
د هېواد پالۍ او ولسپالۍ له ټبره یو
اتل تل پاتی شو
معراج الدین پټان د خوست او غزني پخوانی والي د یوه نۍ (یکشنبه) په ورځ د ماښام د نهو بجو پر مهال سترګی له نړې څخه پټې کړې او د څلورنۍ (چارشنبه) په ورځ وروسته له هغه چې د کورنۍ غړي یې له بهر نه راورسېدل، په پلازمینې کابل کې خاوروته وسپارل شو.
د ده د جنازې په مراسمو کې خورا ډېرو خلکو د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه، په ځانګړې توګه د خوست او غزني هېوادوالو په ګڼ شمېر سره ګډون کړی ؤ. د ده جنازه د شهید سردار محمد داود خان له روغتون څخه راپورته او په دریمې کارتې کې د ده پلرني کورته یوړل شوه. هلته د ده د خپلوانو او دوستانو ګڼ شمېر مېرمنې د هغه له ویر لپاره راټولې شوې وې. جنازه د غرمې په ۱۱نیمو بجو د دوی له کورنه راپورته او د ګڼ شمېر موټرونو کاروان په بدرګې سره د عیدګاه جامع جومات ته یوړل شوه. هلته د جنازې له لمناځه څخه وروسته جنازه بیا په شهدای صالحین کې د دوی په پلرنۍ هدېره کې خاورو ته وسپارل شوه.
هر څوک مري، خو د هغه چا مرګ، چې ژوند یې د خلکو او هېواد په چوپړ کې تېر شوی وي، له هدوکش او سپین غره څخه هم دروند وي، خو د هغه چا مرګ، چې ولس یې کړولی وي او وطن ته یې خیانت کړی وي، د مرغانو له بڼکې څخه هم سپک وي. دغه حقیقت د ده په مرګ کې یو ځل بیا د زبات جامه واغوسته. د ده په مرګ کې یوازې د ده کلیوال او کامیان نه ؤ راغلي، بلکه پښتانه او غیر پښتانه، شیعه او سني د هېواد له لرو او برو سیمو څخه راغلي وو. په ځانګړې توګه د خوست او غزني ولایتونو څخه خورا ډېرو وګړو زیار ایستلی ؤ او ځانونه یې جنازې ته رارسولي وو. خورا ډېرو خلک له ډېرو ولایتونو څخه لا په لار کې وو او نورو ډېرو دوستانو لا هیله کړې وه، چې که ممکنه وي جنازه یې وځنډول شي او خورا ډېر خلک په تاسف سره خبر شوي هم نه وو. د مراسمو په پیل کې د ده په لاس جوړ شوي ښونځي یوه زده کوونکي په زړه پورې وینا وکړه او ویې ویل: «زموږ خپلو پلرونو سره هومره زموږ د راتلونکې اندېښنه نه وه، لکه چې د ده سره وه. دی په رښتیا سره چې زموږ د څو کلو د ماشومانو او ځوانانو معنوي پلار ؤ. ده زموږ د ښوونکو تنخواه د خبلې کورنۍ په لګښت پرې کوله او د زده کوونکو لپاره یې تل مواد او کتابونه ښوونځي ته د مرستې په توګه راوړل». وروسته بیا د خوست د خلکو په استازبتوب یوه ځوان فرهنګي د ده لنډ ژوند لیک ولوستلو. د غزني خلکو په استازیتوب هم یوه لېکنه چمتو شوې وه خو د مرحوم د کورنۍ غړو په هیله، چې راغلي ښاغلي په تکلیف نه شي، تر هغه څخه صرف نظر وشو. د هلمند ولایت څخه راغلو دروېشانو د ډلې څخه هم یوه تن د ده د نیکو خصایلو په هکله وینا وکړه.
د دې مراسمو توپیر له ډېرو نورو څخه په همدې کې ؤ، چې دلته له هر ټبر، هرې ژبې او هر مذهب څخه خلکو ګډون کړی ؤ.
