپاره يې تختې سره اوبدلې دي، هه دا دي اوس زنجير ته راورسېدو، دلته څارندوی ولاړ دي.
ده کړه: اوو، تاسې خو وړاندې تللي يئ راوګرځئ، بېرته راوګرځئ!
د موټر د راګرځېدو اشاره ولګېده چې د راپسې موټر ملګري زموږ د موټر په راګرځېدو پوه شي. موټر راوګرځېد او راپسې ملګري مو پوه کړل چې موږ مخکې تېر شوي يوو او دا دي بېرته راګرځو.
لږ مخکې چې لاړو نو مخامخ موټر راوران دی چې دوه غبرګې اشاره يې لګېدلي وې، پوه شوی چې مېلمه پال دي، موټر اړخ ته ودرېد، سيد عبدالله اغا يې له ملګرو سره له موټره کوز شو، له ټولو سره يې روغبړ وکړ. بيا يې نو وويل:
زه مخکې يم او تاسې راپسې شئ.
اوس نو کابو ماښام لمونځونه قضا شوي وو او تياره خور وه. موټر ښي اړخ د سيند لوري ته کوز شو، هلته نور کسان هم ښه راغلاست ته ولاړ وو. له روغبړ وروسته راته وويل شول چې محلي سندرغاړی در محمد کشمي هم اوس راځي.
زموږ د سفر ترتيب او تنظيم په سم او درست ډول نه و شوی. ما ته اسد الله عمر يوازې د تګ او وخت يادونه کړې وه، د سفر د ترتيب او تنظيم په اړه يې ويل: نور هر څه سم دي.
سهار مو چې حرکت کاوه، د ملګرو اکر بکر مې چې ليده، ګډوډي ترې له ورايه ښکارېده. وړانديز وشو چې د سفر لپاره مشر غوره کړي. پر حشمت الله هجران لاس کېښودل شو چې دې پېټې ته اوږه ورکړي.
هجران بار ته اوږه ورکړه، خو د تنظيم او ترتيب غم يې و نه کړ.
اټکل شوې وه چې ټول شل کسه لاړ شوو، خو اوس ايله يوولسو کسو د سفر موزې پښو کړې وې. دولسم عبدالله خنجاني ويل چې زه ناروغان لرم، نه شم کړای چې لاړ شم. وروسته بيا څه په زړه کې ور وګرځېدل حرکت يې کړی وو او له موږ سهر په خنجانو کې يو ځای شو.
د غرمې ډوډۍ مو به خنجانو کې وخوړه. د کابل دوشی تر منځ چې سړک ترميم او رغول شوی وو دا دی پېنځو کلونو وروسته بيا کنډ و کپر دی، سالنګونه او د سالنګ تول اوس له سره بيارغول کېږي. ارواښاد صمد خان بابا به ويل: افغانان ډېره با ايمانه او صادق خلک دي، د دوی ايمان د سړکونو له جوړولو معلومېږي چې ډېر کلک دی، هېڅ درغلی نه کوي. اوس چې ورته ګورې د ارواښاد صمد خان خبره چپه ده، سړکونه چې جوړ شي دوه کاله دوام نه کوي، بېرته نړېږي.
ښايي لمونځونه مو په پلخمري کې کړي وای، خو د ملګرو موټر مخکې تېر شو او په فابريکه کې لمانځه ته ودرېدل. زموږ د موټر ملګري دې ته زړه ښه نه کړ چې د ماسپښين لمونځ دې دلته وکړي، ويل يې: ناامني ده، لمونځ به کندوز ته ورسوو، که قضا شو بيا به يې قضايي وګرځو.
 ماسپښين لمونځ قضا شو او قضا هم و نه شو، خو مازيګر لمونځ مو تالقانو ته ورساوه. سيد عبدالله اغا وخت ناوخت احوال اخيست چې تر کومه ځايه ورسېدو.
***
سهار شپږ بجې شوکت راته په ټليفانه کړه: چېرته يې؟
لا کور يم. لکه چې اراده مو پخه ده.
شېبه وروسته عبدالله عمر احوال واخېست او ويې ويل: ما حاجي رفيع ته ويلي چې ورسره وا دې خلي، خو ته يې هم يو ځل ورته ياده کړه.
لا پېنځه دقيقې نه وې تېرې چې حاجي رفيع د دروازې زنګ وواهه. له ده سره يې اميد کاکا هم و.
 
له غرمې وروسته:
د افغانستان په سياسي، اقتصادي، حقوقي حالاتو، د زده کړې پر کيفيت او د استادانو پر چلند بحث کېده. بحث ښه تود و. عبدالله خنجاني راڅخه وپوښتل: د افغانستان راتلونکي ته هيله لري که نه؟ او وېره به دې له څه وي؟
هيله لرم، ځکه دنيا په اميد خوړه شي. او وېره مې له بې سوادۍ او طبقاتي ژوند او اداري فساد څخه ده.
ده راغبرګه کړه: زما وېره له نژادي تضادونو او نفاق څخه ده.
د نورالله، فيصل، سيلمان وېره بيا له اداري فساد څخه وه. او د استادانو د چلند د بدلانه هيله هر يوه کوله. د دپلوماتيک او قنسلي حقوقو استاد خو به په ټولګي کې قومي او سيمه ييزو تضادونو د راپورته کوله او د هغه د لوی ښودلو پر هڅو بحث کېده او د دغسې يوه چلند په اړه د ادارې له بې غورۍ وېره ښکاره کوله.
 
