
د نړۍ تر ټولو په مخ وړاندی ټیکنالوژئ سمبال بی بیلوټه الوتکو (ډرون) کامپیوټرونه هم د وایرس څخه په امن نه دي.
دوې اوونۍ وړاندی په دغه کامپیوټرونو د وایرس حمله شوې ده. د امریکی فوځ وایي چې تر اوسه دوی نه پوهیږي، چې دغه حمله یو تصادف دی او که قصداً شوې ده.
دغه وایرس چې کی لاګر نومیږی د ډرون دعملیاتی سستم ته لاره پیدا کوي او د ډرون بی پیلوټه الوتکو کنترولونکی چې د امریکی په کریچ هوایی اډه د ناوادا په ایالت کی دی د هغوئ د کامپیوټرو د کیبورد هره دوکمه چې ووهی د یو فايل په شکل یی ثبتوی. چې ممکن دغه ثبت شوی فایل بلاخره غلا کړئ شی.
راپورونه وایی چې تر اوسه د دغی الوتکو عملیاتو ته دا داسی کوم لوی خطر نه دی مګر که دغه وایرس له منځه وﻻړ نشي، نو ممکنه ده چې ددغی الوتکو ټوله ډاټا د انترنت له لاری او د یو مشخص پروګرام په واسطه چې شاید ارزښت یی د ۲۵ ډالرو کم وی غلا کړئ شی.
د انګلستان د برمنګام د ای ټی هارویست سرسیړونکی ریچرد ستینن اندیښنه ښودلی ده چې د یو داسی غیر محفوظ سيستم څخه استفاده او بیا د نړۍ په یو داسی مهم مشین کی د اندیښنی وړ ده. هغه اضافه کوی چې دا بی بیلوټه الوتکی (ډرون) مهلکی اسلحی دی او دا باید داسی کار وکړی لکه څنګه چې ورته جوړی شوی دی، او داسی باید کار وکړی چې کله ضرورت ورته وی. او ښکاره خبره ده چې که چیرته دغه وایرس له منڅه لاړ نه شی نو ممکن ډرون خطرناکی تمامی شی.
کله چې بی پیلوټه الوتکی خپل پرواز مکمل کړی او بیرته خپل مرکز ته راوګزی نو د ډاټا د انتقال په خاطر ددوی هاردویر ویستل کیژی او دوباره وراچول کیژی چې په غالب احتمال دغه هاردویر ویستل او دوباره نسبول کیدای شی ددی وایرس سبب شوی وی.
ډرون د امریکی فوځ یوه مهمه او کامیابه اسلحه ده چې دامریکی ولسمشر بارک اباما تر راتلو نه وروسته تقریباً دیرش ډرون د سی آی ای د مستقیم کنترول لاندی د پولی هغه خوا ته ۲۵۰ عملیاته کړی دی. او مجموعاً ۱۵۰ ډرون الوتکی د افغانستان او عراق د جنګونو په کنترول او عملیاتو کی برخه اخیستی او لا یی اخلی.