کابل؛ د ايران فرهنګي مستعمره!

\"\"
 په کابل کې د ايران سفارت بريالى شو، چې د \" مدرسې\" په نوم د هغه فلم د نندارې مخه ونيسي، چې له افغان ګډوالو سره د ايراني ريژيم ناوړه چلند په کې انځور شوى و. ايران له دې وړاندې هم د \" همسايه \" په نوم د يو بل ورته فلم د نندارې د مخنيوي هڅه کړې وه، چې د ناوختۍ له امله نه وه بريالۍ شوې.
د يو افغان سياستوال خبره د کاڼې کرښه ده، چې وايي: \" په افغانستان د امريکا او ناټو ځواکونه دي، خو له فرهنګي اړخه افغانستان د ايران مستعمره دى \" د ايران د سفارت له خوښې پرته د يو فلم پر خپراوي بنديز د ايراني فرهنګي استعمار يوه وړه بېلګه ده، ګڼې داسې کړنې شته چې ښيي کابل د ايران فرهنګي مستعمره ده. په لسګونو انځوريزې، غږيزې، چاپي او برېښنايي رسنۍ هره ورځ د ايراني فرهنګ په خپرواي کې پراخې هڅې کوي او  داسې دي، لکه چې مطالب يې په تهران کې ليکل کيږي. په کابل کې ځينو خپرېدونکو ورځپاڼو، اونيزو او نورو مهالنيو چاپي رسنيو ته که د \" خميني نامه\"، \" خامنه يي نامه\" ، \" احمدي نژاد نامه\"، \" صداى تهران\" او داسې نور نومونه ورکړو، نو بيخي پر ځاى به وي او بيا به يې نوم او منځپانګه هم سمون ولري.
حيرانوونکې خو دا ده، چې ډېر کله د امريکا په ګډون د لوېديځو ايراني ضد هېوادونو په مالي مرستو ايراني فرهنګ ته پراخ کار کيږي او سړى حيران شي چې له دومره ژور اختلاف سره سره څنګه کېداى شي چې ايراني او غربي ښکېلاک دې په فرهنګي برخه کې توافق ولري!؟
موږ د خپل هېواد په زړه کې پر ايران د مشروع نيوکې حق نه لرو، خو زموږ ټول فرهنګي مرکزونه، رسنۍ او کتابتونونه له ايراني زهر لرونکي فرهنګ او افکار ډک دي، موږ د خپل مظلوميت غږ په هنري بڼه نشو پورته کولاى، خو هغوى د مذهبي، قومي او ژبنيو اختلافاتو لپاره پراخې هڅې کوي او په دې اړه کتابونه، فلمونه او سي ډي ګانې را ليږي. موږ حقيقت نه شو ويلاى، خو هغوى زموږ ارزښتونو او لويو قومونو ته په خپلو رسنيو او فلمونو کې سپکاوى کوي، چې \" سفرى به کندهار\" يې ښه بېلګه ده. ايراني فلم جوړونکي په دې فلم کې افغانانو ته سپکاوى کوي او هغوى وحشي انسانان معرفي کوي. ياد فلم په تهران کې څه چې په کابل کې هم پلورل کيږي او نندارې ته اېښودل کيږي. دغه راز ددوى ګڼې نور هڅې هم شته چې د فرهنګي ښکېلاک لپاره يې کوي.
ايران د بشپړ فرهنګي استعمار لپاره پر دې هم بسنه نه ده کړې، بلکې زموږ په فرهنګي کړيو او فرهنګي چارواکو کې يې هم خپل لاسپوڅي او ځيره خواره ګومارلي دي، چې په ټوله سپين سترګۍ او ځان پلورنې د ايراني فرهنګ لپاره کار کوي او ډېرى يې خورا معلوم کسان دي. که زموږ په فرهنګي چارواکو کې ايراني لاسپوڅي نه واى، ايران کولاى شوى، چې د ټولو ديپلوماتيکو اصولو او نړيوالو قوانينو خلاف په کابل کې د \" مدرسې\" په نوم د يو فلم د نندارې مخنيوى وکړي، له شک پرته چې دا به يو ناشونى کار و.
اوس دا ښکاره ده، چې کابل د ايران فرهنګي استعمار دى، داسې استعمار چې څوک په کې نه وژل کيږي، بمبارۍ په کې نه کيږي، بمونه په کې نه چوي، خو زموږ ارزښتونه او هويت له منځه وړي.
افغان دولت بايد دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي، سره له دې چې له دې استعمار څخه خلاصون خورا ګران شوى، خو مخکې له دې چې په ناشوني کار واوړي، بايد له دې استعمار څخه ځان خلاص کړو.