ماښام:
د حوض تر غاړې ناست وو. د اوبه غږ لګېده. له څراغ مياسې تاوېدې او ښه غومبر يې جوړ کړی و. هغه څوک چې څراغ ته لنډ ناست وو، په درنګ شېبه کې له ځايه پاڅېدل او لږ لېرې کېناستل. جوړ پخير او د لارې کېسې کېدې چې سسپين ږيری سړی له يوه بل ځوان سره د حوض غاړې سوپې ته راغلل. د دوی دواړو په لاسونو کې اوږده شيان وو چې پوښونه يې وراغوستي وو، له ورايه پرېړ او ډبل خو سپک او بې وزنه ښکارېدل. روغبړ وشو او بيا سيد عبد الله اغا دوی دواړه راوپېژندل:
زموږ د سيمې نامتو محلي سندرغاړی در محمد کشمي، دغه بل ځوان نياز محمد نومي چې د استاد کشمي زوی دی. دوی به نن له موږ سره د محلي سندرو شپه رڼه کړي.
بيا يې زموږ هر يو معرفي کړ: دغه جاوېد، شوکت، اميد، حاجي رفيع، عبد الله خنجاني، اسد الله عمر، زبير، نورالله حيدري، فيصل، حشمت الله هجران، سليمان او حفيظ الله غښتلی دوی زما همصنفيان دي.
يوه ځوان غږ کړ: په وړاندې سوپه درستخوان اوار او ډوډۍ تياره ده. په درستخوان تيار کباب ايښی و. موږ کېناستو او لږ وروسته نور کسان هم راغلل، دوی د سيمې مخور وو. د درناوي لپاره ډوډۍ ته راغلل.
موږ ټولو کباب وخوړو، ډېر يې وخوړ، کباب چې خلاص شو بيا يې پلو، منټو، سلاد، پېرني او مېوه راوړل. ملګرو  سيد عبد الله ته مخ ور واړاوه:
موږ دې به کباب ماړه کړو اوس دې نور لون لون خوراکونه پسې راوړل، دا به نو څوک خوري؟ مخکې به دې ويلی وو چې کباب مو ډېر نه وای خوړلی، دا پلو مو ډېر ښه دي، خوږ دی، داسې نه لکه چې خواږه مو ورته اچولي وي، يو ښه کيف لري، خو ارمان چې ماړه يوو.
اغا ورته وويل: خير، سبا به يې بيا درته پوخ کړو.
له دعا وروسته له نويو راغليو کوربنو سره له روغبړ او جوړ پخير ټول بلې اوجرې ته وبلل شوو چې سندريزه شپه هلته نيمه کړو.
 
سندريزه نيمه شپه:
استاد در محمد کشمي تر کوت لاندې کڅوړې څخه غيچکه راويسته او زوی يې دمبوره. دغو دواړو آلو او وسيلو سورول و نه غوښتل، بس په سندرو يې پيل وکړ:
”الفت دستان مرا به زور اورد اينجا“ د در محمد لومړي سندره همدا وه. سندره يې په مزه مزه ويله.
د چايو او دمه وه. د دمې پر مهال د استاد در محمد زوی وپوښتل: زه به څو کلن يم: ياره ديرش به يې. نه دوه څلوېښت کلن يم. دوه لوڼې مې واده شوې دي او لمسيان لرم. زامن مې له خيره ځوانان دي.
د ده په سر کې يو تار سپين وېښته هم نه و. ږيره يې خرېيله هلته خو لا نه معلومېدل. بيا يې وپوښتل: پلار به مې څو کلن وي؟ ياره هغه به شپېته وي!
ده وخندل او زياته يې کړه: نه ياره، پلار مې پوره اتيا کلن دی.
در محمد کشمي ويل: زما په ژوند او کار کې په دې ټولو دورو او پاچاهيو کې د اعليحضرت محمد ظاهرشاه بابا دوره خوښه ده او هغه ښه دوره وه. په هغه زمانو کې تبعيض او کرکه نه وه، مينه، همکاري او الفت و. فساد نه و، کار و او خدمت و، اوس خو دا هېڅ نه شته.
هغه څنګه؟
داسې چې زه په عسکرۍ کې وم، هلته مې غيچکه غږوله، بيا ملګرو راته وويل چې ولې راډيو ته نه ځم، بيا يو وخت لاړم. هلته استاد اولمير و. هغه ته مې ځان ور وپېژانده، بيا يې راته وويل چې ته به راځې. بيا هلته ورتلم. په څو ورځو کې مې شپاړلس سندرې وويلې. هغه سندرې به نو مخامخ او په ژوندۍ بڼه خپرېدې. اولمير بيا يو څه موده وروسته راته وويل: د سندرو پيسې دې واخېستې؟
ما وېل: نه.
ده وخندل او ځای ځايګی يې راوښود او لارښوونه يې راته وکړه چې څنګه خپله حق الزحمه واخلم. اته سوه افغانۍ مې واخېستې. زما حق الزحمه چا پټه نه کړه، بلکې راته ساتل شوې وه. له استاد اولمير سره مې شناخت مناخت نه و، هغه له ما سره ډېره مينه او مرسته وکړه.
اوس خو دغه اوسني وزير ته ورغلم، دا څه نومي دا کل سری، دا د منافقت تسپې چې اړوي؟
مخدم رهين،
هو، دغه، ورغلم چې ويې ګورم. سکرتر يې راته ويل چې نن راشه او سبا راشه. اوسنی حکومت، مشران او چارواکي موږ ته پام نه کوي، بلکې خلک او ولس له ما سره مينه لري او هغوی مې نازوي.
درمحمد کشمي د شپمې تر يوې بجې پورې در افشاني وکړه. ده د مېلمنو سترګې خوبولې وليدې نو يې وويل: زه رخصت اخلم او تاسې ارام وکړئ.
 
