یو ځل بیا د یوی نوی زیرمی کشف

جیولوژستانو په افغانستان کی د یو ميلیون متری ټن په اندازه کميابه مینیرال کشف کړل:
په افغانستان کی ځمکی پوهانو د یو ملیون متری ټن په اندازه داسی مینیرال کشف کړل چه په عصری تکنالوژۍ کی ورڅحه استفاده کیږی. دغه مینیرال چه لنتانیوم، سیریوم او نیوډیمیوم نومیږی د افغانستان په جنوبی سرحدی سیمه کی کشف شول.
د ساینتیفیک امیریکا ټکی کام د څېړنی پر اساس د دغه یوځایی موندنی سره  به افغانستان د نړۍ د کميابو مینیرالو په لست کی شپږم مقام وګټی.
امریکایی جیالوژی څیړونکی پدی عقیده دی چې له دغه مینیرال د عصری تکنالوژۍ په تولیداتو کی استفاده کیږی د موجوده ضرورتونو پر اساس د ټولی نړی لپاره د لسو کلونو لپاره کافی دي.رېپوټونه وايي،چې ښايي دغه کانونه د ميلیون متری ټن څخه هم زیات منیرال ولری.  د افغانستان د مینیرالونو په اړه د یو اس جی اس لخوا  دوه زره ورقی راپور د امریکا سفارت ته د سپتمبر په ۲۹ په ۲۰۱۱ کی وړاندی شو چه مشتمل د دغی نوی مینیرالو د کشفیاتو هم دی.