د دې مراسمو اغېزه په ما باندې په ځانګړې توګه په دې کې ؤ، چې خورا ډېر سړي، چې د دوی له کورنۍ او خپلوانو څخه هم نه وو، په سرو سترګو ژړل. په هره ګوښه کې هر څوک چې په خپلو کې په خبرو لګیا وو، د ده له نېکو ځانګړتیاوو څخه یې یادونه کوله او د ده مړینه یې د هېواد پالۍ او فرهنګ پالی و ولسپالۍ لپاره یوه لویه ضایعه ګڼله.
د جنازې مراسم د ورستۍ دعا په پای کې د ګډون کونکو په اوبجنو سترګو او غمجنو زړونو سره پای ته ورسېدل.
د پټان روح دې ښاده او یاد دې تل پاتې وي!
د معراج الدین پټان لنډه ژوند لیکنه
معراج الدین پټان په ۱۳۳۳ هـجري لمریز کال کې د افغانستان د پکتیا ولایت د ځاځیو د ولسوالۍ په سورګل کې سترګې په نړې وغړولې.
ده لمړنې، منځنې او پورتنې زده کړې د حبیبیې په عالي لېسې کې سرته ورسولې. وروسته تر هغه د امریکې متحده ایالتونو ته یې سفر وکړ او هلته یې لوړې زده کړې ترسره کړې.
دی په امریکې کې ؤ، چې روسي ښکېلاک ګرو زموږ هېواد افغانستان باندې تېری وکړ. ده د دې لپاره چې د وطن مور په وړاندې یې خپله ملی دنده ترسره کړې وي، د امریکې متحده ایالتونو هېواد یې د جهاد په نیت خوشې کړ. ده د جهاد په اوږدو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ملي مقدس پاڅون کې ونډه واخیستله او په دې ولایتونو کې یې د شاګردانو په روزنه لاس پورې کړ. دی هغه وخت د هېواد او خلکو په چوپړ کې ؤ، پرته له دې چې کرغېړنو اړیکو ته د غاړه اېښودلو په بیه شهرت او قدرت پسې وګرځي.
دی تل د خپلو خلکو او وطن د وروسته والي لپاره ځورېدو او تل یې هڅه کوله، چې خلک، په ځانګړې توګه ځوانان زده کړو ته وهڅوي. ده په خپل ابتکار د هماغه جهاد په دور کې چې تعلیم سره غلیمتوب ته د بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو لخوا لمن وهل کېدله او ښونځي او نور د زده کړو مرکزونه سوزول کېدل، د دوی په کلي کې د هلکانو ښونځي جوړ کړ، چې د ښوونکو تنخواه هم په لمړي سر کې ده د خپلې کورنۍ په مالي لګښت پرې کوله او وروسته بیا په بهر کې کلیوالو هم په دې برخه کې ونډه واخیستله.
وروسته بیا د طالبانو د حاکمیت په دور کې ده داسې ابتکار وکاراوه، چې د ده کلیوال چمتو شول، چې د کلي نجونې هم ښونځي ته ولېږي. ده د ښوونکو تنخواه په دې شرط زیاته کړه، چې هغوی هلکان وهڅوي، چې هغه څه یې چې زده کړي خپلو خویندو ته په کورکې ورزده کړي. د دې کار په پایله کې نجونو سم لمونځ او دیني فرایض زده کړل او د دوی په ژوند کې مثبت بدلون څرګند شو. دا مسئله د دې لامل وګرځېده، چې کلیوال د نجونو د زده کړو مثبتې اغېزې ته پام شي او دې ته چمتو شي، چې خپلې نجونې ښوونځي ته ولېږي. په پکتیا کې زموږ کلی لمړی کلی ؤ، چې د نجونو ښوونځی پکې لا د طالبانو د حاکمیت په دور کې دایر شي. وروسته بیا زموږ د کلي سره د مثبتې سیالۍ په پایله کې د ځاځیو په ټولو کلو کې د نجونو ښوونځي جوړ شول.
د جهاد په اوږدو کې ده په خپل شخصي لګښت د لیکوالانو، شاعرانو او نور فرهنګیانو آثار چاپول او هغوی یې خپل کورته مېلمه کول او تل یې دې ته هڅول، چې علمي، تاريخي، ادبي او هنري آثار ولېکي او یا یې وژباړي. د دې خپاره شویو لیکنو په ځینو سریزو کې له ده څخه پرته له دې چې له ده نه پوښتنه وشي مننې شوي. دی هېڅکله د خپل نوم یادولو او شهرت پلوی نه ؤ.