محلي برېښنا:
په کشم کې اوبه ښه دي او خلکو د ځانونو لپاره د ډاينمو په وسيله سيمه د برېښنا کوچنی توليدوونکي ماشينونه جوړ کړی دی. ځکه نو دلته هر کور برېښنا لري.
 
نارامه شپه:
څوک مې په لاس راوختل، له درانه خوبه يې بېداره کړم. له دې مخکې هم د کړکۍ په کړپ لږ سترګې چوله شوې، خو دا ځل سم بيداره شوم. ګورم چې په کوټه کې ټول پراته ملګري ويښ دي. تشناب ته لاړم، د باندې د ستوري د ځلا په ننداره بوخت شوم، خورا ښه شېبه مې د ستوريو ننداره وکړه. چې کوټې ته وختلم، ملګرو مجلس اچولی و او د ګېډې له درده يې نالښت کاوه.
 
د سپټمبر نهمه، سهار
حشمت الله هجران له سليمان مهر سره ډاکتر ته لاړ او موږ بېرته وغځېدو. عبد الله خنجاني ويل: ځم چې اغا صاحب را خبر کړم.
موږ لا بې پروګرامه يوو، هېڅ پلان نه شته چې نن ورځ څه کوو؟ يو وايي چې بېرته کابل ته ځو، بل وايي چې همدلته په کشم کې يو دوه ورځې پاتې کېږو، يو په کې وايي چې فيض اباد ته ځو، ځينو خو په کې ان د واخان او بدخشان د نورو ولسواليو د سيل و نندارې خبرې کولې.
د عبد الله خنجاني غږ اورېدل کېده: اغا صاحب، پخوانۍ ښاروال صاحب، خو د چا پته نه لګېده. عبدالله بېرته کوټې ته راغی چې بيا په شېبه کې پسې يو سپين ږېری راغی او ويې ويل: اغا صاحب ته نه پاتې کېږي هغه پورې غاړه اوسي.
سيد عبد الله اغا يې راخبر کړی وو. دی په کشم کې درملتون لري او ډاکتر هم له ده سره کار کوي. ډاکتر ورته احوال ورکړی وو چې مېلمانه دې ناروغه شوی دی. دی په منډه راغلی وو او لا د شپې يې د سهار لپاره د تازه او تنکيو کبانو د پخلي ورته وويلي وو.
عبدالله آغا د کلا په انګړ کې د ويالې تر غاړې د چای لپاره ځای جوړ کړی وو. کبان يې سملاسي پخول او درسترخوان ته يې راوړل. يو د کشم محلي غواړه چې يې راوړل، سپين رنګ يې درلود او د حلوا په څېر ښکارېدل، ده وپوښتل: دا څه دي؟
چا و نه پېژندل او بيا يې خپله زياته کړه: دا د غنمو له مغز څخه جوړېږي او بيا پخېږي دا نازولو مېلمنو ته جوړو.
 
بې اتفاقي:
پلان دا شو چې موږ بدخشان کې لږ تر لږه يوه اوونۍ پاتې شو، خو د ملګرو تر منځ بې اتفاقي خوره شوه. زه او اسدالله عمر يوه خوا چې بدخشان کې به پاتې کېږي او نورو ټولو وويل چې نه، همدا نن ځو.  اسد الله عمر ورته وويل: تاسې لاړ شي  او موږ به پاتې شو، دا پوره ورځ مزل مو د دې لپاره نه دی کړی چې راشو او لاړ شو. په موږ دواړو کې لکه چې د بې اتفاقۍ د دوام زغم نه و. ورسره مو منله او د کابل په لوري روان شو.