کله چې دی په خوست کې والی شو، مامورین او بازاریان په یولسو بجو کارونو او دندو ته راتلل او بیا په دوو بجو د ټوپکسالارانو د ناتارو له ډاره بېرته خپلو کورونو ته ستنېدل. جنګسالارانو په خوست کې د سوداګرو نه غوښې، ډوډې او نور مالونه په زور اخیستل، پرته له ې چې بیې یې پرې کړي. خو کله چې دی هلته والي شو، نو زورویونکي جنایتکاران یې داسې وټکول، چې څوک غریبکاریو ته مجبور شول او ځینو سیمه خوشې کړه. ده د خوست د بېوزلو ولسونو څخه ملاتړ لپاره خورا ډېرې هڅې وکړې. ده په خوست کې ښوونځي، روغتونونه او د اماراتو د دولت په مرسته یولوی پوهنتون جوړ کړ. ده په کم وخت کې د خوست د وګړو ملاتړ ترلاسه کړ. د دې ملاتړ په برکت د ده څه نږدې درې کلن ولایت په دور کې تروریستان و نه توانېدل، چې نه یوازې پرمختګ وکړي، بلکه د نږدې ټولو ولسوالیونه په شا تګ ته اړ شول. خو په پای کې جنګي جنایتکوونکو او غلو دسیسې جوړې کړې او ډلې ډلې جمهور رئیس کرزي ته له ده څخه غیبت لپاره ورغلل او دولت دی له هغې دندې نه ګوښه کړ.
وروسته بیا دولت دی د غزني په خطرناک او ګړکېچن ولایت کې د والي په توګه وګماره. داسې ویل کېږي، چې ځینو جنګسالارانو په ملنډو سره ویل، چې دلته به معلوم شي، چې د امنیت راوستل ناممکنه دي. خو کله چې دی د غزني په ادب پالونکي او عرفاني ولایت کې هم والي شو، یوه ورځ یې د عرفان ورځ په نامه ونوموله او د اسلام له ټولو عرفاوو څځه یې لمانځنه وکړه. د بیاودانولو په ډګر کې یې په لویو پلانونو لاس پورې کړ، چې تر نن ورځې پورې لا هم په هغو کار روان دی او د سنایی پارک، پاخو سړکونو، پاته شوني ښوونځيو او ډېرو کتابتونونو په شان ځلي یې په یادګار پرېښودل.
په غزني کې دی پرله پسې په نېکۍ یادېږي او یادېږي به د د هغه چا تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده، چې د خپلې واکمنۍ په مهال یې د بېوزلي او ماړه، شیعه او سني، فارسي ژبي او پښتو ژبي او په همدې توګه د مسلمان او هندو تر منځ یې هېڅ راز توپیر ونکړ.
ده په خلکو باندې د ترحم او ملګرتیا لاس راوکاږه او په ډېر کم وخت کې یې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړ. له ده وروسته چې څومره والیان هم په غزني کې وګمارل شول، نه یوازې چې و نه توانېدل چې وضعه د ده په کچه وساتي، بلکه وضعه خورا ډېره خرابه او بحراني شوه او تر نن ورځې پورې وضعه لا نوره مخ په خرابېدو ده.
مرګ حق دی، او هېڅ څوک له دې امره خلاصون نه لري. خو د ټولو انسانانو مرګ یو ډوله نه وي. هغه څوک چې ژوند یې د خلکو او وطن په چوپړ کې تېر شي، مرګ یې له غرنو نه هم دروند وي، او هغه څوک چې ولسونه وکړوي او وطن ته خیانت وکړي، مرګ یې د مرغانو له بڼکو څخه هم سپک وي.
زموږ په هېواد کې له بده مرغه معیارونو بدلون موندلی، نوله دې کبله دی اتل او قهرمان نه ؤ، ولې چې نه یې جنایت کړې، نه یې انسانان وژلي او نه یې ملي ګټې تر پښو لاندې کړې دي، بلکه خلکو ته یې خذمت کړې او د وطن له ګټو څخه یې پرته له ډاره او په کلکه سره ملاتړ کړی.